عاجل خبرونه

ATN NEWS

د ملي اردو د سرتېرو له خوا د يوه طالب جسد ته سپكاوى وغندل شو

د افغانستان ملي دفاع وزارت د ملي اردو د سرتېرو له خوا د وسلوالو طالبانو د يو تن وژل شوي جسد ته د سپكاوي كلكه غندنه وكړه. دغه وزارت وايي، چې: سيمې ته يې د استول شوي پلاوي د څېړنو له بشپړيدو وروسته په دغه تور د ۲۰۳ تندر قول …

نور... »

رڼو ټاكنو ته بايد عملي لارښود جوړ شي- فيفا

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو بنسټ يا فيفا وايي، چې: د ټاكنو كميسيون بايد د شفافو ټاكنو د تر سره كيدو په موخه عملي لارښود جوړ كړي. د يو شمېركسانو له خوا د رايو د صندوقونو ډكول، د رايو غير مصون انتقال او د رايو په شمېرلو كې …

نور... »

په هېواد كې د حضرت محمد(ص) له پيروۍ پرته سوله او ثبات ناشونى دى

د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد(ص ) د لارښوونو له پيروۍ پرته په هېواد كې د تلپاتې سولې راتلل ناشوني دي. د افغانستان په جوماتونو كې يو شمېر ترهگريز بريدونه د دې لامل شوي، چې گڼ شمېر خلك په جوماتونو كې هم ځان خوندي احساس نه كړي؛ نو له …

نور... »

د افغانستان د كليو د پراختيا پروگرام ۲۴۶ميليون ډالرو ته اړتيا لري

د كليو د جوړولو او پراختيا وزارت وايي: د افغانستان د كليو د پراختيا پروگرام ۲۴۶ميليون ډالرو ته اړتيا لري، چې په ټول هېواد كې په لازمه توگه عملي شي. نوموړى وايي: په تېرو لس كلونو كې د دې پروگرام دوه يم سترتمويل كوونكي په خپله د افغانستان خلك ول. …

نور... »

تخار د كرنې رياست د ځنگلونو پر پري كولو اندېښنه ښيي

ارزونې ښيي، چې په روان كال كې د تخار ولايت د يوشمېر سيمو د ځنگلونو د پرې كولو كچه لوړه شوې ده. په تېرو څو كلونو كې د هېواد په ختيځو ولايتونو كې د ځنگلونو پرې كول يوه جدي ستونزه وه؛  خو اوس اوس د تخار د كرنې رياست هم …

نور... »

د ۱۳۹۳ ل كال د ولسمشرۍ په ټاكنو كې الكترونيكي تذكرې هم د باور وړ دي

د ټاكنو د خپلواك كميسيون دارلانشا لدې تذكرو څخه استفاده د راى وركولو حق په ترلاسه كولو كې  د خلكو لپاره يوه آسانتيا گڼي او وايي، د ټاكنو خپلواك كميسيون په پام كې لري، چې  د راى وركوونكو نوې نوم ليكنه، چې له پنځلس تر شل مليون ډالرو پورې لگښت …

نور... »

د سولې په ټينگښت كې د ځوانانو رول مهم دى

د سولې عالي شورا د سولې په ټينگښت كې د ځوانانو رول مهم گڼي او وايې، تر څو، چې ځوانان د سولې له پروسې سره همكار نه شي، د سولې ټينگښت ناشونى دى. د سولې د عالي شورا د بهرنيو اړيكو سلاكار محمد اسماعيل قاسم يار په هېواد كې د …

نور... »

د تمثيلي محكمې په نړيوالو سياليو كې به د هرات پوهنتون پنځه محصلان گډون وكړي

دا سيالۍ، چې په امريكا كې جوړېدونكې دي، د نړۍ د څه باندې سلو هېوادونو د حقوقو د ځانگې محصلان به په كې گډون وكړي. ټاكل شوې د هرات پوهنتون د حقوقو پوهنځي پنځه محصلان د تمثيلي محكمې په نړيوالو سياليو كې، چې په امريكا كې جوړېدونكې دي، گډون وكړي. …

نور... »

په رابعه بلخي روغتون كې د بيات بنياد مسوولينو ناروغانو ته نغدي مرستي ووېشلې

د بيات بنياد مشرې ميرمن فاطمه ليا بيات د رابعه بلخي روغتون له ناروغانو څخه ليد نه وكړه او پر بستر ناروغانو يې نغدي مرستي وويشلې. د عامې روغتيا وزارت مسوولينو د بيات بنياد له دې مرستو مننه وكړه او د دې لړۍ پر د وام يې ټينگا ر وكړ. …

نور... »

د كابل په بازارونو كې اوس هم يو كيلو اوبلن گاز په ۶۵ افغانيو پلورل كيږي

ځينې كابل ښاريان وايي: كه څه هم د سوداگرۍ وزارت د يو كيلو گاز بيه ۵۵ افغانۍ ټاكلې، خو د كابل په بازارونو كې اوس هم يو كيلو اوبلن گاز په ۶۵ افغانيو پلورل كيږي. دوى له حكومت څخه غواړي، چې د گازو بيه تر جدي څارنې لاندې ونيسي. د …

نور... »

افغانستان د بايسكل ځغلوونې په آسيايي سياليو كې گډون كوي

د هېواد د بايسكل ځغلوونې فدراسيون په آسيايي سياليو كې د گډون له پوره چمتووالي خبر وركوي. د بايسكل ځغلوونې رييس وايي: ټاكل شوې ده، چې پدې سياليو كې به د افغانستان په استازيتوب پېنځه لوبغاړي له خپلو بايسكلونو سره هند ته ولاړ شي او د آسيا له ۴۲ هېوادونو …

نور... »