عاجل خبرونه

Ariana News

Avatar

دولتي بنسټونو ته د ځمکو د غاصبینو نوملړ سپارل شوی

د ښارجوړولو او اراضي وزارت وایي؛ دولتي بنسټونو ته د ځمکو د څه باندې ۱۵ زره غاصبینو نوملړ سپارل شوی دی. په ټولو ولایتونو کې دولتي ځمکې د زورواکانو لخوا غصب شوي د ښار جوړولو او اراضي وزارت اوس وایي؛ د سیمه ییزو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو پر ملاتړ …

نور... »

ولسمشر غني د طالبانو پیل شوي (الفتح) عملیات وغندل

ولسمشرۍ ماڼۍ د شنبې پرورځ (د وري ۲۴) د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو پیل وغنده او هغه یې په افغانستان کې د دغې ډلې لخوا پر جګړه ټینګار وباله. طالبانو په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې د حکومت د جګړې د اعلان په ځواب کې يې خپل پسرلني الفتح …

نور... »

ناڅرګندو وسلوالو په لغمان کې مدني فعال وژلی

نن غرمه مهال شاوخوا دولس بجې دوه تنو ناڅرګندو وسلولو د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار د سلطان غازي بابا په اړوند سيمه کې مدني فعال شېرزاد ساپی پر ډزو وژلى دى. د ولایتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ شېرزاد ساپی، چې د ولسي جرګه نوماند او مدني فعال …

نور... »

پر کندوز ښار د طالبانو په برید کې ۴۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د کندوز ولایتي شورا غړي وایي، چې د کندوز ښار د څنډو په بېلابېلو نښتو کې ۶ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي. د کندوز ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري وایي، چې د کندور ښار د څنډو د ۳۰۰ فامیلي، چرخاب او شینواري پر اړوند سیمو طالبانو …

نور... »

د ننګرهار د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام شوې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ننګرهار د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام شوې، چې له مخې یې د څلور ښځو په ګډون څوارلس تنه ولسي جرګې ته بریالي شوي دي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ننګرهار له ولایت څخه ولسي جرګې ته عبدالکریم کریمي، فریدون خان …

نور... »

طالبانو فتح نومي پسرلني عملیات اعلام کړل

د جګړې ښکېلې خواوې له یوې خوا د سولې خبرو په لټه کې دي او له بلې خوا په روان کال کې د یو او بل ځپلو ته چمتووالی نیسي. طالبانو فتح نومي پسرلني عملیات اعلام کړل؛ خو حکومت پخپلو خالد نومو عملیاتو د هغوی د ځپلو ډاډ ورکوي.  طالبانو …

نور... »

د طالبانو د مذاکراتي ډلې نومونه له تور نوملړه ویستل شوي

د شېر محمد عباس ستانکزي او ملا عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو د مذاکراتي ډلې د ۱۴کسانو نومونه په لنډمهاله توګه د ملګرو ملتونو له تور نوملړه ویستل شوي دي. د  افغانانو د خپلمنځي خبرو او د طالب استازیو او امریکایانو د شپږم پړاو ناستې په درشل کې طالبانو …

نور... »

طالبانو د روغتیا نړیوال سازمان او سره صلیب پر هڅو بندیز لګولی

طالبانو (په ټول هېواد کې) د روغتیا نړیوال سازمان(WHO) او د سره صلیب نړیوال کمیتې(ICRC) پر هڅو بندیز لګولی دی. طالبانو د پنجشنبې پر ورځ( د وري ۲۲) په يوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې یو شمېر نړیوالې ټولنې د امنیتي حالاتو له کبله خپلې هڅې سمې نشي تر …

نور... »

طالبان د جګړې له لارې د امتیاز غوښتنې هڅې کوي- لوی درستیز

د افغانستان د وسلوال پوځ لوی درستیز ویلي، طالبان د جګړې له لارې غواړي د سولې په بهیر کې ډېر امتیاز تر لاسه کړي؛ خو د دغې کړنې په وړاندې به امنیتي ځواکونه ودریږي او دا ډله به وځپل شي. که د سولې په اړه له یوې خوا هڅې روانې …

نور... »