سوداگري

په هېواد کې لسګونه میلیون افغانۍ هره ورځ شخصي جیبونو ته لویږي

د هېواد د ترانسپورت سرتاسري ټولنې مسوولین وايي، چې د هېواد په هرو ۲۴ ساعتونو کې په لسګونه میلیون افغانۍ له ترانسپورترانو اخستل کیږي او بیا شخصی جیبونو ته لویږي. د هېواد د ترانسپورت سرتاسري  ټولنې غړي د دې لپاره راټول شول، چې د غیرقانوني اخاذیو مخنیوی وشي؛ ځکه، چې …

نور... »

په افغانستان کې د ۵ اقتصادي ارزښتونو ارزونه کیږي

د سوداګرۍ خونې او د آلمان د پراختیايي ادارې لخوا د افغانستان د پېنځه اقتصادي ځنځیري ارزښتونو په وړاندې د شته ننګونو او ستونزو په اړه سروي تر سره کیږي، چې شته ستونزو ته د حل لار پیدا شي. په هغه ناسته کې، چې د سوداګرۍ او صنایعو خوني د …

نور... »

حکومت د باریک آب صنعتي پارک ځمکې صنعت کارانو ته ورکوي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، ۶۵ نمرې ځمکه په لومړي پړاو کې ۱۶ صنعتي شرکتونو ته ورکول کیږي، چې نه یوازې به پانګوال په کې څه باندې یو میلیارد افغانۍ پانګونه وکړي، بلکې نهه زره کسانو ته کاري زمینه هم برابروي. دا لومړی ځل دی، چې ملي وحدت حکومت …

نور... »

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین د هندوستان له اعلان شویو مرستو هر کلی کوي او وایي، چي دغه  مرستې به د افغانستان د اقتصادي پراختیا لامل شي. هند د افغان ولسمشر د روستي سفر پرمهال په افغانستان کې د ملي بسونو د مرستې تر څنګ د بندونو، کانالونو …

نور... »

په لوګر کې ۵۰ کورنیو ته د شاتو مچیو صندوقونه ووېشل شول

د لوګر ولایت د کرنې ریاست وایي، چې په لوګر کې د دغه ریاست لخوا د ۱،۳ میلیون افغانیو پر ارزښت ۵۰ بېوزلو کورنیو ته د شاتو مچۍ ووېشل شوې. د لوګر د کرنې رییس محمد دین مومند وایي، هرې کورنۍ ته ۲ صندوقه مچۍ او یو شمېر اړوند توکي …

نور... »

حکومت د سترو پروژو د مدیریت وړتیا نلري

د روڼتیا د څار څېړونکي حکومت د سترو تړونونو په مدیریت کې کمزوری بولي او وایي، دا پروژې په هغو سیمو کې دي، چې امنیت یې خوندي ندی او حکومت یې څارنه هم نشي کولی. دغه بنسټ څېړونکی ناصر تیموري وایي، حکومت د سترو پروژو د مدیریت وړتیا نلري او …

نور... »

د چهارشنبې پر ورځ په هند کې سوداګریز نړیوال نندارتون جوړیږي

د چهارشنبې پر ورځ د هند په ممبي ښار کې د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې پر ملاتړ د دغه هېواد او افغان پانګوالو سوداګریز دوه یم کلنی نړیوال نندارتون جوړیږي. د امریکا سفیر دا نندارتون د کابل او ډیلي تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم بولي …

نور... »

کانونو وزارت خلکو ته له ملي پروژو د څارنې زمینه برابره کړه

د افغانستان د کانونو وزارت او یوه اروپايي بنسټ تر منځ داسې هوکړه لاسلیک شوه، چې له مخې به عادي افغانان هم د کانونو له پروژو څارنه کولی شي. د کانونو وزارت د لویو او ملي پروژو څخه خلکو ته د څارنې لپاره د اروپا له یوې ټولنې سره هوکړه …

نور... »

افغانستان د لومړي ځل لپاره د لاجورد له لارې اروپايي بازارونو ته مخه پیدا کوي

چارواکي وایي، له اته اوونیو وروسته به د افغانستان غالۍ، قیمتي ډبرې، زعفران او میوه د لاجورد له لارې اروپايي بازارونو ته ورسیږي. د چارواکو په وینا؛ افغانستان د ترکمنستان ازبکستان او آذربایجان له لارې له اروپا سره نښلي. مسوولین وايي، چې د لاجورد لارې له فعالیدو سره به افغانستان …

نور... »

د تاپي پروژې کار بې پاملرنې پاتې شوی

د سوداګرۍ خونه وایي، د تاپي پروژې عملي کار سم نه پلی کیږي او حکومت د دې پروژې په تړاو پوره پاملرنه نده کړې او کار یې پڅ روان دی. په افغانستان کې د تاپي پروژې د کار شپږ میاشتې تېریږي؛ خو باور دا دی، چې د دې پروژې په …

نور... »

