ATN NEWS

پاكستان بايد طالبانو ته د امنو پټنځايونو له وركولو ډډه وكړي- مک گاورن

يو امريكايي قانونپوه وايي: د افغانستان جگړه پوځي حل لار نه لري؛ دا كار د يوې ډيپلوماټيكې لارې پرانستې ته اړتيا لري. نوموړى دغه راز ټينگار كوي، چې: پاكستان بايد وسله والو طالبانو ته د امنو پټنځايونو له وركولو ډډه وكړي. د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريالې نذيرې عظيم كريمي ته …

نور... »

مشرانو جرگې د حيدري وجودي ستاينه او نمانځنه وكړه

په مشرانو جرگه كې د افغا نستان مشهورعارف، شاعراو ليكوال عزيزالدين حيدري وجودي وستايل شو. د مشرانو جرگې غړي د ښاغلي وجودي كړنې  د ادبياتو او تصوف په برخه كې ارزښت ناكې وگنلې او د لوح تقدير د نامه په وركولو يې نوموړى وستايه. د مشرانو جرگې  مرستيال منشي عزيزالله …

نور... »

د بن د دوه يم كنفرانس په سلو كې ۲۵ برخه وال بايد ښځې وي- كوفي

د ولسي جرگې د ښځو، مدني ټولنې او بشري حقونو كميسيون  وايي: په دې مهم  كنفرانس كې د ښځو حضور بايد  نمونوي نه وي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د بن په دوه يم كنفرانس كې د ډېرو ښځو گډون د اهميت وړ گڼي او وايي: په دې كنفرانس …

نور... »

پاكستان دې د سولې په اړه عملي گامونه پورته كړي- موسى زى

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې: اوس هغه وخت رارسيدلى، چې پاكستان، د افغا نستان د ملي روغې جوړې په اړه عملي اقدامات تر سره كړي. د دغه وزارت په وينا: پاكستان كولي شي د افغا نستان او د وسله والو مخالفينو ترمنځ د مخامخ خبرو زمينه برابره …

نور... »

د غزني بزگران او بڼوال له وچكالۍ اندېښمن شوي

دوى وايي: سږكال يې د تېروكلونو په پرتله د اوبو د كموالي له لامله لږ حاصلات ترلاسه كړي دي. د غزني د كرنې رييس د دې ستونزې په منلو وايي: سږ كال له يوې خوا موسمي اورښتونه كم ول او له بلې خوا څو كاله وړاندې د بند سلطان د …

نور... »

د ليبيا پلازمېنه بيا ناټو بمبارد كړه

د ليبيا دولتي تلويزيون اعلام وكړ، چې: د جمعې ورځې په سهاريو ځل بيا ناټو پرطرابلس او زلتين ښارونو هوايي بريدونه كړي دي. په دې بريدونو كې ۳۳ تنه وژل شوي هم دي. د معمرالقذافي مخالفينو ويلي، چې په دې بريدونو كې د معمرالقذافي يو بل زوى خميس هم وژل …

نور... »

په جوزجان كې له وسله والو مخالفينو سره په نښته كې ۲۳ وسله وال وژل شوي

د جوزجان مرستيال والي وايي، چې: دا نښته په درزآب ولسوالۍ كې رامنځته شوې او ملكي خلكو ته په كې زيان نه دى رسيدلى. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. درزآب او قوش تپه د جوزجان دوې نا امنه ولسوالۍ دي چې په تازه نښته …

نور... »

په زابل كې پوليسو دوه ملکي وگړي وژلي او څلورټپیان دي

د زابل په مرکزقلات کی يو ستر لاريون هغه مهال تر سره شو، چې  پولیسو غوښتل د بهرنيانو په ملاتړ د درې وسله والو طالبانو مړي د پېژندنې په موخه له قبرونو راوباسي. د زابل امنیتي چارواکي وایي، چې: تېره ورځ بهرنیو ځواکونو د طالبانو د یوه سيمه يیز كوماندان …

نور... »

