تازه خبرونه
کسبګر، هټیوال او موتروانان دولتي بنسټونو ته ناقانونه پیسې ورکوي
د آریانا نیوز موندنې ښيي، چې په کابل ښار کې کسبګر، هټیوال او دریوران د خپل کار په بدل کې پولیسو، ترافیکو، د ناحیې مامورینو او ان د اړوند سیمې معلولو ټیکدارانو ته هم پیسې ورکوي.
د کابل ښار په زړه او څنډو کې واړه واړه بازارونه، چې په لارو، کوڅو او واټونو کې یې کاري ګڼه ګوڼه جوړه کړې؛ اړ دي، چې پولیسو، ترافیکو، معلولینو او د ناحیې مامورینو ته باج ورکړي. د بېلګې په توګه د ښار په پېنځمه او شپږمه ناحیه کې دغه حالت بشپړ انځوریز شوی دی.
دلته هر کاروباري اړ دی، چې هره ورځ دېرش افغانۍ د حوزې پولیس او شل افغانۍ د ناحیې مامور ته ورکړي.
یو بل سړی، چې د کراچیو تنظیموونکی بلل کیږي، هره میاشت له هر کاروباري څخه دوه سوه افغانۍ ټولوي.
یوازې په دغه محدوده سیمه کې دوه سوه پنځوس وړې هټۍ او کراچۍ دي.
د ښاروالۍ د دوه یمې ناحیې رییس نجیب الله الکوزی وایي: د کابل ښاروالۍ دروازې کسبګرو، هټیوالو او دریورانو ته پرانستې دي. څوک، چې له دوی پیسې اخلي؛ د نوم او سیمې په ښودلو دې اړوند کسان ښاروالۍ ته وروپېژني.
په دغو اړوند سیمو کې د یوې څلور تيره کراچۍ لپاره ځای په شپیته زره افغانۍ اخیستل کیږي. که څه هم دلته کسبګرو او واړه کاروباریانو ويلي، چې پولیس ترې هم پیسې اخلي؛ نو، ځکه یې ان د سړک پر سر او خواوو کې خپلې کراچۍ درولي دي، چې دې کار په سیمه کې ترافیکي ستونزې هم را پیدا کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي: د سړک غاړو ته د پیسو اخیستو مخه تر ډېره نیول شوې؛ خو که له کومې سیمې څوک شکایت وکړي، مونږ یې تر پایه څارو.
په میرویس میدان کې ترافیکي ستونزه بیا ډېره جدي ده. له دغه ځایه نږدې زر موتر د کابل ښار شپږ برخو ته تګ راتګ لري او سپرلۍ لیږدوي.
ترافیک وایي، حکومت مونږ ته د میاشتې شپږزره افغانۍ تنخوا راکوي؛ خو بس کیږي نه!
د دې سیمې موتروانانو ويلي، اړ دي، چې هره اوونۍ ترافیکو ته ۳۰ افغانۍ ورکړي، که نه کار ته نه پریښودل کیږي؛ خو په اصل کې معلولین د تمځيو ټیکه داران دي.
د معلولینو استازي هم په لومړي سر کې له هر دریور څخه اووه زره افغانۍ د داخلې په نوم اخلي او بیا له هر موتره، چې پېره پوره کوي لس افغانۍ اخلي.
تمځي لرونکي معلولینو ويلي؛ ترافیک د دوی سرتېري دي او هر هغه کار کوي، چې ورته وویل شي.
دا یوازې د بیلګې په توګه د میرویس میدان انځور و؛ دغه راز تم ځایونه او د سړک پر سر واړه بازارونه د ښار په بېلا بېلو ناحیو کې شته، چې هلته هم په عادي توګه دغه حالت روان دی.
خبریال: علی اصغري
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