عاجل خبرونه

ATN NEWS

د ترهگرو د وروستۍ ځالې تر له منځه وړلو به پاتې يو- پنيتا

د امريكا  دفاع وزير وايي: ترهغه پورې به له افغانستان څخه ونه وځو، چې د ترهگرو وروستۍ ځالې يې له منځه نه وي وړې. ليون پنيتا، چې په كابل كې يې له ولسمشر حامد كرزي سره په يوه گډ خبري كنفرانس كې خبرې كولې وويل، چې: موخه مو په افغانستان …

نور... »

په بغلان كې امنيتي پوليسو د نشه يي توكو د قاچاق وړونكيو مخه ډپ كړې

د بغلان امنيتي چارواكي وايي، چې: د نشه يې توكو قاچاق وړونكي خپلو موخو ته د رسيدو لپاره له خپلو ورستيو تكيتكونو كار اخستى؛ خو له نشه يې توكو سره د مبارزې پوليسو هغه وړتياوې پيدا كړي، چې قاچاق وړونكي خپلو موخو ته له رسيدو وړاندې ونيول شي. د بغلان …

نور... »

د قلعلۀ زال ولسوالۍ خلكو د بيارغونې لپاره د كار غوښتنه وكړه

د كندوز ولايت د قلعه زال ولسوالۍ لسگونه تنو اوسيدونكيو د ناامنيو د دوام او د بيارغونې د كارنونو د نه ترسره كيدو له كبله اعتراض وكړ. دوى په دې ولسوالۍ كې د سيمه ييزو پوليسو د ځاى په ځاى كيدو غوښتنه كوي. سيمه ييز چارواكي وايي، چې: په دنده  …

نور... »

په افغانستان كې نه يوازې نارينه، بلكې ښځې هم له ټوپك سره ژوند تېروي

په كورنيو او نړيوالو رسنيو كې ډېر كله د نارينه جگړه مارو يادونه كيږي، خو په افغانستان كې نه يوازې نارينه، بلكې ښځې هم شته، چې له كلونو راپديخوا له ټوپك سره ژوند تېروي. په بغلان كې كفتره  د هغې ښځې نوم دى، چې د پخواني شوروي اتحاد له يرغل …

نور... »

غزنى د تاريخي آثارو د ساتنې موزيم نه لري

غزنى د اسلامي هېوادونود تمدن اوفرهنگ مركزنومول كيږي، خو د تاريخي آثارو د ساتنې موزيم نه لري. اوس له همدې كبله له لس زره ډېر لرغوني آثار په ملي موزيم كې ساتل كيږي. كه دا اثار غزني ته ونه ليږدول شي؛ نو په ۲۰۱۳م كال كې به دا لرغونې شتمني، …

نور... »

د ترهگرۍ په وړاندې عملي اقدام د افغانستان او پاكستان په گټه دى

افغان ولسمشرد تركيې په انقره كې د افغانستان، پاكستان او تركيې په درې اړخيزه ناسته كې هيله من شوى، چې: د ترهگرۍ په وړاندې به له پاكستان سره د گډې مبارزې عملي پايلې تر لاسه كړو. د پاكستان ولسمشر وايي: اسلام آباد په وضعه پوهيږي او هڅه كوي، چې له …

نور... »

په كابل كې د امريكا دفاع وزير د امريكا د حضور په اړه خبرې كوي

د امريكا دفاع وزير وايي، چې: كابل ته مې د سفر موخه له نږدې څخه د دغه هېواد د وضيعت څېړل او له افغان چارواكو سره له ۲۰۱۴ ز.كال وروسته په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو د شمېر په اړه بحث كول دي. له ۲۰۱۴ز. كال وروسته د افغانستان د …

نور... »

د كندهار هوايي ډگر مخې ته په يو ځانمرگي بريد كې۲۴ كسانو ته مرگ و ژوبله اوښتې

د پنجشنبې په ماښام د كندهار هوايي ډگر مخې ته يوه ځانمرگي د ناتو ځواكونو پركاروان بريد وكړ. د كندهار ولايت امنيه  كوماندانۍ وياند غورزنگ وايي: بريد كوونكى د خپل صرف موټر پر مټ د ناتو پر كاروان چاودنه رامنځته كړې ده. د نوموړي په وينا: په دې پېښه كې …

نور... »

په انقره كې د افغانستان پر حالاتو خبرې وشوې

د تركيې په انقره كې د افغانستان او تركيې ولسمشرانو په گډه ناسته كې د افغانستان پر حالاتو خبرې كړي دي. د تروريزم  په وړاندې مبارزه، له طالبانو سره د سولې په بهير كې د پاكستان همكاري او د سيمې په ثبات كې د تركيې ډاډمنه مرسته د تركيې له …

نور... »

د كابل ښار په نهمه ناحيه كې د ميرافضل واټ جوړولو چارې پيل شوې

كابل ښاروالۍ د ښار د نهمې ناحيې په مكروريان سيمه كې د ميرافضل واټ جوړولو چارې پيل كړې. كابل ښاروال محمد يونس نواندېش وايي: د دې سړك په پخولو به څلورسوه زره ډالر ولگيږي، چې له سل زره دالرو ډېرې پيسې يې د سيمې خلك وركوي. دا كار به په …

نور... »

پانگه والو ته د ځمكو د ترلاسه كولو اسا نتياوي رامنځته شوي

د كرنې او مالدارۍ وزير وايي، چې: وروسته له دې به هغه پانگه وال، چي غواړي په هېواد كي پانگونه وكړي؛ د اړتيا وړځمكه به د ايسا ادارې په مرسته له دغه وزارت څخه ترلاسه كوي. نوموړي وايي: د هېواد په اته ويشت ولايتونو كي د غصب شويو ځمكو سروي …

نور... »

د امريكا د دفاع وزير په يو ناڅاپې سفر كابل ته راغلى

ويل كېږي، چې د امريكا د دفاع وزير د ناڅاپي سفر هدف دا دى تر څو په افغانستان كې وروسته له ۲۰۱۴ ميلادي كال څخه د امريكايي پوځيانو د پاته كېدو د شمير په هكله له ځينو افغان چارواكو سره خبرې وكړي. وروسته له ۲۰۱۴ م كال څخه د افغانستان …

نور... »

په افغانستان كې پر نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملنې وړتياوې زياتې شوې دي

د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې وزير وايې، د تېر كال په پرتله سږ كال پر نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملنې ظرفيت دوه برابره زيات شوى دى. په همدې حال كې د عامې روغتيا وزارت وايې، په روان كال كې د روږدو كسانو د درملنې …

نور... »