Ariana News

Avatar

افغانستان او ازبکستان د همکاریو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ

د افغانستان د ملي امنیت مشاور د سې شنبې پر ورځ( د کب ۱۴) له غرمې وروسته په تاشکند ښار کې د ازبکستان د ملي امنیت له سلاکار داکتر ویکتور محمودوف سره ولیدل.  د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار داکتر حمدالله محب او ازبکستان د ملي امنیت …

نور... »

د هلمند پر پوځي اډې برید د کمزورو استخباراتو پایله ده- پخواني پوځیان

د افغانستان یو شمېر پخواني پوځیان وایي، چې د هلمند پر سترې پوځي اډې وسلوال ډله ییز برید د کمزوري کشف او استخباراتو پایله ده. په وروستو کې طالبانو پر پوځي مرکزونو او اډو پېچلي او خونړي بریدونه تر سره کړي؛ ښکاره بېلګه یې څـو ورځې مخکې په هلمند کې …

نور... »

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د خبرو کولو ټټر وهلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې غواړي په څو راروانو ورځو کې قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره پخپله وغږیږي. ټاکل شوې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دوه اوونیو په دننه کې قطر ته ولاړ شي او له افغان طالبانو سره …

نور... »

د سولې مشورتي لویې جرګې کمیسیون حکومتي جوړښت لري- مدني بنسټونه

یو شمېر مدني ټولنې د سولې مشورتي لویې جرګې د کمیسیون پر جوړښت نیوکې کوي او وايي، چې د مشورتي لویې جرګې د رابللو کمیسیون حکومتي دی او مدني ټولنو او سیاسي بهیرونو ته په کې ځای ندی ورکړ شوی. داسې بریښي، چې حکومت له وسلوالو طالبانو سره د سولې …

نور... »

هڅاندې میرمنې له طالبانو سره په سوله کې د لاسته راوړنو ساتنه غواړي

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې او کسبګرې میرمنې وایي، چې د ښځو د حقونو په برخه کې شوي پرمختګونه باید د سولې په خبرو کې خوندي او د ودې لپاره یې پراخ کار وشي. فتانه ګیلاني یوه له هغو میرمنو ده، چې د ښځو د حقونو په برخه …

نور... »

په بیړه د بهرنیو سرتېرو وتل به افغانستان ته زیان اړوونکې وي-مدني بنسټونه

پوځي کارپوهان وايي؛ که د امریکا او طالبانو روانې خبرې ناکامې شي، پایلې به یې افغانستان ته زیان اړوونکې وي. د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ټاکل کیدو سره سولې ته د افغانانو هیلې را ژوندۍ شوې؛ خو د طالبانو او امریکايي پلاوي له …

نور... »

د طالب او امریکایي استازيو د لومړنۍ هوکړې پر مسودې کار روان دی- شاهین

په قطر کې طالب سرچینو ویلي، چې طالب استازي او امریکایي پلاوی د افغان سولې په اړه پر لومړنیو مسایلو هوکړې ته رسیدلي؛ خو اوس یې پر مسودې کار روان دی. د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان سولې په اړه امریکایي استازي او طالب پلاوی په ښکاره پر …

نور... »

د ټاکنو کمیسیون نویو غړیو د لوړې مراسم تر سره کړل

د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په شتون کې د دوشنبې پر ورځ(د کب ۱۳) د ټاکنو کمیسیون نویو غړیو د لوړې مراسم تر سره کړل. ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو خپلواک کمیسیون نویو کمیشنرانو ته د لوړې په مراسمو کې وویل، چې دوی له نسبي خپلواکۍ برخمن …

نور... »

په جوزجان ولایت کې د یو قومندان په ګډون ۱۸ وسلوال طالبان وژل شوي

د جوزجان ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر هوایي او ځمکنیو بریدونو د یو قومندان په ګډون ۱۸ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د فیض آباد ولسوالۍ په میملک کلي کې کوماندو ځواکونو د دغې …

نور... »