عاجل خبرونه

سوداگري

پاکستان له افغانستان سره په پوله ګمرکي تاسیسات جوړوي

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ویلي؛ ډېر ژر به  له افغانستان سره په پوله ګمرکي تاسیسات جوړ کړي، چې د دواړو لوریو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه آسانه شي.  د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیرخان، چې د پاکستان، مرکزي آسیا او افغانستان په سوداګریزه غونډه کې خبرې کولې وویل، …

نور... »

د کانونو او پترولیم په وزارت کې د سرپرستي لړۍ ګڼې ستونزې رامنځته کړي

دافغانستان د مرمرو ټولنې مسوولین وايي، د مرمرو په برخه کې یې میلیونونه  دالرپانګونه کړې؛ خو په دې وزارت کې د سرپرستي لړۍ ورته ګڼې ستونزې رامنځته کړي دي. د مرمرو ټولني اجرائیه رییسسید محمد انور حسیني وایي،  په شويو تړونونو او د استخراج  په سیمو کې له نويو ستونزو …

نور... »

د اباسین ځدران په سوداګریز مرکز کې سوداګر او پانګوال زیانمن شوي

د اباسین ځدران په سوداګریز مرکز کې اورلګیدنې سوداګرو او پانګوالو ته درانده تاوانونه اړولي دي. د اباسین ځدران مارکیټ په کابل ښار کې یو ستر سوداګریز مرکز و، چې له دولس سوه ډېر پلورنځي یې لرل. اورلګیدنې دولس پوړیزه ودانۍ سوځولې او هټۍ والو ته یې درانده زیانونه اړولي …

نور... »

په تېرو ۴ ورځو کې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی

له هغې وروسته، چې د قندهار د امنيه قومندانۍ له خوا په جنوبي حوزه کي د پاکستانۍ کالدارۍ پر راکړه ورکړه د بندیزپرېکړه وشوه؛ د افغانۍ په ارزښت کي د پام وړ زیاتوالي راغي. د شهزاده سرای د صرفانو ټولنې ویاند حاجي ځیرک وايي، په وروستیو ۴ ورځو کي افغانۍ  …

نور... »

د خوشحال خان په پروژه کې د ملی شورا لسګونه غړي پوروړي دي

د ښار جوړونې وزارت وايي؛ د خوشحال خان په پروژه کې د ملی شورا لسګونه غړي څه باندي  درې سوه  میلیو ن افغانۍ پوروړي دي، چې له دې کبله د پروژې د پرانیستلو لړۍ ځنډیدلې ده. د ښارجوړونې وزارت مسوولین وايي، چي د قصبی  پروژې د بشپړیدو له پاره دولت …

نور... »

د پیسو د ناقانونه اخیستو د مخنیوي له پاره ترانسپورتي برښناپاڼې جوړیږي

د ترانسپورت وزارت د پیسو د ناقانونه اخیستو د مخنیوي له پاره ترانسپورتي برښنا پاڼې جوړیږي. د ترانسپورت وزارت د اقتصاد عالي شورا ته د برښناپاڼو د طرحې په وړاندې کولو هڅه کړې، چې په لویو لارو کې په ناقانون ډول د پیسو اخیستو مخه ونیسي. د ترانسپورت وزیر محمد …

نور... »

افغانستان د سوداګرۍ د نړیوال سازمان رسمي غړی شو

افغانستان نن په رسمي توګه د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړی شو. د افغانستان غړیتوب د دسامبر په میاشت کې منل شوی و؛خو رسمي تائید یې نن وشو. افغان حکومت وایي؛په دې نړیوال سازمان کې به د افغانستان په غړیتوب سوداګري وده وکړي، د صادراتو او وارداتو بهیربه پراخ شي …

نور... »

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت څلویښت سلنه بودجه لګولې

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت د هغو وزارتونو په سر کې دی،چې د خپلې پراختیایي بودجې یوه برخه یې لګولې ده. د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت د مالي کال د اووه میاشتو په تېریدو د پراختیایي بودجې څلویښت سلنه لګولې ده.  د کلیو د …

نور... »

په سمنګانو کې د پستو حاصلات ۹ سلنه لږ شوي

د سمنګانود کرنې ریاست مسوولین وایي، د پستې حاصلات د تېر کال په پرتله نهه سلنه لږشوي دي. د سمنګانود کرنې رییس محمد اسلم دانا وایي، تېر کال په دې ولایت کې د پستې ونو پنځوس تر شپیته سلنه  حاصل ورکړی و؛خو سږ کال د نامناسبې هوا له امله د …

نور... »

د لاسي صنایعو وضیعت د اندېښنې وړ دی- ښځينه سوداګرې

هغه افغان میرمنې، چې د لاسي صنایعو چارې تر سره او له دې لارې د خپلو کورنیو ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي وایي؛ دولت او حکومت لاسي صنایعې ته پاملرنه نه لري. آریانا نیوز خبریاله نبیله حافطي د میرمنو د لاسي صنایعو یوه مرکز ته ورغلې او په ډاګه کړې یې …

