ATN NEWS

د افغانستان په چارو كې د پاكستان د استخباراتو لاس وهنه د نا امنيو اصلي لامل دى

جهادي رهبر او د افغانستان د ستونزو د هوارولو د كميسيون رئيس حضرت صبغت الله مجددي د دغه مطلب په څرگندولو سره وايي، پاكستان غوښتل افغانستان خپل غلام هېواد كړي، خو اوس چې دغې موخې ته نه دى رسېدلى نو غواړي افغانستان ويجاړ كړي. نوموړي چې د سې شنبې په …

نور... »

مېرمن سايره شكيب د آزادو سياليو له لارې د ولسوالې په توگه وگمارل شوه

سايره شكيب، چې په هېواد كې لومړې ښځينه ولسواله بلل كېږي د جوزجان ولايت د خواجه دو كوه ولسوالۍ د ولسوالې په توگه وگمارل شوه. د جوزجان ولايت په خواجه دو كوه ولسوالۍ كې د هېواد په كچه په لومومړي ځل يوې ښځې د ولسوالې په توگه دنده پېل كړه. …

نور... »

د غزني سيمه ييز چاراوكي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په قضيو كې لاس لري

د غزني د ولايتي شورا ځينې غړي او د مدني ټولنو استازي د غزني سيمه ييز چاراوكي او په ملي شورا كې د دې ولايت يو شمېر استازي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په قضيو كې په لاس لرلو تورنوي. د غزني د ولايتي شورا ځينو غړو او د …

نور... »

په فارياب ولايت كې د ماين او انتحاري واسكتونو جوړوونكى ونيول شو

د فارياب پوليسو يو داسې ځوان نيولى، چې ماينونه او ځانمرگي واسكتونه يې جوړول. د فارياب امنيه كوماندان جنرال نبی جان ملا خېل وايي: دغه ځوان، چې ويل كيږي اتلس كلن دى؛ د ماين او وسكت جوړولو زده كړې يې په پاكستان كې كړي  او افغانستان ته د ښوونكي په …

نور... »

د كورنيو توليداتو د ملاتړ په اړه د ولسمشر ژمنه پلې شوې نه ده

د افغانستان د صنايعو ټولنه وايي، چې: افغان ولسمشر حامد كرزي څلور مياشتې وړاندې ماليې وزارت ته د سل ميليون دالرو په ارزښت د كورنيو صنايعو د ملاتړ په موخه د  بانك جوړولو سپارښتنه كړې وه، خو تر اوسه په دې برخه كې هيڅ پرمختگ نه دى شوى. د ماليې …

نور... »

كابل ښار ته د ډله ييزو ځانمرگو ننوتو بېلابېلې اندېښنې راپارولي

يو شمېر كسان اندېښمن شوي، چې څه ډول يوه ډله ځانمرگي بريدگر كولى شي، چې له ځان سره سپكې او درندې وسلې ښار ته راد ننه كړي. د ولسي جرگې دفاعي جرگه گۍ رييس د پرونۍ سهارنۍ پېښې په اړه وايي، چې په دې بريد كې د پاكستان استخباراتي كړۍ …

نور... »

افغانستان كې له زندانيانو سره ناوړه چلند كېږي

ملگري ملتونه د افغانستان په زندانونو كې له زندانيانو سره د ناوړه چلند او شكنجې خبر وركوي. د ملگرو ملتونو په تازه رپوټ كې ويل شوي، چې د پوليسو په زندانونو كې له زندانيانو سره د ناوړه چلند پېښې له پنځه ديرشو څخه دري څلوېښت فيصدو ته لوړې شوې دي. …

نور... »

د ترافيكو پر ودانۍ ځانمرگي بريد كې درې ترافيك پوليس ووژل شول

د دوشنبې په سهار يوې پنځه كسيزې وسله والې ډلې، چې په ځانمرگو واسكټونو، سپكو او درنو وسلو سمپال وو، په كابل كې د ترافيكو د رياست پر ودانۍ بريد وكړ. د دوشنبې په ورځ سهار( د سلواغې دوهمه ) يوه ډله ځانمرگي بريد كوونكي د كابل د ترافيكو پر …

نور... »

په كندز كې يوې ځوانې ښځې د زهرو په څښلو ځان وژلى دى

په كندز ولايت كې د ښځو چارو رياست مسئولين د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښتو د ډېرېدو له امله اندېښنه څرگندوي او وايي، چې روان كال د نهه مياشتو په لړ كې د كورني تاوريخوالي له امله پنځلس ښځو خپل ژوند له لاسه وركړى دى. د دشت ارچي ولسوالۍ …

نور... »

د ملي شورا دوه يم كاري كال له يو لړستونزو او برياوو سره پاى ته ورسيد

ملي شورا په دغه دوه كلونو كې ۸۸ قانونه ، هوكړې او نړيوال ميثاقونه تائيد او تصويب كړي دي. له همدې سره دغه بنست په تېر يو كال كې شاوخوا ۳۰۹ دولتي چارواكي د ځواب ويلو لپاره ورغوښتي دي. د ملي شورا د دواړو جرگو مشران د دې له كبله …

نور... »

په ننگرهارکې د ملي پیوستون پروگرام اتيا سلنه پيسې جبونو ته تللي

د ننگرهار استوگن او ځينې چارواکي وايي: دا یوازې د ننگرهار ولايت د خوږیاڼو ولسوالۍ نه ده، بلكې  په نورو ولسواليو كې هم د ناسم مدیریت او اداري فساد له كبله د ملي پیوستون پروگرام پلى شوى نه دى او په ځينو سيمو كې يې د خلكو ترمنځ شخړې را …

نور... »

د ۱۳۹۲ كال د ملي بودجې طرحه له كوم ځانگړي بدلون پرته تصويب شوه

ولسي جرگې د رايو په اكثريت سره د ۱۳۹۲لمريز كال د بودجې طرحه تصويب كړه. وړاندې له دې د راتلونكي لمريز كال د بودجې طرحه د نا انډول توب، ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ځانگړو شويو پېسو او ځينو نورو ستونزو له كبله دوه ځله رد شوې وه. ولسي جرگې د …

نور... »

د كانكور د وروستۍ حوزې آزموينه كابل كې پيل شوه

د لوړو زده كړو وزارت مسئولين وايي، چې دوى به راتلونكي كال كې تر شا او خوا اتيا زره كسان لوړو او نيمه لوړو تحصيلي موسسو ته جذب كړي. د لوړو زده كړو وزارت مسئولين زياتوي، چې په بهر كې د زده كړو لپاره د كلنيو بورسونو شمېره هم له …

نور... »

د تصديو د خصوصي كولو طرحه د تصويب لپاره ملي شورا ته استول شوې ده

د ماليې وزارت وايې، د دولتي تصديو په ځانگړې توگه د نفتي توكو د تصدۍ د خصوصي كولو طرحه د دې وزارت له لوري بشپړه شوې او د تصويب لپاره ولسي جرگې ته استول شوې ده. د ماليې وزارت له اوو كلونو را په دېخوا ډېرې حكومتي تصدۍ، چې وېل …

نور... »