عاجل خبرونه

Ariana News

طالبان باید د ټاکنو له لارې په واک کې دخیل شي- اشرف غني

ولسمشر غني وایي، که طالبان سوله غواړي، باید جګړه پای ته ورسوي او په ټاکنو کې شریک شي. د طالبانو او امریکایانو تر منځ له مخامخ خبرو داسې ښکاري، چې حکومت د مذاکراتو بېړنۍ پایلې ته خوشبین ندی. ولسمشر غني د مونیخ د ناستې په څنډه کې له بي بي …

نور... »

ټاکنیزو بنسټونو ته د غړیو د ورپېژندنې ۷ ورځنی بهیر پیل شو

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي؛ په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د غړیتوب لپاره د نوماندانو د معرفي کولو بهیر پیل شوی، چې اووه ورځې به روان وي. د ټاکنو قانون د تعدیل طرحه د ټاکنیز نظام د سمون لپاره مثبت ګام یادشوی، چې پر بنسټ یې د ټاکنیزو کمیسیونونو غړي او رییسان له …

نور... »

امنیتي چارواکو د شمال لویه لار پر ۴ امنیتي حوزو ووېشله

امنیتي چارواکو په بغلان ولایت کې د همغږۍ له مخې د شمال لویه لار د امنیت د ټینګښت لپاره پر څلورو حوزو وېشلې ده. د پلخمري ښار د دوه ناحیو، یو شمېر ولسوالیو او د لویې لارې په اوږدو کې د وسلوالو فعالیتونه له کلونو را پدیخوا د خلکو او …

نور... »

په سرپل او فاریاب کې ۶۱ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د هېواد په شمالي ولایتونو کې د هوایي او ځمکنیو ځواکونو پر بریدونو د دوه قومندانانو په ګډون ۳۰ طالبان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي. ۲۰۹ شاهین قول اردو څرګنده کړې، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ  …

نور... »

طالبانو په کندهار کې له ۲۰ ډېر سرحدي پولیس وژلي

د کندهار ولایت د شورابک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې طالبانو د سرحدي پولیسو پر یوه مرکز وسلوال برید کړی، چې په کې له ۲۰ ډېر سرتېري وژل شوي دي.    یوې سرچینې، چې نه غوښتل نوم یې یاد شي آریانا نیوز ته ویلي، چې دغه برید تېره شپه د …

نور... »

د افغانستان د راتلونکې ماموریت په اړه به متحدین ګډه پرېکړه وکړي- ستولتنبرګ

د ناتو منشي د بروکسل په غونډه کې د ناتو د دفاع وزیرانو له دوه ورځنیو خبرو له پای ته رسیدو وروسته د پنجشنبې پر ورځ د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې د افغانستان وضعیت اوس هم ستونزمن دی؛ خو د سولې روان بهیر هم ارزول کیږي. هغه …

نور... »

مسکو د م. م له تور نوملړه د طالبانو د ویستو غوښتنه کړې

په کابل کې د روسیې سفارت مرستیال وایي، مسکو طالبان د یوه سیاسي ځواک په توګه پېژني او غواړي، چې ملګري ملتونه دا ډله له خپل تور نوملړ وباسي. د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د مسکو ناسته وارزول شوه؛ خو په دې ناسته کې د سولې بهیر …

نور... »

امریکایي پلاوی او طالب استازي داځل په اسلام آباد کې خبرې کوي

ټاکل شوې، چې څلور ورځې وروسته( د سلواغې پر ۲۹ / د فبرورۍ پر ۱۸) امریکایي پلاوی له طالب استازیو سره په اسلام آباد کې د خبرو اترو بل پړاو پیل کړي. د سیمې هېوادونو لخوا له طالبانو څخه د کوربتوب په لړ کې دا ځل د فبرورۍ پر اتلسمه …

نور... »

که موقت حکومت سوله راپه برخه کوي، ملاتړ یې اړین دی- زاخېلوال

د پاکستان په اسلام آباد کې د افغانستان پخوانی سفیر او د مسکو د ناستې برخوال سیاستوال له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي؛ ولسمشر غني هڅه کوي، چې د مسکو ناسته د لویې مشورتي جرګې د رابللو تر چتر لاندې راولي.   ښاغلی زاخېلوال زیاتوي؛ که لویه مشورتي …

نور... »