تازه خبرونه
کارپوهان: دهېواد ۳۶سلنه وګړي له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
د اقتصاد وزارت او نړیوال بانک سروې ښيي، چې د افغانستان ۳۶ په سلو کې وګړي له بېوزلۍ سره مخ دي. د اقتصادي چارو یو شمېرکارپوهان وايي که دولت د دغه حالت د کنټرول له پاره لاس په کارنه شي فقر ځپلي خلک به د نظام د سقوط لامل شي.
د اقتصاد وزارت او نړیوال بانک پهافغانستان کې د بېوزلۍ د وضعيت ارزونې خپل دویم رپوټ هم خپورکړ.د رپوټ له مخې د افغانستان د نفوس له دریو، یوه برخه یې لهبېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.
هر وګړی چې ورځنی عاید يې تر یوه امریکايي ډالر یا ۶۰افغانيو ټیټ وي، د بېوزلۍ تر کرښې لاندې دی.د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي دولت باید دېستونزېته په چټکۍ سره لاس په کارشي او په زېربنايي پروژو پانګونه پیل کړي او د هېواد اقتصادي نظام د مافیاله منګولو خلاص کړي تر څوشته ستونزېکمې شي
داقتصادي چارو کارپوهتاج محمد تلاش وايي:
«دا فقر ډېرخطرناک دیدولت باید د دېستونزې د حل له پاره جدي هڅی وکړيکه داسې ونه شي نو هغه کسان چې د فقر تر کرښې لاندې دي د نظام په ضد به پورته شي»
ځیني په دې بارو ديکه په تېرو څوارلسو کلونو کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولني له خوا په افغانستان کې په زېربنايي برخه کې د پام وړ پانګونه شوې وای نو اوس به مو دهېواد ۳۶سلنه وګړي دفقر تر کرښې لاندېنه وو .
دپوهنتون استادعلي شمیم وايي:
«دایو ډېر مایوس کوونکی شمېردی هېوادوال مو په لویه کچه د فقر تر کرښې لاندې دي حکومت باید په تېر کې د دېستونزې د حل له پاره کار کړی وای.»
دغه کارپوهان وايي چې د زېربنايي پروژو په برخه کې پانګونه ونه شوه، دویوايي که د کرني،مالدارۍ،ساختماني، تولیداتو،برېښنا او کانونو، په برخو کې پانګونه شوې وایاو فساد ختم شوی وای نو نن به مو په هېواد کې فقر نه و.
خبريال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه12 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه2 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
سوداگري23 hours ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول
-
نړۍ10 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول