سوداگري
یو شمېر کورني او بهرني سوداګر د کمري په صنعتي پارک کې د پانګونې غوښتونکي دي
د افغانستان د پانګونې څخه د ملاتړ اداره يا آيسا وايي، چې يو شمېر كورني او بهرني سوداګر د كمري په صنعتي پارك كې له يو ميليارد ډالرو څخه د زياتې پانګونې غوښتونكي دي، خو افغان دولت تر اوسه هغه ځمكه، چې د ياد پارك لپاره په پام كې نيول شوې تر اوسه ايسا ته نه ده سپارلې.
څه موده وړاندې افغان دولت پرېكړه وكړه، چې هغو بهرنيانو ته په پلازمينه كې ويزې وركړې، چې په افغانستان كې د كار كولو غوښتونكي دي.
دغه پرېكړه د يو شمېر هغو سوداګرو له غبرګون سره مخ شوه، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو كې اقتصادي فعاليتونه لري، د افغانستان د پانګونې څخه د ملاتړ ادارې رئیس وفي الله افتخار وايي:
دغه ستونزه اوس هواره شوې او بهرنيان، چې د هېواد هر ولايت كې كار كوي كولاى شي همدلته اوږد مهاله ويزه تر لاسه كړي.
له بلې خوا د ايسا رئیس وايي، چې هغه درې زره جريبه ځمكه، چې په پام كې وه د افغانستان د اراضي د ادارې له خوا د كمري پارك د جوړولو په موخه ايسا ته وركړل شي تر اوسه نه ده وركړل شوې.
د دوى په وېنا د كابل په كمري كې د دغه صنعتي پارك په جوړېدو سره به په دغه پارك كې ميليونونه ډالر پانګونه وشي او زرګونه كسانو ته به د كار زمينه برابره شي.
له پانګونې څخه د ملاتړ اداره همدارنګه وايي، تر راتلونكو پنځلسو ورځو پورې به په كندهار كې د كورنيو توليداتو لومړى نندارتون جوړ كړي، چې موخه به يې له كورنيو توليداتو څخه ملاتړ او په دغه زون كې د پانګوالو د ستونزو هوارول وي.
تازه خبرونه
افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې
د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.
د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.
ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.
دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونهباسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.
ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.
سوداگري
ماليزيايي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه وکړي – عزيزي
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د مالیزیا د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د افغانستان لپاره د دې هېواد د لومړي وزیر د دفتر له استازې ډاکټرې شازلینا بنت زین العابدین سره وکتل.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ويلي؛ په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د دواړو لوریو دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو کنفرانس، د افغانستان او مالیزیا تر منځ د سوداګرۍ توازن او د افغانستان د محصولاتو لکه غالۍ، پنبه او کاني ډبرو لپاره بازار موندلو خبرې شوې دي.
ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو د پانګونې پر زیاتوالي ټینګار کړی او د مالیزیا له پانګوالو غوښتل شوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
سوداگري
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ويلي، چې ترکیې ته د افغانستان صادرات د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ له لارې پیل شوي دي.
یاد وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې ترکیې ته د افغانستان صادرات د هرات- خواف اوسپنې پټلۍ له لارې په ارامه فضا کې پیل شول.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د یوې میاشتې لپاره به هره ورځ یو ریلګاډی او له هغې وروسته به هره ورځ دوه هغه حرکت ولري.
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ امنیت د عامه ساتنې ملي ادارې د امنیتي ساتونکیو لهخوا خوندي کیږي.
د خواف- هرات ریل پټلۍ پروژه نه یوازې دا، چې ایران او افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې نښلوي، بلکې د چین، ازبکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا ترمنځ دوه زره کیلومټره دهلیز هم بشپړوي.
همدا راز افغانستان د نړۍ ازادو اوبو ته له لاسرسي پرته په وچه کې د پروت هېواد په توګه د ایران د اوسپنې پټلۍ او د ایران د سویلي بندرونو له لارې اروپا ته خوندي لار مومي.
ویل کیږي، چې دا د اوسپنې پټلۍ د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره ستراتیژیکه لار ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۶ میلیون ټنو مالونو د لیږد وړتیا رامنځته کوي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