افغان ولسمشر د کورنیو تولیداتو او صنایعو ملي نندارتون پرانست

(Last Updated On: مارچ 31, 2015)

vlcsnap-2015-03-31-17h11m12s64

ولسمشرمحمد اشرف غنی له خوا د کورنیو تو لیداتو او صنایعو نندارتون چې په سلګو نه کورنیو شرکتونو پکې خپل تولیدات نندارې ته وړاندي کړي، پرانستل شو.

تمه کېده چې غني به د یاد نندارتون له پرانستې وروسته له یو شمېر هغو سلګونه سوداګرو سره چې په کور د ننه يي پانګونه کړې کتنه وکړي؛ خو د وخت د کمښت له امله و نشوه.

یاد سوداګر د ولسمشر وینا ته منتظر وو او غوښتل يې چې افغان ولسمشر ته خپل وړاندیزونه اوستونزې وړاندې کړي چې دا چاره و نشوه او دوی د ولسمشر په دې کړنه نیوکه کوي.

vlcsnap-2015-03-31-17h11m32s28

ملی پانګوال احمدضیاضیا:

ولسمشرله موږ سره ژمنې کړې وې چې پانګوالو څخه به ملاتړ وکړي؛ خو نن نندارتون پرانیزي او سوداګرو سره نه ګوري.

vlcsnap-2015-03-31-17h12m06s121

د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت سر پرست وايي ولسمشربه دراتلونکي جمعې په ماښام له سوداګرو سره وګوري.

نوموړی وايي چې په تالار کې د خلکو د شمیر د کمښت له امله له ولسمشرسره لیدنه ونشوه.

د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینواري:

په لومړیوکې ولسمشر نندارتون وکوت؛ خوپه تالارکې د خلکو شمېر هم کم و او ولسمشر هم د بل ځای مصروفیت له امله ونشو کولای سوداګرو ته وینا وکړي.

vlcsnap-2015-03-31-17h12m43s212

د پانګونې څخه د ملاتړ ادرې مرستیال محمد ابراهیم شمس:

ولسمشر ژمنه کړې چې د سوداګرو د ستونزو هواري په مو خه ټول سوداګر د جمعې په ورځ سره له اړونده ادارو ارګ ته رابللي تر څو ستونزې حل شي.”

په دغه نندارتون کي د شلوسکتورونو تولیدات نندارې ته وړاندې شول، چې افغانستان په کې خودکفایي ته رسیدلی او ۱۱۲ غرفو کې بیلا بیل توکي نندارې ته وړاندي شوي او درې ورځې به د لیدونکو په مخ پرانستی وي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

د بلخ نومیالی هنري لوبغاړی ووژل شو

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) امنیتي چارواکو ویلي، چې په بلخ کې د دغه …