روسيه به د ۲۰۱۲ع کال تر پایه ۲۱( مى- ۱۷ ډوله) چورلكې افغانستان ته وسپاري

روسيه وايي: په پام کې ده، چې د روان عيسوي كال ترپايه افغانستان ته د ۲۱(مى- ۱۷ډوله)  چورلكو(څرخكيو) د وركولو لړۍ پيل او د ۲۰۱۲ ع کال ترپایه به ټولې هغه هليكوپتر افغانستان ته وركړي، چې روسيې يې له امريكا سره ژمنه كړې ده. روسي چارواكو ويلي، چې: دا د …

نور... »

د ننگرهار د بهسود ولسوالۍ د قاسم آباد په غېږ كې ملنگ جان مېنه جوړيږي

د ننگرهارد بهسودو ولسوالۍ سلگونه اوسېدونکيو د دغه ولايت ولايتي او ښاري چارواكو په غبرگون كې لاريون كړى. لاريون كوونكي ادعا كوي، چې دغو دولتي چارواكو په قاسم آباد ښارگوټي كې د دوى شخصي ځمكې نيولي او پرخلكو يې پلورلي. دوى له دولته غوښتنه وکړه، چې: په قاسم آباد ښارگوټي …

نور... »

په پاكستان كې د بندري ښاركراچۍ پر امنيت ساتنې ټينگار څرگند شو

د پاكستان د كورنيو چارو وزير وايي، چې: د پاكستان په بندري ښاركراچۍ كې  به د امن راوستو لپاره د ترهگرو په وړاندې له جدي چلند  كار واخلي؛ ځكه په كراچې كې د قومي او حزبي ورستيو تاوتريخوالو له كبله ۴۵ كسان وژل شوي دي. د پاكستان د كورنيو چارو …

نور... »

د مصرد پلازمېنې قاهرې په پوځي اكاډمۍ كې د حسنى مبارك محاكمه پيل شوه

د مصرد پخواني ولسمشر حسنى مبارك، د هغه د دوه زامنو، د مصرد كورنيو چارو د پخواني وزير او يوولس نورو يارانو محكمه د دغه هېواد د پلازمېنې قاهرې په يوه پوځي ودانۍ كې پيل شوه. د مصر پخوانى ولسمشر حسنى مبارك په دغه هېواد كې د ده د حكومت …

نور... »

په كندز كې د امريكا پر لگښت امنيتي ډلگيو ته د سرتېرو نيول پيل شول

په كندزكې د امنيتي گارډ( يا سي آى پي )  په نامه د نوې امنيتي ډلو لپاره د سرتېرو د جذبولو لړۍ پيل شوې ده. محلي چارواكي وايي، چې: دا ډلې به له پوليسو او محلي پوليسو بېله بڼه ولري، چې امريكايي ځواكونه به يې معاشونه او لگښتونه وركوي. د …

نور... »

تر ۲۰۱۳ع كال به۲۴۰۰۰۰ كسان حرفوي زده كړې وكړي-آمنه افضلي

د افغانستان د كاراو ټولنيزو چارو وزارت وايي: د حرفوي زده كړو پراختيا په كاري لوړيتوبونو كې ده. د كاراو ټولنيزو چارو وزيرې په كابل كې له دوه خصوصي موسسو سره د حرفوي زده كړو د تړون د لاسليك پرمهال وويل، چې: دغه وزارت په پام كې لري، چې تر۲۰۱۳ع …

نور... »

د افغانانو د حج ترسره كولو لگښت ۳۱۰۰ امريكايي ډالرو ته لوړشوى

د افغا نستان د حج او اوقافو وزارت وايي، چې: په ټول هېواد كې يې د حج پروسې ته د داوطلبو كسانو د  شاميلولو د پچې اچونې مراسم پيل كړي دي. د دغه وزارت چارواكي وايي، چې: د ۱۳۹۰ل كال لپاره په يوه داسې كړنلاره كاركوي، چې د افغان حاجيانو …

نور... »

په تخار كې د كورنيو ستونزو پرلامل د وه ښځو ځانوژنه كړې

د تخار د ښځو چارو رياست وايي، چې: دې ښځو د كورني تا و تريخوالي او خاوند څخه د ليرې والي پر لامل ځان وژنه كړې او آمو سين وړي دي. د تخارد ښځو چارو رپوټ وايي، چې: په روان كال كې د جنسي تېري، له كوره د تېښتې ، …

نور... »