عاجل خبرونه

Ariana News

Avatar

په کندهارکې د ټاکنو کمیسیون ۸ کارکوونکي وژل شوي

د کندهار امنیه قوماندان وايي؛ وسلوالو د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ د څلور هاموې انګونو په پرمټ بریدونه  کړې، چې په کې یوولس سرتېري وژل شوي او اووه ویشت نور ټپيان دي. د ده په وینا؛ په دې برید کي څلور ځانمرګي او ۱۷ وسلوال وژل شوي. قومندان زیاته کړې، …

نور... »

په بلخ کې د درې طالب ولسوالانو په ګډون ۴۵ طالبان وژل شوي

په بلخ ولایت کې د حکومت هوایي ځواکونو د درې طالب ولسوالانو په ګډون ۴۵ وسلوال طالبان وژلي دي. ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د هېواد هوایي ځواکونو دغه بریدونه د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ د بودنه قلعه په اړوند سیمه کې تر سره کړي دي. د دغې …

نور... »

د رای ورکوونکیو د تقویتي نوملیکنې بهیر تر سره شو

د ولسمشریزو ټاکنو د رای ورکوونکیو د تقویتي نوملیکنې بهیر د شنبې پر ورځ( د چنګاښ ۸) بریالی پای ته ورسید. د ټاکنو خپلواک کمیسون وایي، چې په دغه بهیر کې نږدې ۲۵۰ زره کسانو نوملیکنه کړې ده. د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاه مشر حبیب الرحمن ننګ وایي، چې مونږ …

نور... »

د نیمګړې سولې د راوستو مسوولیت پر غاړه نه اخلم- اشرف غني

افغان ولسمشر د کابل او اسلام آباد تر منځ د اړیکو د رغونې لپاره پاکستان ته په خپل سفر کې افغان کډوالو ته څرګنده کړې، چې افغانستان ته د نیمګړې سولې د راوستو مسوولیت پر غاړه نه اخلي. هغه د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې د افغانستان په اړه …

نور... »

په قطر کې د طالب او امریکایي استازیو د اووم پړاو خبرې پیل شوې

د قطر په دوحه کې د شنبې پر ورځ( د چنګاښ ۸) د طالب استازیو او امریکایانو تر منځ د اووم پراو خبرې پیل شوې. ټاکل شوې دواړه خواووې پر اختلافي برخو بحث او خبرې وکړي. د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د نېټې ټاکل او د ترهګرۍ پر وړاندې …

نور... »

میررحمان رحماني د ولسي جرګې د رییس په توګه وټاکل شو

د میر رحمان رحماني او خان محمد وردګ تر منځ ټاکنې درېیم پړاو کې تر سره شوې، په دې ټاکنو کې نصاب دوه سوه پنځه څلویښت استازي وه او ټولو وکیلانو خپلې رایې وکارولې. د ولسي جرګې د اداري پلاوي لنډمهالی مدیر محمد عالم ساعي وایي؛ نصاب مو ۲۴۵ دی …

نور... »

د افغانستان د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې باید خوندي شي- آلمان

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی صلاح الدین رباني تېره ورځ په برلین کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر هایکوماس سره لیدلي دي. بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ښاغلي رباني په دې لیدنه کې د سولې په خبرو کې د آلمان …

نور... »

د ولسمشر ځانګړی استازی سلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزیر وټاکل شو

د ولسمشر اشرف غني د فتر مشر سلام رحیمي د ولسمشر د یوه فرمان له مخې د نوموړي د ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه ټاکل شوی دی. ولسمشر غني دغه فرمان د شنبې پر ورځ( د چنګاښ ۸) صادر کړی دی. …

نور... »

وسلوالو طالبانو په بغلان ولایت کې د ولسي پاڅون ۲۵ ځواکونه وژلي

د وسلوالو طالبانو لایزري قطعې تېره شپه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په کوهګدای کلیو کې د ولسي پاڅون پر ځواکونو بریدونه وکړل. د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې بریدونو کې د ولسي پاڅونکوونکیو د یوه قومندان صلاح الدین په ګډون د یاد پاڅون ۲۵ …

نور... »

د ټاکنیزو شریکانو چلند مو د چارو په وړاندې لوی ګواښ دی- بهرني کمیشنران

د ټاکنو خپلواک کمیسیون بهرني کمیشنران وایي، چې د ټاکنیزو شریکانو چلند مو د چارو په وړاندې لوی ګواښ دی. په ټاکنو خپلواک کمیسیون کې د کورنیو کمیشنرانو تر څنګ دوه بهرني کمیشنران هم شته، چې دوی په دې بنسټ کې د مشاورینو په توګه کارکوي او چارې هم څاري. …

نور... »

په لوګر ولایت کې د ګرمو اوبو ماهیان روزل کیږي

خصوصي سکتور په لوګر کې د ګرمو اوبو د ماهیانو د روزنې یو فارم د یونیم  میلیون افغانیو پر لګښت جوړکړی، چې لسګونه کسانو ته یې کاري زمینه هم برابره کړېده. د دغه فارم مسوولین وايي، د ګرمو اوبو ماهیانو روزنه په هغو ولایتونو کې ښه پایله لري، چې د …

نور... »

ټاکل شوې، چې د شنبې پر ورځ د سولې اووم پړاو خبرې پیل شي

ټاکل شوې، چې د شنبې پر ورڅ( د چنګاښ ۲۹) د طالب استازیو او امریکایانو تر منځ د اووم پړاو خبرې پیل شي. د شنبې پر ورځ طالب استازي او امریکایان بیا د قطر په دوحه کې د اووم ځل لپاره خپلمنځيو خبرو ته کیني او پر اختلافي مسایلو؛ د …

نور... »

پاکستان له طالبانو سره ټینګه اړیکه لري- ولسمشر غني

ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته په خپل سفر کې ویلي، چې پاکستان له طالبانو سره ټینګه اړیکه لري. ولسمشر غني، چې تېره ورځ( د چنګاښ ۷) پاکستان ته په دوه ورځني سفر تللی؛  د اسلام آباد  د ستراتیژیکو اړیکو په انستیتوت کې یې د وینا پر مهال  د اقتصاد …

نور... »

د لوګر لپاره د طالبانو نومول شوی والي له خپلو مرستیالانو سره ووژل شو

دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې لوګر ولایت ته د طالبانو نومول شوی والي حاجي لالا له خپلو دوه مرستیالانو هر یو بریالی او فریدون د دې ولایت په څرخ ولسوالۍ کې پر هوایي برید ووژل شول. دغه راز څرګنده شوې، چې د لوګر، غزني، خوست، کابل او پکتیا ولایتونو …

نور... »