Connect with us

تازه خبرونه

یوولس وزارتونو د پراختیایي بودجې له پنځوس سلنې لږ برخه لګولې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-11-20-09h47m37s32

یوولس وزارتونو په روان کال کې د پراختیایي بودجو له پنځوس سلنې لږ برخه لګولې ده.

په ۱۳۹۵ل کال کې ټوله پراختیایي بودجه ۱۷۴ میلیارد افغانۍ وه، چې د افغانستان ۸۷ بودجوي واحدونو یوازې پېنځه څلویښت سلنه برخه لګولې ده.

د هغه  تازه سند له مخې، چې آریانا نیوز ته  رسیدلی، ښیي: له دې ډلې یوازې ۱۱ وزارتونو د خپلو پراختیایي بودجو له پنځوس سلنې لږ برخه لګولې ده.

د مالیې وزارت ۴۵ اعشاریه ۵ سلنه، د بهرنیو چارو وزارت ۲۷ اعشاریه ۵۰ سلنه، د حج او اوقافو وزارت ۴۵ اعشاریه ۸۹سلنه، د پوهنې وزارت ۳۰ اعشاریه ۸۴ سلنه، د کانونو او پترولیم وزارت ۱۶ اعشاریه ۶۱ سلنه، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت ۱۹ اعشاریه یوسلنه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ۳۳ اعشاریه ۴۷ سلنه، د انرژۍ او اوبو وزارت ۳۷ اعشاریه ۷۳ سلنه،  د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ۲۷ اعشاریه ۸۹ سلنه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت ۲۵ اعشاریه ۲۹سلنه، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت ۳۳ اعشاریه ۸۹ سلنه لګولې ده.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زیوایي، مونږ له ټولو بودجوي بنسټونو غواړو، چې په لګولو کې یې هڅې وکړې او نړیوالې ټولنې ته د هغې د لګولو ظرفیت څرګند کړو.          

د بودجې لګول د افغانستان په اقتصادي نظام او د خلکو پر ژوند مستقیم اغېز لري؛ خو باور دا دی، چې د بودجې په لګولو کې لږوالی د خلکو ژوند له جدي ننګونو سره مخ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت هم د بودجې د لږ برخې د لګولو علت داسې رالنډوي:

د بهرنیو چارو وزارت ویاندشکیب مستغني وایي، د بورجې پلي کول اوس هم روان دي؛ مونږ هیله من یو، چې د مالي کال تر پایه له ۷۰ سلنې ډېره بودجه ولګوو.          

ډېرو وزارتونو په ځانګړي توګه د کانونو او پترولیم وزارت په روان مالي کال کې لږ بودجه لګولې ده او په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي؛ خو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ویاند یاسین صمیم              له یو ساعت انتظار وروسته د خپل کاري دفتر په شا کې د بودجې د لږ برخې لګولو علت داسې روښانه کړ:

د دغه وزارت له پراختیایي بورجې څخه ۵۷ سلنه د تذکرو وه، چې له لګښت پرته له یوه کاله بل ته لیږدول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې مالي کال له یوې بلې میاشتې وروسته  پای ته رسيږي.

د تېر مالي کال د پراختیایی بودجو د لږ برخې لګښت د دې سبب شو، چې ولسي جرګه د کابینې اووه وزیران سلب صلاحیت کړي او دا د دې سبب شو، چې د مقننه او اجرائیه قوو تر منځ اړیکې ترینګلې شي او یو د بل پر وړاندې ودریږي.

خبریال: فواد ناصري

Advertisement

تازه خبرونه

تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.

ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمه‌ييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.

د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نهه‌ویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.

دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.

د خصوصي سکتورغړي هم  وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام له‌خوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان  له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه  

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.

دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.

 افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.

چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.

د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.

د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.

افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!