Ariana News

Avatar

ولسمشر د دارالامان ماڼۍ د پرانستې د ځنډولو سپارښتنه کړې

د افغانستان حکومت په یوه امنیتي ناسته کې د دوشنبې پر ورځ د دارالامان ماڼۍ افتتاح، چې د خپلواکۍ جشن په کې نمانځل کیده؛ د ځانمرګي برید قربانیانو ته په درناوي د ځنډولو سپارښتنه کړې ده. ارګ په ډاګه کړې، چې نن یکشنبه(د زمري ۲۷) له غرمې مخکې کې د …

نور... »

حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې ناکام دی- د بشرحقونو خپلواک کمیسیون

د بشرحقونو خپلواک کمیسیون د تېرې شپې د واده پر مراسمو د خونړي برید په غبرګون کې، حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې ناکام ګني. د بشرحقونو خپلواک کمیسیون وایي، د دولت امنیتي کړنلاره د خلکو د ځان ساتني وړتیا نلري. د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون مرستیال …

نور... »

په کابل کې چاودنې د واده د مراسمو ۲۴۵ ګډونوالو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کابل ښار د شپږمې ناحیې د اړوند سیمې د ودونو په یوه تالار کې چاودنې لږ تر لږه له ۶۳ کسانو خوږ ژوند اخیستی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، چې تېره شپه ۱۰:۴۵ د کابل ښار د لویدیځې څنډې د (شهردبۍ) د ودونو په تالار …

نور... »

یو شمېر هېوادوال د خپلواکۍ جشن ته ځانګړی چمتووالی اقتصادي زیان بولي

د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې نمانځلو ته ځانګړی او پرتمین چمتووالی نیول شوی، چې ځینو هېوادوالو ورسره خپل مخالفت ښکاره کړی دی. په ښار کې دیوالونه، سړکونه او عمومي ځایونه د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې د مبارکۍ پر پیغامونو او د امان …

نور... »

افغان ښځې د تړلو دروازو تر شا د سولې په اړه پرېکړې د اندېښنې وړ بولي

د افغانستان ښځې د تړلو دروازو تر شا د سولې په اړه پرېکړې د اندېښنې وړ بولي او اعتراض پرې لري. د افغانستان د سولې خبرو بهیر او د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې پر  وروستۍ هوکړې لاسرسی په دې ورځو کې د ټولو غونډو او مجلسونو تود …

نور... »

جمهوریت او ټاکنې مو سرې کرښې دي- اشرف غني

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د دولت جوړوونکې ډلې مشر اشرف غني خپلې جوړې شوې ټاکنیزې ناستې ته ویلي؛ له طالبانو سره هغه مهال د سولې هوکړه مني، چې دا ډله د جمهوریت تر چتر لاندې راشي او ټاکنې ومني. دا په داسې حال کې ده، چې اشرف غني او …

نور... »

ترمپ د افغانستان د سولې په اړه له امریکایي چارواکو سره ولیدل

د امریکا ولسمشر له طالبانو سره د احتمالي سولې په اړه، چې په افغانستان کې به ورسره جګړه پای ته ورسیږي د خپل هېواد له لوړپوړیو چارواکو سره ولیدل.  د امریکایي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ ښاغلی ترمپ تېره ورځ د خپل هېواد له مشرانو( بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، …

نور... »

افغانستان او ترکمنستان د نیپال په کتماندو ښار کې سر له سبا ولیبال کوي

د آسیا مرکز زون والیبال سیالي سر له سبا د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د نیپال په کتماندوښار کې ترسره کیږی. د افغانستان والیبال ملي لوبډله د آسیا مرکز زون په سیالیو کې له ترکمنستان، ازبکستان او بنګالدیش سره په بی ډله کې یوځای شوې ده. همدارنګه به په ای …

نور... »

افغانستان د پایښت او له منځه تلو په پړاو کې دی-اشرف غني

د دولت جوړونکې  ټاکنیزې ډلې مشر اشرف غني په یوه جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې افغانستان د پایښت او له منځه تلو په پړاو کې دی او د ولسمشرۍ ټاکنې د اوسني سیاسي نظام د پایښت یوازنۍ لار ده. د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې هوکړې په …

نور... »

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتو په صورت کې حکومت راپرځي-حکمتیار

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند هم دی؛ ملي وحدت حکومت کمزوری بولي او وایي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتو په صورت کې حکومت راپرځي. د کابل د چهاردهي سیمې اوسیدونکیو په یوه ټاکنیزه ناسته کې د سولې او عدالت ټاکنیزې ډلې …

نور... »

له طالبانو سره د حکومت مخامخ خبرې وځنډیدې

د سولې په چارو کې د دولت وزارت درې اوونۍ مخکې  ویلي وه، چې له طالبانو سره د حکومت د مخامخ خبرو اترو د پیل لپاره یو پېنځلس کسیز پلاوی جوړ شوی او په یوه اروپایي هېواد کې به خبرې تر سره شي؛ خو ښکاري، چې دا خبرې ځنډیدلي او …

نور... »

د احتمالي ټاکنو په پایله کې رامنځته شوی حکومت به د جګړې د دوام په معنا وي- سهیل شاهین

په قطر کې د طالبانو د پلاوي ویاند سهیل شاهین آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې که د احتمالي ټاکنو په پایله کې هر ډول حکومت رامنځته شي؛ دا به د جګړې د دوام په معنا وي. د آریانا نیوز خبریال زمریالی اباسین، چې په دوحه کې دی، له …

نور... »

په کابل کې د فوتسال تورنمنت پیل شو

د فوتسال په دې تورنمنت کې به له مرکز څخه څلور لوبډلې د اتلولۍ مقام د ترلاسه کولو لپاره له یوبل سره سیالي وکړي. دا تورنمنت د هېواد د خپلواکی د سلمې کلیزې په ویاړ د فوتبال فدراسیون ملي کمیتې له خوا ترسره کیږي. دا سیالې به په کابل کې …

نور... »