Connect with us

تازه خبرونه

۲۲ په سلو کې د میندو له تي بې برخې ماشومان مري

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې هر کال دوه ویشت په سلو کې ماشومان؛ ځکه ژوند له لاسه ورکوي، چې میندې خپلې شیدې نه ورکوي.

د مور پر شیدو د ماشوم د تغذیې د اوونۍ په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل؛ په افغانستان کې میندې د ناپوهۍ له کبله نه غواړي، چې ماشوم ته خپلې شیدې ورکړي.

هغه دا هم څرګنده کړه، چې: دوه ویشت په سلو کې ماشومان؛ ځکه مري، چې میندې هغوی ته تی نه ورکوي او پر نورو خوراکي توکو یې تغذیه کوي.

نوموړي ویلي؛ د مور پر شیدو تر سره شوې څېړنې ښيي، چې د مور پر شیدو د تغذیې له کبله هر کال له یو میلیون ډېر لږ عمره ماشومان له مرګه ژغورل کیږي.

داکتران وايي، چې میندې باید تر شپږ میاشتو له خپلو شیدو پرته نور هیڅ ډول خواړه ماشوم ته ورنکړي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله وایي، چې که څه هم جنګ او تاوتریخوالي ډېرې ستونزې رامنځته کړي او خلک ترې ډېر ځوریږي؛ خو په هره توګه د مور په غېږه کې ماشوم مهربانه لویږي او هر ماشومان باید تر دوه کلونو د مور پر شیدو تغذیه شي.

په دغو مراسمو کې له رسنیو او ملا امامانو وغوښتل شول، چې د ماشوم لپاره د مور د شیدو پر اهمیت ډېرې خبرې وکړي.

د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري وایي؛ هغه کورنۍ، چې اقتصادي ستونزې لري او ماشومانو ته پوره خواړه برابرولی نشي؛ د مور شیدې ورته غوره ټاکنه ده.

د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وایي، چې د مور پر شیدو د ماشوم ناسمه تغذیه او دغه راز له شپږ میاشتنۍ وروسته پر بېلابېلو خوړو د ماشوم پوره نه مړول؛ د خوارځواکۍ ستر علت دی.

دغه راز دا ډاډ هم څرګند شوی، چې د عامه پوهاوي له لارې به د مور پر شیدو د ماشوم پر تغذیه د مړینې په کچه کې لږوالی راشي.

Advertisement

تازه خبرونه

تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.

ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمه‌ييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.

د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نهه‌ویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.

دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.

د خصوصي سکتورغړي هم  وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام له‌خوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان  له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه  

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.

دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.

 افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.

چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.

د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.

د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.

افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!