Connect with us

تازه خبرونه

۲۱ تنه د ټاکنو خپلواک او ۱۵ نور د شکایتونو د اوریدو کمیسیونونو ته وروپېژندل شول

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-11-10-17h17m50s193

د غوراوي کمیټې دروند پیټی له خپلې اوږې کښته او له اووه سوه شل کاندیدانو یې یوویشت تنه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته او پېنځلس نور د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون ته وروپېژندل.

د غوراوي کمیتې رییسجاوید رشیدي وایي، تېره ورځ مو ولسمشر ته د ټاکنو خپلواک کمیسیون لپاره د یوویشت کسانو او د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون ته د پېنځلس نورو نوملړ د اجرائیه ریاست او بهرنیو په شتون کې وړاندې کړ او نن د غوراوي کمیتې د کار د پای ته رسیدو شاهدان یو.  

له دې سره د غوراوي کمیتې کار پای ته ورسد؛ خو له دې کسانو به  اووه تنه د ټاکنو خپلواک کمیسیون او پنځه نور د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون ته د ولسمشر لخوا د نویو کمینشرانو په توګه ور وپېژندل شي؛ خو دا، چې د ولسمشر غوراوی به څه وخت او د کوم معیار پر بنسټ وي وخت به یې په ډاګه کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وایي؛ په نویو کمیشنرانو کې به اته ښځې وي، چې پېنځه به یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او درې نورې د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو په کمیسیون کې کار پیلوي.  کاندید کمینشرانو کې پېنځه تنه پښتانه، څلور تاجک، درې هزاره، درې ازبکان او یو تن عرب، ایماق، پشه یي او سادات دي او په همدې توګه د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون ته پېنځه پښتانه، څلور تاجکان، درې هزاره ګان، دوه ازبکان او یو سادات دی.

د غورواي کمیتې غړیعبدالله شفایي وایي، زمونږ یوه بنسټیزه ستونزه دا وه، چې قومي ترکیب ته پاملرنه وشي.      

د غوراوي کمیته ادعا کوي، چې په روڼ، بې پرې او له هر ډول سیاسي مداخلو یې پرته کار کړی او راتلونکې ټاکنې به هم له هر ډول درغلیو پاکې وي؛ خو د دغې کمیتې کړنې د ټاکنو د څار بنسټونو په مزاج ښې نه دي لګیدلي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ د پروګرامونو رییس نعیم اصغري وایي، ډېر معلومات له مونږ ډډې ته کیدل؛ نهو ویلی شو، چې دغه بهیر روڼ نه و او د نوماندانو غوراوی د خپلې خوښې و.         

له هغې وروسته، چې ولسمشر د ټاکنیزو کمیسیونونو نوي کمینشران معرفي کړل، دوی به د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو نېټه معلوموي. ټاکنې به له یوې خوا د ملي شورا او حکومت له لاسه وتلی مشروعیت پر ځای کړي او بل خوا به د افغانستان د سیاسي نظام د بدلون لپاره د لویې جرګې تر سره کیدو ته لار اواروي.

خبریال : باعث حیات

Advertisement

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!