عاجل خبرونه

سوداگري

په راتلونکي کال کې پر شپاړس زره جریبه ځمکه بڼونه جوړیږي

د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې په راتلونکي کال کې پر شپاړس زره جریبه ځمکه بڼونه جوړ کړي. د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند لطف الله راشد ټینګار کوي، چې د نویو بڼونو د جوړولو تر څنګ به پخواني بڼونه هم په عصري ‌بڼه بیا …

نور... »

پاکستان سیمه ییزو تړونونو ته د نه در ناوي پر لامل له اقتصادي انزوا سره مخ شوی

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي،  پاکستان د سوداګرۍ نړیوالو او سیمه ییزو تړونونو ته د نه در ناوي پرلامل له اقتصادي انزوا سره مخ دی. د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی احمد توفیق داوري وایي، د پاکستان لخوا د تورخم او سپین بولدک د لاروتړل کیدو له افغانستان …

نور... »

د کانونو او طبیعي زیرمو ۲۰۷ تړونونه به له زورواکو سره لاسلیک شي

له اداري فساد سره د مبارزې شبکه مخکې له مخکې وېره څرګندوي، چې د کانونو او طبیعي زیرمو په تړونونو کې بډو اخیستو ته زمینه برابره شوې او د کانونو وزارت لخوا دوه سوه اووه تړونونه لاسلیک ته تیار دي، چې ښايي له راتلونکي کې له زورواکو سره لاسلیک شي. …

نور... »

د پلازمېنې د باریک آب صنعتي ښارګوټي کار دوه کورنیو شرکتونو ته وسپارل شو

 د پلازمېنې د زون صنعتي ښارګوټي عملي کار په باریک آب کې دوه کورنیو شرکتونو ته وسپارل شو. د پلازمینې زون د پراختیا ادارې رییس د دې پروژې د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، چې دغه ښارګوټی د زر تولیدي کارخونو  د ځایېدو وړتیا لري او په جوړیدو به …

نور... »

د ښارجوړوني وزارت د کور جوړولو ملي پروګرام پیل کړی

د ښارجوړوني وزارت وايي، په هېواد کې مو د کور جوړولو ملي پروګرام پیل کړی دی. دغه وزارت په ډاګه کړې، چې د کور جوړولو د منظم پلان د نشتون له کبله د پلازمېني په ګډون د هېواد په ګڼو ښارونو کې د استوګنځیو ډ یزاین او معیار په نظر …

نور... »

هېواد مو له ریللیکې سره تړل شوی؛ خو معیاري بندرونه نلرو- عطایي

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، هېواد مو له ریلکرښې سره تړل شوی؛  خو  بندرونه مو معیاري نه دې جوړشوي او سوداګر د خپلومالونو په تخلیه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې له کبله مو سوداګرنه شي کولی  د مرکزي آسیا له یادو هېوادونو سره سوداګرۍ ته پراختیا …

نور... »

د کندوز ولایت په شیرخان بندر کي سوداګري غوړیدلې ده

د شېرخان بندر د ګمرک رییس وایي، په وروستیو څو اوونیو کې سوداګرو د کندوز ولایت په شېرخان بندر کې خپل کارونه پيل کړي او سوداګري غوړیدلې ده.  د کندوز ولایت د ګمرک رییس عبدالله حارث وایي، د دوی عواید د تېر کال په پرتله ۶۵ سلنه لوړ شوي او …

نور... »

د حکومت د نه پاملرنې پر لامل ۱۰۰ فابریکې تړل شوي- پیمان

د صنعت کارانو ټولنه د صنعت کارانو په وړاندې د حکومت  له بې پامۍ اندېښمن دي او وایي، چې  همدا چاره د دې سبب شوې، چې په هېواد کې شاوخوا سل فابریکې وتړل شي. صنعت کارانو ته د ځمکې وېش، د برښنا په بیه کې لږوالی، په صنعتي تولیداتو د …

نور... »

په افغانستان کې د سوداګرۍ د نړیوالې خونې څانګه پرانیستل شوه

په افغانستان کې  د سوداګرۍ د نړیوالې خونې پرانیسته کولی شي له نړیوالو بازارونو سره د افغانستان په نښلولو کې مرسته وکړي. د پرانیستې موخه یې هم د بهرنۍ پانګې جذب او د ځانګړي(خصوصي) سکتور ښه تنظیم یادیږي. د سوداګرۍ د نړیوالې خونې رییس مایل آغا خیرخواه د دې خونې  …

نور... »

د ورستو افغانیو د راټولولو له اعلان سره سم افغانۍ پنځوس پوله راټیټه شوې

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، د افغانستان بانک د  ورستو افغانیو د راټولولو له اعلان سره سم افغانۍ  پنځوس پوله د نورو بهیرنیواسعارو په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. د شهزاده سرای د صرافا نو ټولنې ویاند حاجي ځیرک وايي، د افغانستان بانک باید د افغانۍ …