نور... »

د اوړو د صادراتو د کمیدو پر لامل د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته راځي

د پاکستان د سوداگرۍ وزارت په پام کې لري، چې افغانستان ته د هغه هېواد د اوړو د صادراتو د کمیدو پر لامل یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته راځي. د پاکستان د خواراکې توکو، مالیې، تکنالوژۍ او علومو وزارتونو او د ملي عوایدو د ادارې استازي وروسته له هغې په …

نور... »

په کابل کې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو نندارتون پرانیستل شو

د کابل جان تر سرلیک لاندې نن په کابل کې د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دوه ورځنی نندارتون په دودیزو نندارو پرانیستل شو. د افغانستان د صنایعو ټولنې مرستیال  عبدالجبار ساپی وایي؛که څه هم کورني تولیدات لوړ کیفیت لري؛خو لږ کسان یې لیدنې ته ورغلي وه. د نوموړي په وینا؛دا …

نور... »

حکومت د پخواني کابلبانک د پورونو په راټولولو کې پاتې راغلی

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ وایي، حکومت د کابلبانک د لوټ شویو پیسو د بېرته غونډولو توان نه لري. محمد اشرف غني، چې د ولسمشر په توګه دنده پیل کړه د کار لومړیو شپو او ورځو کې یې د کابلبانک د دوسیې د بیا پرانیستو امر وکړ. د …

نور... »

ولایتي او سیمه ییز چارواکي پراختیایي بودجې لګولو ته هڅول شوي- عبدالرحیم زی

ماليې وزارت له شپاړلس بود جوي واحدونو او سیمه ییزو چارواکو سره په سیمه ییزه کچه د پروژو د پلي کولو او په کې د شفافیت د تامین له پاره ویډیويي کنفرانسو نه پیل کړي.  د ماليې وزارت وايي، د انکشافي بودجې ۹۳ سلنه د ولایتونو انکشافي پروژو ته ځانګړې …

نور... »

د کرنې او مالدارۍ وزارت د سویابینو د پروسیس فابریکه جوړوي

د کرنې او مالدارۍ وزارت غواړي، چې د سویابین د پروسیس فابریکه جوړه کړي. دغه نبات چې ډېر پروتین لري؛ د خوار ځواکۍ  په له منځه وړلو کې ډېراغیزمن هم دی. د کرنې او مالدارۍ وزارت مسولین وایي، د خوارځواکۍ د له منځه وړلو لپاره د پروتین لرونکو نباتاتو د …

نور... »

د زعفرانو د پراختیا ۵ کلنه ملي طرحه تصویب شوې

د مالیې وزیر اعلام کړی، چې د افغانستان د اقتصاد عالی شورا تېره ورځ د زعفرانو د پراختیا ۵ کلنه ملي طرحه تصویب کړه. مالیې وزیر اکلیل حکیمي په خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي، چې د افغانستان ولسمشرۍ د کرنې وزارت ته سپارښتنه کړې، چې په دې اړه بنسټیزې ستونزې …

نور... »

د پروژې په پلي کولو کې خنډ رامنځته کوونکي شرکتونه به جریمه شي-غني

افغان ولسمشر وايي؛ له  دې وروسته، چې که  د پروژو په تطبیق کې له موجه دلیل پرته ځنډ پېښ شي د قانون پر بنسټ به پرشرکتونو نقدي جریمه تطبیق شي. د ولسمشرۍ مانۍپه اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې دغه پرېکړه …

نور... »

له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ نوی پروګرامونه عملي کیږي

د ماليې وزارت وایي، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په خاطر بېلا بېل پروګرامو نه تر لاس لاندي دي. د ماليي وزیر اکلیل حکیمي وایي؛ هغه کورني تو لیدات، چي په افغانستان کي تو لیدیږي د ورته اجناسو په وارداتو به تعرفه لوړه کړي. هغه زیاتوي؛ په ټولو پرژو کې …

نور... »

د سارک سازمان غړي هېوادونه غواړي په افغانستان کي صنعتي پارکو نه جوړ کړي

د سارک  سازمان غړي هېوادو نه غواړي  په افغانستان کي پانګو نه و کړي او صنعتي پارکو نه جوړ کړي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسوولین وايي؛ د سارک غړي هېوادونه حاضر دي، چي په افغانستان کې له افغان سوداګرو سره ګډه او یا ځانته  پانګونه وکړي. دسوداګرۍ …

نور... »

حلقوي لارې او اورګاډي پټلۍ دې جوړې او بشپړې شي-الکوزی

د سوداګرۍ او صنایعو خونه د فواید عامې له وزارت څخه د حلقوي سړک د بشپړولو او د اورګاډي پټلۍ د جوړولو غوښتنه کوي. د سوداګرۍ او صنایعو خوني مرستیال  خانجان الکوزی وایي، سوداګر د مالونو د لیږد په برخه کې له ستونزو سره مخ  دي او د دغو ستونزو …

نور... »