Connect with us

تازه خبرونه

کندهار کې د تاريخ تېرو درملو او خوراکي توکو په ضد کمپاين پيل شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-03-05-20h33m04s20

دکندهار د عامې روغتيا رياست وايي چي د تاريخ تېرو، بي کيفيته درملو او خوراکي توکو پرضد يې کمپاين پيل کړى دى.

د عامي روغتيا ريس د دى مطلب په څرګندولو سره وايي چې دغو درملو نه يوازې د روغتيايي خدمتونو کيفيت خراب کړى، بلکې تر څنګ يې ډول ډول تنفسي ناروغۍهم پيداکړې دي. دهغه په خبره دامهال په کندهار کې دسينه بغل ناروغي زياته شوې ده چې دبې کيفيته درملو له امله يې مخنيوی ناشونى دى.

د کندهار د عامې روغتيا رييس وايي چې د تېرو څو ورځو راهيسې يېدتاريخ تېرواو بي کيفيته درملو او تاريخ تېرو خوراکي توکودمخنيوي له پاره يې يو کمپاين پيل کړی دی چې هيله لري په دې سره د روغتيايي خدمتونو کيفيت ښه کړي.

دکندهار دعامې روغتيا ريس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي: “په کندهار ولایت کې مو ټول خپل سري درملتونونه او هغه هټۍوتړلې چې بې کيفيته درمل او تاريخ تېر خوارکي توکي يې پلورل.”

دده په خبره دسږني ژمي له پيل څخه لا تراوسه هم دسينه بغل ناروغي زياته ده چې دبې کيفيته درملو په واسطه يې درملنه ناشونې ده خو يوازې دواکسين په واسطه کولاى شي د دې ناروغۍ درملنه وکړي.

ډاکټر عبدالقيوم پخلازياتوي: “له يوې خوا بې کيفيته درمل او له بلې خوا دمسلکي ډاکټرانو نشتوالی ددى لامل شوى دى چې لا هم په لرې پرتو ولسواليو کې په روغتيايي خدمتونو کې خنډونه شته دي.”

داپه داسې حال کې ده چې دروغتيايي چارواکو په وينا يوازې دروان کال په ژمي کې يې دکندهار ښار په ګډون په ولسواليو کېتراوسه د٥٦ زرو هغو کسانو درملنه کړې ده چې په تنفسي ناروغيو اخته وو.

خبريال: بريالی رحيمي

Advertisement

تازه خبرونه

مجاهد: روابط کشورهای جهان با امارت اسلامی با گذشت هر روز در حال گسترش است

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

ذبیح‌الله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی با اشاره به سفر‌های شمار زیادی از نمایندگان دیپلوماتیک و هیأت‌های خارجی به‌کشور و هم‌چنان سفر مقام‌های بلندپایه کشور به خارج می‌گوید، امارت اسلامی به‌سطح گسترده پذیرفته شده و مناسبات با امارت اسلامی تأمین بوده و رفت‌آمدها جریان دارد.

آقای مجاهد می‌افزاید، روابط کشورهای جهان با امارت اسلامی با گذشت هر روز در حال گسترش است و بر موثریت آن افزوده می‌شود.

با این‌حال سخنگوی امارت اسلامی تأکید می‌کند که برداشت بعضی‌ها مبنی بر این‌که افغانستان دیگر منزوی شده و اقتصادش درحال خراب شدن است و مناسبات آن با کشورها تأمین شده نمی‌تواند، همه نادرست ثابت شد.

به گفته‌ی آقای مجاهد اکنون معلوم شد که افغانستان هم از نگاه سیاسی و هم از منظر اقتصادی گام‌های صعودی بر می‌دارد و این تلاش‌ها بیشتر شده و تسریع خواهد شد.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو  او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.

سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده‌کړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!