عاجل خبرونه

د نوروز جشن په امریکا کې ولمانځل شو

(Last Updated On: March 15, 2015 8:23 pm)

5951_NpAdvHover

د نوروز جشن چې د اریانا لرغونی جشن بلل کیږي او پخوا په یوازې په هیوادونو کې لمانځل کیده، اوس یې نړیوالې بڼه غوره کړې ده.

د نوروز جشن په واشنګټن کې د د افغانستان د سفارت د استازو په ګډون د سیمې د شلو هیوادونو د استازو لخوا ولمانځل شو.

دا پنځم کال کې دی چې د نوروز لرغوني اریايي جشن په نړیواله کچه لمانځل کیږي.

په امریکا کې د افغانستان د سفارت فرهنګي اتشه احمد فرید حیدري وايي چې په بهر کې دا ډول جشنونه نورو خلکو ته د افغانانو لرغونی هویت او برم و رپیژني.

د ایران د پخواني شاه میرمن فرح دیبا او په امریکا کې د تاجکستان سفیر چې په دغو مراسمو کې یې ګډون درلود، وویل چې دا ډول جشنونو د کلتورونو پیژندنې او د یو بل منلو ته فرصت برابروي.

په دغه جشن کې د افغانستان د ملي صنایعو نندارتون هم پرانیستل شوی و او په بله برخه کې د افغانستان لرغوني موسیقي هم وغږول شوه.

دوی د نوروز میله د بشریت د لرغونو او په زړه پورې میلو څخه وبلله او هیله یې وښوده چې راتلونکی کال د نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانانو لپاره د سولې او سوکالۍ کال وي.

ملګرو ملتونو په کال ۱۳۸۸ کې د د مارچ یو ویشتمه چې د نوروز د نړیوال جشن په توګه اعلان کړه.

خبریال:نذیره کریمی

About Ariana News

Check Also

افغانستان سبا ته له بنګلدیش سره لوبه کوي

(Last Updated On: September 22, 2018 6:22 pm) د هېواد کرکت ملي لوبډلې له دوه …