ټولګټو وزارت د پراختیایي بودجې ډېره برخه لګولې

د ټولګټو وزارت ویلي، تر اوسه مو له خپلې پراختیايي بودجې لس میلیارد افغانۍ لګولي او تر نږدي راتلونکې به خپله ټوله بودجه ولګوو. د دغه وزارت چارواکو ویلي، چې په جوزجان، غزني او بامیان ولایتونو کې له خصوصي شرکتونو سره د ۱۷۸ میلیون افغانیو پر لګښت د سړک جوړونې …

نور... »

خصوصي سکتور له حکومت سره همکارۍ ته چمتووالی نلري-درانی

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، خصوصي سکتور لکه څومره، چې پر دولتي سکتوري ادارو نیوکې کوي؛ هومره ورسره همکارۍ ته چمتووالی نلري. د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد  دراني ویلي؛ سره له دې، چې خصوصي سکتور تل د همکاریو خبرې کوي؛ خو په …

نور... »

د هېواد په شمال کې یو افغان ځوان برښنایي رکشا جوړه کړې

په مزارشریف ښار کې د لومړي ځل لپاره یو افغان ځوان توانیدلی، چې برښنایي رکشا جوړه او پرته له ګاز او تېلو د چارجر پر مټ اویا کیلو متره لار ووهي. دا برښنایي رکشاوې د رکشا جوړولو شرکت مرستیال مصطفی نیازي جوړې کړي، چې د رکشا چلوونکي په ګډون څلور …

نور... »

په پروان ولایت کې د ۵۰ زره چرګوړو د روزنې فارم پرانستل شو

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پروان ولایت کې د چرګانو د روزنې یو فارم پرانیست، چې همهاله د پنځوس زره چرګوړو د روزنې وړتیا لري. دغه فارم په پروان ولایت کې د یوه خصوصي سکتور لخوا جوړ شوی، چې پرې شپېته میلیون افغانۍ لګښت راغلی، چې کولي …

نور... »

ایران له افغانستان سره د اوبو لانجه بیا راپورته کړه

د ايران د بهرنيو چارو وزير له ايران (درې) تلويزيوني شبکې سره په خبرو کې څرګنده کړې، چې مونږ غواړو له افغانستان سره د اوبو د ستونزې اوارولو ته له هرې ممکنې وسیلې کار واخلو . د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف ويلي، له افغان لوري سره …

نور... »

د کرنې او مالدارۍ وزارت غواړي ۶ نورې سیلوګانې جوړې کړي

چارواکي وایي؛ پخوانۍ سیلوګانې، چې د شوروي اتحاد پر مرسته جوړې شوې وې د کورنیو جګړو له کبله نه یوازې زیانمنې شوي، بلکې د پېچلي سیستم پر لامل یې اوس حکومت د نويو سیلوګانو د جوړولو پرېکړې ته اړ کړی دی. د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي؛ پخوانۍ سیلوګانې، …

نور... »

په ګمرکونو کې فساد د توکو بیې لوړې کړي

د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې په ګمرکونو کې اداري فساد د وارداتي توکو بیې لوړې کړې دي.  د سوداګرې وزارت مسوولین وايي، چې په ګمرکونو کې اداري فساد د ټولو وارداتي توکو بیې لوړې کړې دي. د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، سوداګري مو ډېر بد حالت لري. …

نور... »

په ننګرهار کې د کونړ قاچاقي چارتراش ونیول شول

چارواکو ویلي، چې په ننګرهار کې د دوه نیم سوه میلیون افغانیو پر ارزښت د کونړ د طبیعي ځنګلونو هغه چارتراش نیول شوي، چې قاچاقبرو غوښتل د ښیوې له لارې یې جلال آباد ښارته د ننه کړي. د کونړ له ځنګلونو د وهل شويو نښترو او لمنځو زرګونه جوړې چاتراش …

نور... »

د اقتصاد په عالی شورا کې د بدخشان او بلخاب پر کانونو بحثونه وشول

ولسمشرۍ وايي، د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کانونو د تړونونو ورکړه د اقتصاد عالي شورا له لوري تأیید شوه. ولسمشرۍ ماڼۍ  په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې؛ د اقتصاد عاللي شورا د یکشنبې پر ورځ(د زمري ۲۱) د ولسمشر په مشرۍ غونډه ترسره …

نور... »

ټاکل شوې، چې په ۱۱ ولایتونو کې به ۲۹ پرمختیايي پروژې پلې شي

د کلیو د پراختیا وزارت وایي؛ په یوولس ولایتونو کې د ۲۹ پرمختیايي پروژ تړونونه له رغنیزو شرکتونو سره لاسلیک شول، چې درې سوه میلیون افغانۍ به پرې ولګیږي. په دغو ۲۹ پرمختیايي پروژو کې کانالونه، سربندونه، سړکونه او استنادي دیوالونه شامل دي، چې ګټه به یې اووه شپېته زره …

نور... »