عاجل خبرونه

Ariana News

د افغانستان او اروپایي ټولنې تر منځ هوایي دهلیز پرانیستل شو

د سوداګرۍ خونه وایي، د افغانستان او اروپایي ټولنې تر منځ هوایي دهلیز پرانیستل شو او له دې وروسته به د افغانستان تولیدات د هوا له لارې اروپایي هېوادونو ته صادریږي. له هند، ترکیې او قزاقستان سره د هوایي دهلیز له پرانیستې وروسته دا دی د پنجشنبې پر ورځ( د …

نور... »

د غزني جګړه یوه توطیه وه، خو افغان ځواکونو شنډه کړه- اشرف غني

ولسمشر غني د غزني جګړه یوه نړیواله او سیمه ییزه توطیه بولي او وایي، چې افغان ځواکونو شنډه کړه. ولسمشر غني د پنجشنبې پر سهار د غزني د امنیت څېړلو لپاره دې ولایت ته ولاړ او له ملکي او پوځي مسوولینو او د خلکو له استازیو سره یې وکتل؛ خو …

نور... »

ټاکنو کمیسیون د بایو متریک تکنالوژۍ کاري مخکتنه وکړه

کله، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ګوندونو لخوا په ټاکنو کې د بایومتریک سیستم کارولو غوښتنه ومنله؛ نو د دغه سیستم د برابرولو هڅې ورسره ګړندۍ شوې او تېر ماښام د لومړي ځل لپاره ۴۴۰۰ دستګاوې کمیسیون ته ولیږدول شوې. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د سیاسي ګوندونو د استازیو …

نور... »

د ولسي جرګې او ولسمشرۍ ټاکنې د حکومت دوه لویې آزموینې دي-عبدالله عبدالله

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د نورو هېوادونو د مشرانو تر څنګ د افغانستان په استازیتوب د ملګرو ملتونو ۷۳ کلنۍعمومي غونډې ته وینا وکړه او د ولسي جرګې او ولسمشرۍ ټاکنې یې د افغان دولت په وړاندې دوه لویې آزموینې وبللې. اجرائیه رییس د ملګرو ملتونو …

نور... »

ضیاالحق امرخېل د ولسمشر اشرف غني ستر سلاکار شو

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخواني مشر او د اوسنیو پارلماني ټاکنو له وروستي نوملړه لیرې شوی نوماند ضیاالحق امرخېل په ولسي او سیاسي چارو کې د ولسمشر اشرف غني ستر سلاکار ټاکل شوی دی. ښاغلی ضیاالحق امرخېل د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له هغې وروسته، …

نور... »

حکومت له پخلاکیدونکیو مخالفانو سره خبرې کوي- عبدالله عبدالله

د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د دري اویایمې عمومي غونډې په څنډو کې د افغانستان د ثبات لپاره د عملي ګامونو د پورته کیدو غوښتنه وکړه. د ملګرو ملتونو د دري اویایمې عمومي غونډې په څنډو کې د نیلسن منډیلا د سولې ناسته تر سره شوه، …

نور... »

د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې خپله پوځي کړنلاره بدلوي

د امریکا دفاع وزارت وایي، اوس هم د طالبانو کړنلاره د جګړې پر دوام ولاړه ده؛ له همدې کبله د دې ډلې پر وړاندې نوې جنګي تګلاره کارول کیږي او په هغو سیمو کې به د امریکایي ځواکونو حضور پراخ شي، چې تر ګواښ لاندې دي. په افغانستان کې جګړه …

نور... »

په هېواد کې لسګونه میلیون افغانۍ هره ورځ شخصي جیبونو ته لویږي

د هېواد د ترانسپورت سرتاسري ټولنې مسوولین وايي، چې د هېواد په هرو ۲۴ ساعتونو کې په لسګونه میلیون افغانۍ له ترانسپورترانو اخستل کیږي او بیا شخصی جیبونو ته لویږي. د هېواد د ترانسپورت سرتاسري  ټولنې غړي د دې لپاره راټول شول، چې د غیرقانوني اخاذیو مخنیوی وشي؛ ځکه، چې …

نور... »

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله پرون دوشنبه( دتلې ۲) پر سیمه ییز وخت له غرمې وروسته د امریکا په نیویارک ښار کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره ولیدل. دغه لیدنه د م.م د ۷۳ کلنۍ ناستې په څنډه تر سره شوې ده. …

نور... »

افغان کرکت ملي لوبډله له هند سره لوبه تر سره کوي

نن مازیګر ۴ بجې په دوبۍ لوبغالي کې د افغانستان ملي لوبډلې وروستۍ لوبه د هند له ملي لوبډلې سره تر سره کیږي. هندي لوبډلې په آسیا جام کې تر دې دمه هیڅ کومه ماتې نه ده خوړلې. دې لوبډلې پاکستان ته دوه ځله، بنګلدیش او هانګ کانګ لوبډلو یو- …

نور... »