عاجل خبرونه

ATN NEWS

په خصوصي موسساتو كې د فيس لوړوالي يو شمېر زده كوونكي له زده كړو بې برخې كړي

هغه شمېر زده كوونكي، چې  په خصوصي موسساتو كې د لوړ فيس وركولو وس نه لري؛ له لوړو زده كړو بې برخې كيږي. دغه راز هغه شمېر زده كوونكي، چې په دغو موسساتو كې په زده كړو اخته دي پر لوړ فيس سربېره په دې بنسټونو كې د زده كړو …

نور... »

د فوتبال په نړيوالو ساحلي سياليو كې افغان ملي لوبډله گډون كوي

په قطر كې د فوتبال مقدماتي نړيوالې ساحلى سيالۍ، چې دوه ورځې وروسته پيليږي د افغانستان په گډون به په كې د آسيايي هېوادونو ۱۶ لوبډلې برخه واخلي. د افغانستان د ساحلي فوتبال ملي لوبډله وايي: د ۲۰۱۳م كال د ساحالي فوتبال په نړيوالو سياليو كې گډون ته پوره چمتووالى …

نور... »

ماليي وزارت د درېيم ځل لپاره د ۱۳۹۲ كال د ملي بودجې طرح ولسي جرگې ته لېږلې ده

ولسي جرگه به د يكشنبې په ورځ د ۱۳۹۲ ل كال د بودجې په اړه په خپله فوق العاده غونډه كې بحث وكړي. د ولسي جرگې رئيس وايي، چې د ماليې وزارت د ۱۳۹۲ ل كال بودجه، چې ولسي جرگې دوه ځلې رد كړى په لږ بدلون سره ولسي جرگې …

نور... »

پاكستان غواړي، چې ټول طالب بندیان خوشی کړی

د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وايي، چې دوى پر دې موضوع كار كوي، چې په پاكستان كې ټول بندي افغان طالبان څنگه آزادولاى شي. د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جليل جيلاني وايي: مونږ په بند كې د پاتې طالب زندانيانو د خوشې كولو پر همغږۍ بوخت …

نور... »

د افغانستان په يو شمېر سيمو كې د بدوي ژوند بېلگې لا پرځاى پاته دي

باميان د افغانستان هغه سيمه ده، چې هلته اوس هم گڼې كورنۍ د غرونو لمنو كې په طبعي مغارو كې اوسېږي. په داسې حال كې، چې انسان په نورو ستورو كې د ژوند كولو پر آسانتياوو فكر كوي، خو د افغانستان په باميان ولايت كې لاهم گڼې كورنۍ په مغارو …

نور... »

په ارگ كې افغان ولسمشرحامد كرزي له امريكايي سناتورانو سره وليدل

افغان ولسمشرحامد كرزي له شمېر امريكايي سناتورانو سره په ليدنه كې پر شويو ژمنو ټينگار وكړ. افغان ولسمشر حامد كرزي د پنجشنبې په شپه(د مرغومي۲۸) په ارگ كې له يو شمېر امريكايي سناتورانو سره ليدلي دي. د ارگ د خبرپاڼې له مخې په دغه غونډه كې د امريكا د دموكرات …

نور... »

په بدخشان كې بنديان په غيرمعياري محبس كې ساتل كيږي

په بدخشان ولايت كې بنديان او چار واكي له ستونزو سره مخ دي او د محبس لپاره د نوې ودانۍ د ژر جوړيدو غوښتنه كوي. بلخوا ښځينه بنديانو خپلو دوسيو ته د چارواكو د پام راگرزولو غوښتنه كړې ده. د بدخشان د محبس لوى مدير دولت محمد عطايي وايي: په …

نور... »

د هېواد په شمال كې د پوليسو پرغير ضروري رنجر موټرو محدوديتونه لگول كيږي

د پوليسو د ۳۰۳ پامير زون وياند لعل احمد احمدزى وايي: په ښارونو كې د پوليسو د موټرو د تگ راتگ د كموالو او له لگښتونو څخه د مخنيوي لپاره مو پرغير ضروري رنجر موټرو د بنديز پرېكړه كړې ده. دغه راز ټاكل شوې، چې په دې پروگرام كې له …

نور... »

په غزني كې چارواكو د زعفرانو له كرلو خبر وركړ

د غزني د كرنې چارواكي وايي: په غزني كې د لومړي ځل لپاره زعفران كرل شوي، چې ښه پايله يې وركړې ده. د غزني د كرنې رييس زياتوي: د كروندگرو د غوښتنو پر بنسټ تر اوسه د زعفرانو څلوراعشاريه پېنځه ټنه تخم وېشل شوى دى. د غزني د كرنې او …

نور... »

د مشعل بيات عالي ليسي فارغانو ته بريليكو نه ووېشل شول

د مشعل بيات دعالي ليسي لومړۍ دورې فارغانو ته د پوهنې وزارت او بيات بنياد د مسوولينو  له خوا  بريليكو نه ووېشل شول. د مشعل بيات عالي ليسه د بيات بنياد له خوا د سري مياشي د مرستون ماشومانو ته جوړه شوې ، چې په كي خپلي زده كړې تر …

نور... »