Connect with us

بی بی سی پښتو

کورونا وېروس: د لس زره بندیانو نیمايي هم نه دي خوشي شوي

Published

on

زندان
BBC

د هغو جنايی بندیانو له ډلې چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې باید په تېرو څه باندې دوو اونیو کې د افغانستان له زندانونو خوشي شوي وای، تر دې دمه نژدې نیمايي یې خوشي شوي دي. افغان ولسمشر په وري میاشت کې د ۱۰ زره بندیانو خوشي کولو امر کړی و.

د افغانستان د زندانونو تنظیم اداره وايي، د دغو ۱۰ زره جنايي بندیانو چې ولسمشر غني یې دوې نیمې اونۍ مخکې د خلاصون امر کړی دی، د بېلولو او چاڼولو چارې لا هم روانې دي او د دوی په وینا اټکل دی چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به یې بهیر بشپړ شي.

تېره ورځ د بښنې نړیوال سازمان ویلي وو که د کرونا وېروس ستونزه جدي پړاو ته ورسېږي نو د ولسمشر په فرمان کې د یادو شویو شرطونو له مخې د زندانیانو خوشې کېدلو بهیر هم باید چټک کړل شي.

د بښنې نړیوال سازمان: افغان حکومت دې د بندیانو خوشې کولو لړۍ چټکه کړي

کورونا وېروس: حکومت ګڼو ولایتونو کې سلګونه زندانیان خوشي کړل

افغان حکومت د کورونا وېروس له کبله یو شمېر بندیان خوشي کوي

د بښنې نړیوال بنسټ ټینګار کړی چې په بهیر کې د ښځینه بندیانو خوشې کېدو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د تازه شمېرو له مخې په افغانستان کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۲۱ ته رسېدلی دی او پر دغه ویروس ۱۵ اخته کسان مړه شوي دي.

زندان
Getty Images

د افغانستان د زندانونو تنظیم اداره وايي، تر اوسه یې نژدې څلور زره بندیان خوشې کړي دي، چې په هغو کې د بېلابېلو کټګوریو بندیان شته. د دغې ادارې ویاند وحیدالله زاهد وايي:

''مهمه خبره دا ده چې په دقت سره باید کار وشي، چې د ولسمشر فرمان په معنویت سره عملي شي. له دې کبله د دغو چارو تخنیکي اړخونه ښايي یو څه وخت ونیسي، خو دوسیې په دقت څېړل کېږي، چې فرمان په ټول قوت او معنویت سره عملي ش. ''

ښاغلی زاهد وايي دوی هم د بندیانو د خلاصون چارې بهیر ته جدي دي، خو په خبره یې تخنیکي اړخونه یې وخت ته اړتیا لري.

وړاندې تر دې د بښنې نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د بندیانو د خوشې کېدو د بهیر پر پڅوالي اندېښنه ښوولې وه. د ولسمشر د فرمان له مخې ښځې، له ۵۵ کلونو د لوړ عمر لرونکي کسان او ناروغ زندانیان به تر نورو مخکې خوشې کېږي.

Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!