عاجل خبرونه

په غزني کې په ناقانونه ډول د کانونو سپړنه روانه ده

(Last Updated On: July 19, 2015 9:16 pm)

vlcsnap-2015-07-19-21h10m43s209

په داسې حال کې چې ویل کیږي وسلوال طالبان د نشه يي توکو له درکه ډېر عواید تر لاسه کوي؛ د غزني د والي مرستیال وايي؛ ډيری کانونونه د وسلوالو مخالفینو لخوا سپړل کیږي.

محمد علي لاسه کوي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د غزني ولایت زیاتره کانونونه د وسلوالو طالبانو په لاس کې دي او له همدې لارې د جګړې لګښت پوره کوي.

د ښاغلي احمدي په وینا همدا اوس د کوه زرکشان او ناور د ګچو کان د وسلوال طالبانو په لاس کې دي او استخراج یې دوام لري.

د غزني د ولایتي شورا مسولین هم وايي چې وسلوال مخالفین د دغه ولایت په زیاترو کانونو ولکه لري.

vlcsnap-2015-07-19-21h10m04s78

د غزني د ولایتي شورا غړی – غلام سخي عمار:

ما څو ځله په مرکزي حکومت غږ پورته کړی چې د زرکشان په غره کې هره ورځ د پاکستاني طالانو له خوا د کانونو سپړنه روانه ده؛ نو له همدې امله هیله لرم چې دا موضوع وڅېړل شي او امنیتي ادارې هم په دې کې ځان ښکېل کړي.

vlcsnap-2015-07-19-21h11m55s165

د غزني د ولایتي شورا غړی – حسن رضا یوسفي:

تاسو پوهېږئ چې هره وسله واله ډله هڅه کوي چې مالي سرچینو ته لاسری پيدا کړي چې د زرکشان په غره کې له لومړۍ ورځې رهیسې چې وسله وال هلته راغلي، د کانونو ایستنه روانه ده. دا موضوع څو ځله د رسنیو او ولایتي شورا له لارې وړاندې شوې؛ خو حتی ډيره لږه پاملرنه هم نه ده ورته شوې چې یوه پلاوي ته دنده وسپاري چې آيا دا موضوع رښتیې ده که نه.

په غزني کې له یو شمیر اقتصادي کارپوهانو سره دا ویره موجوده ده چې په هیواد کې د سولې د ټینګښت او د قانون د حاکمیت تر راتګ مخکې ښايي د دغه ولایت د کانونو زیاته برخه مواد په ناقونونه توګه استخراج شي او عواید يې به همداسې په غیر قانوني لارو او جګړو ولګول شي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …