ATN NEWS

د بغلان د نهرين ولسوالۍ جنايي مدير پرجنسي تېري تورن شو

يوه څوارلس كلنه نجلۍ ادعا كوي، چې: د بغلان د نهرين ولسوالۍ جنايي مدير پرې جنسي تېرى كړى دى. ويل كيږي، چې له ده وړاندې پردې نجلۍ د خپل عمه د زوى لخوا هم جنسي تېرى شوى و. د نهرين ولسوال عبدالفتاح هاتف هم مني، چې د نهرين جنايي مديرڅارنوال …

نور... »

د هلمند په مارجه كې سلگونه ميليون دالربيځايه لگول شوي

د مارجې ولسوالۍ اوسيدونكي او چارواكي وايي، چې: په دې ولسوالى كې پر پرمختيايي پروژو پيسې بيځايه لگول شوې دي. دوى سربېره پردې زياتوي، چې پلې شوې زياتره پروژې بې كيفيته دي او دولت دې د بيځايه پيسو د لگولو مخه ونيسي. د مارجې ولسوال محمد فهيم موسى زى او …

نور... »

د افغان دولت د سولې وړانديزونه تل په ډله ييزو ځانمرگو بريدونو ځواب شوى دى

يو شمېر سياستوال او د ولسي جرگې يو شمېر غړي وايي: هغه كسان، چې سوله نه غواړي بايد افغان دولت يې په وړاندې جگړه وكړي. د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وسلوالو مخالفينو ته خبردارى وركوي، چې كه د سولې بهير ونه مني؛ نو له منځه به يې يوسي. …

نور... »

د تورخم له لارې هره ورځ ميليونونه دالرغيرقانوني پاكستان ته وړل كيږي

د ننگرهارگمرك چارواكي وايي: په تورخم په بندركې د څارنې د پرمختلليو وسايلو د نشتوالي له كبله هره ورځ ميليونونه دالر غيرقانوني پاكستان ته وړل كيږي، چې دا كار نه يوازې اقتصادي سرخوږي زېږوي، بلكې په سرحدي سيمو كې پاكستانيو كلدارو ته د چلند زمينه هم برابروي. ويل كيږي، چې …

نور... »

د امريكا په مالي لگښت د كابل ښار د حضرتانو جومات بيارغونه بشپړه شوه

د اطلاعاتو او فرهنگ وزير وايي، چې: د كابل ښارد لومړۍ ناحيې په اړوند سيمه كې د حضرتانو جامع جومات د اتلسمې ميلادي پېړۍ له وروستيو كلونو سره تړاو لري، چې په وروستيو جگړو كې ورته ډېر زيان رسيدلى و. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين …

نور... »

ولسي جرگې د ۱۳۹۲ كال بودجه د دوهم ځل لپاره رد كړه

د ولسي جرگې يو شمېر غړي وايي، حكومت په دې بودجه او په ځانگړي توگه د ولسمشرۍ د بودجې په برخه كې لازم بدلونو نه دې راوستى. د ۱۳۹۲ كال د بودجې په طرحه كې د ولسمشرۍ لپاره له ۸۰ مليون ډالره ډېرې پېسې ځانگړې شوې، چې د ولسي جرگې …

نور... »

مشرانو جرگې په دوحه كې د سولي دفتر د جورېدو هركلى كړى دى

د افغانستان مشرانو جرگه په دوحه كې وسله والو طالبانو ته د دفتر د خلاصولو په باب د قطر حكومت له چمتوالي هركلى كړى دى. د افغانستان د ملي امنيت شورا د روانې لمريزې مياشتي په پېل كې له وسله والو طالبانو سره په قطر كې د خبرو د پېل …

نور... »

د چهارشنبې ورځۍ په ځانمرگي بريد كې د ځانمرگو په گډون اووه تنه ووژل شول

د چهارشنبې په ورځ د كابل ښار له گڼې گوڼې ډكې سيمې شهر نو ته څېرمه د ملي امنيت رياست غربي دروازې مخې ته ځانمرگي بريد وشو. د كابل د امنيي قومندان محمد ايوب سالنگې وايي: ځانمرگو بريد كوونكو د دوه ټونس ډوله موترو په مټ، چې په انفجاري توكو …

نور... »

د ناټو غړي هېوادونه په بروكسل كې د افغانستان د حالاتو په باب غونډه كوي

ټاكل شوې، چې د پنجشنبې په ورځ په بروكسل كې د ناټو د دفاع وزيران د افغانستان د حالاتو په باب غونډه وكړي. په داسې حال كې، چې په افغانستان كې د ناټو ماموريت دوولسم كال ته ورننوځي، دغه سازمان تر دوه زره څوارلسم كال پورې له افغانستان څخه د …

نور... »

په كابل كې د ملي امنيت رياست پر ودانۍ ځانمرگى بريد وشو

نن غرمه ۱۲ بجې او ۱۰ دقيقې د يوې چاودنې غږ او ور پسې د سپکو وسلو د ډزو غږونه واوريدل شول. امنیتي ځواکونه د پېښې په ځای كې وايي، چې: بريدكوونكي پېنځه تنه ول، چې يوه يې شاوخوا دولس بجې د ملي امنيت په دروازه كې ځانمرگى بريد كړى …

نور... »

د سولې خبرې او اساسي قانون ته درناوى د امريكا ليدلورى دى

په كابل كې د امريكا سفير له آريانا راديو – تلويزيون سره د خبرو پرمهال د ښځو حقونو ته په پاملرنه ټينگار وكړ،  چې له ۲۰۱۴ م كال وروسته به له افغان ځواكونو سره د امريكايي سرتېرو ماموريت ملاتړى، روزنيز او مشورتي بڼه ولري. په كابل كې د امريكا سفير …

نور... »

په اندراگاندي روغتون كې بيات بنياد د څارڅانگې د بيا جوړولو چارې پرانستې

د بيات بنياد بنسټوال او لوى مشرسناتور انجنير احسان الله بيات او فاطمه ليا بيات په كابل كې د اندراگاندي روغتون د څار څانگې د بيا جوړولو چارې پرانستې. د دغې څارڅانگې د پرانستې پرمهال فاطمې ليا بيات په ډاگه كړه ، چې: دا برخه به ۱۲ بستره ولري، چې …

نور... »