نور... »

فرانسې له افغان دولت سره څه باندې ۶۱ میلیون یورو مرسته وکړه

د ماليي وزارت مسوولین وايي،  د فرانسې هېواد له افغان دولت سره څه باندې ۶۱ میلیون یورو مرسته وکړه. په کابل کې د فرانسې د سفیر او د مالېې وزارت ترمنځ د ۶۱،۵ میلیون بلاعوضه مرستې تړون لاسلیک شو. د ماليې وزیر وايي، چې دغه مرسته به د کابل او …

نور... »

د ګرځند له لګښت کارتونو څخه د مالیې راټولولو نوې کړنلاره جوړه شوې- احمد شاه سادات

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي، چې د ګرځند لګښت کارتونو د لس په سلو کې مالیې راټولولو لپاره نوی کړنلاره جوړه شوې ده. له هغې وروسته، چې د ګرځند لګښت کارتونو له درکه د لس سلنه مالیې په رټولولو کې د درغلیو رپوتونه خپاره شول؛ د دغه وزارت …

نور... »

بیات بنیاد په غزني کې پر لسګونه اړوکورنیو د ژمي مرسته وویشله

بیات بنیاد په غزني کې په لسګونهبېوزلو کورنیو دژمي مرسته وویشله.  په دېمرسته کې خوراکي توکي او د ماشومانو  پوښاک شامل دي. یو شمیر هغو ماشومانو،چې د بیات بنیاد د پوښاک مرسته ترلاسه کړې؛موسکا يې پرشونډو وه او د دغه ډول مرستو د دوام هیله یې کوله. قومي مشرانو او …

نور... »

حکومت خصوصي سکتور ته پر سیلوګانو د پانګونې اجازه نه ورکوي

د سوداګرۍ اوصنایعو خوني مسوولین وايي؛ په داسې حال کې، چې د کرنې اومالدارۍ وزارت پخپله د سیلو ګانو د فعالولو توان نه لري؛ خصوصی سکتورته هم اجازه نه ورکوي، چې د سیلو ګانو پر فعالو لو پانګو نه وکړي. د سوداګرۍ او صنایعو خونې صنعتي مرستیال بازمحمد افسرزی په …

نور... »

د کریدیت کارتونو د مالیې راټولولو منظم سیستم نه دی جوړ شوی- سرپرست وزیرسادات

د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت سرپرست وايي،چې تر اوسه کریدیت کارتونو د مالیې راټولولو منظم سیستم نه دی جوړ شوی. له هغې وروسته، چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزیر دنده وځڼدول شوه، چارواکي په دغه وزارت کې د اداري فساد په اړه بېلا بېلې څرګندونې کوي.  د مخابراتو …

نور... »

په سمنګانو کې د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

بیات بنیاد په سمنګانو ولایت کې پریو شمېر اړو او بیځایه شویو کورنیو خپلې مرستې په داسې حال کې ووېشلې،چې وروستیو ورښتونو د هغوی ستونزې لاپسې زیاتې کړې وې او مرستو ته یې جدي اړتیا درلوده. هغوکورنیو،چې د بیات بنیاد مرستې یې تر لاسه کړي، خوښې دي او د سمنګانو …

نور... »

د مخابراتو وزیر د خپلې دندې ځنډول د قانون خلاف کار ګڼي

حکومت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي د وزیر دنده ځنډولې او په دې وزارت کې یې د فساد د تورونو څېړلو ته پلاوی ګمارلی؛ خو د مخابراتو وزیر وایي، په دې اړه ده ته هیڅ سند نه دی رسیدلی او دی برحال وزیر دی. د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي د …

نور... »

په هېواد کې د غالیو صنعت د ورکیدو له ګواښ سره مخ دی- پسرلی

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، په هېواد کې د غالیو صنعت د نابودۍ له ګواښ سره مخ دی. د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسوولین وايي، په کورد ننه د غالیو صنعتکاران له ګڼو ستونزوسره مخ دي؛ خو حکومت يي د ستونزو د حل لپآره هیڅ پام ندی کړی. …

نور... »

په مخابراتو وزارت کې د مالیاتو ستره برخه لوټ شوې-فایز سهاک

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه کمیته وایي، چې د مخابراتو په وزارت کې د مالیاتو ستره برخه د چارواکو لخوا  لوټ شوې او دغه وزارت فساد کې ډوب دی. د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د  څارنې او ارزونې د ګډې خپلواکې کمیتې …

نور... »

حکومت د طبیعي او کاني سرچینو مدیریت ته پروګرام نه لري

د ملي وحدت حکومت د طبیعي او کاني سرچینو د مدیریت لپاره هیڅ پروګرام نه لري او هر کال سلګونه میلیون دالر د کانونو  په لوټ او تالان کې له لاسه ورکوي. د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کانونو ناقانونه کیندنې په پراخه کچه روانې دي، چې بېلابېلې اندېښنې …

نور... »