عاجل خبرونه

ATN NEWS

د كندهار ښار په ۹ ناحيه كې درې سرتېرو ته مرگ و ژوبله اوښتې

په كندهارښار كې نن  د ماين په چاودنه كې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي دى. د كندهار چارواكي وايي: چاودنه نن سهار لس نيمې بجې د ښار په نهمه ناحيه كې رامنځته شوې ده. د كندهار د نهمې امنيتي حوزې آمر فريدالله وايي: د …

نور... »

له اساسي قانون څخه سرغړونه به خلك له تدريجي مرگ سره مخ كړي

د ولسمشر دوه يم مرستيال د ځينو زورلرونكيو او دولتي چارواكو له خوا له قانون څخه د سرغړونو په اړه اندېښنه څرگنده كړه. د ولسي جرگې منشي وايي: د قانون نه تطبيق د خلكو استازي د قوانينو له تصويب څخه ستړي او ناهيلي كړي دي. د ولسمشر دوه يم مرستيال …

نور... »

په فراه كې د ښاروالۍ پنځوس جريبه ځمكه دغاصبينو له منگولو خلاصه شوه

د فراه ښاروال وايي: د ځمكو غاصبينو په وروستيو كلونو كې د ښاروالۍ  سلگونه جريبه ځمكه نيولې، خو د دې ځمكو د بېرته خپلولو په موخه مو گړندۍ هڅې پيل كړي دي. د هېواد د نورو سيمو په څېر په فراه ولايت كې هم د زور واكانو لخوا د دولتي …

نور... »

د بيات بنياد د ژمنيو مرستو لړۍ د پنجشېرولايت رخې ولسوالۍ ته ورسيده

د پنجشېر ولايت رخې ولسوالۍ اړو كورنيو ته د بيات بنياد ژمنۍ مرستې، چې غذايي مواد او جامې په كې دي؛ د دې بنياد د مرستيال او د ټاكنو د خپلواك كميسيون د رييس له خوا ووېشل شوې. د بيات بنياد په دې مرستو كې خوراكي توكي، كمپلې، گرمې جامې …

نور... »

د ځوانانو او پوليسو ترمنځ د واليبال سياليو دولسم پړاوتر سره شو

د ځوانانو او پوليسو ترمنځ د واليبال سياليو دولسم پړاو د كورنيو چارو وزارت د قرارگاه لوبډلې په اتلولۍ پايته ورسيد. د دې سياليو په وروستي پړاو كې د سه شنبې په ورځ(د مرغومي۱۷) د كورنيو چارو وزارت د قرارگاه لوبډله د ۲۰۲ شمشاد زون له لوبډلې سره مخ شوې، …

نور... »

مشرانو جرگې د بغلان ولايت د دوو پخوانيو دولتي چارواكو د ډاگيزې محاكمې غوښتنه وكړه

مشرانو جرگې د بغلان ولايت د دوو پخوانيو دولتي چارواكو، چې د ملي اردو د درېيو افسرانو په وژلو تورن دي، د ډاگيزې محاكمې غوښتنه وكړه. شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې د ملي اردو درې افسران د بغلان ولايت په مركزي بغلان ولسوالۍ كې په يوه وسله وال بريد كې …

نور... »

له امريكايي چارواكو سره په امنيتي تړون كې به د افغانستان گټې روښانه او په ډاگه شي

افغان ولسمشر حامد كرزى وايي، چې كه امريكا د افغانستان ملي حاكميت ته احترام وكړي، له دغه هېواد سره په امنيتي تړون كې به د امريكا گټې په پام كې ونيول شي. افغان ولسمشر حامد كرزي په ارگ كې د شنبې په ورځ ( د مرغومي ۱۶ ) د امريكا …

نور... »

په امنيتي ارگانونو كې د ښځو ونډه كمه ده

د ښځو مدافع ټولنې وايي، چې د افغانستان په امنيتي ارگانونو كې د ښځو وڼده كمه ده او په كار ده، چې په دغو ارگانونو كې د ښځو رول زيات شي. د اداري فساد سره د مبارزې په برخه كې د ښځو ائتلاف رئيسې آمنې افضلي د كورنيو چارو او …

نور... »

د كندهار ولايت په سپين بولدك كې دوه ځانمرگو ۲۱ تنو ته مرگ و ژوبله واړوله

سرحدي چارواكي وايي: نن غرمه مهال د كندهار ولايت په سپين بولدك كې د دوه ځانمرگو چاودنو له كبله شپږ تنه ووژل شول او پېنځلس نور ټپيان دي. د سيمې د عامه روغتون چارواكو هم د مرگ و ژوبلې وړاندې شوې شمېره منلې ده. د چارواكو په وينا: بريد كوونكي …

نور... »

په كابل كې زورواكانو د استوگنې غيرقانوني ښارگوټي جوړ كړي

د كرنې وزارت او كابل ښاروالۍ چارواكي وايي: په تېرو لس كلونو كې د زورواكانو له خوا د استوگنې غير قانوني  ښارگوټي جوړ شوي ، چې له دې وروسته به د كرنې وزارت له اجازې پرته په ښار كې هيچاته د ودانيو د جوړولو جواز نه وركول كيږي. د كرنې …

نور... »

د كرنې وزارت مسئوليت لري، چې په كرنيزو ځمكو كې د ودانيو د جوړولو مخه ونيسي

په تېرو لسو كلونو كې په كابل ښار كې د زورواكانو له خوا په غېر قانوني توگه د استوگنې ښارگوټي جوړ شوي دي. د كرنې وزارت او كابل ښاروالۍ چارواكي وايي، تر دې وروسته د كرنې وزارت له اجازې پرته په ښار كې هېچاته د ودانۍ د جوړولو جواز نه …

نور... »

د حقوق پوهانو ټولنه: ولسمشر او د هغه مرستيالانو له اساسي قانون څخه سرغړونې كړې دي

له ولسمشره نيولې په افغانستان كې تر ميشتو نړيوالو ځواکونو پورې  ټول له اساسي قانون څخه سرغړونې كوي. د ملي دفاع وزارت د شنبې په ورځ ( د مرغومي ۱۶ ) په كابل كې د اساسي قانون د اوونۍ په مناسبت غونډه جوړه كړې وه. د اساسي قانون د تطبيق …

نور... »

د مسئوليتونو د لېږد پروسه بريالۍ پرمخ روانه ده

د ملي دفاع او كورنيو چارو وزيران وايي، د افغان ځواكونو د وړتيا لوړېدو د امنيتي مسئوليتونو د لېږد پروسه بريالۍ كړې ده. ولسي جرگې د ملي دفاع او كورنيو چارو وزيران د امنيتي مسئوليتونو د لېږد د څلورم پړاو د معلوماتو لپاره عمومي غونډې ته ور بللي وو. د …

نور... »