تازه خبرونه
کارپوهان: افغان پلاوي د پاکستان له سفر هېڅ لاسته راوړنه نه لرله
د بهرنیو چارو وزارت وایي، کوم پلاوی چې د پنجشنبې په ورځ پاکستان ته تللی وو، پاکستاني چارواکو ته یې روښانه او څرګند پیغام ورکړ او دغه پیغام ته د پاکستان ځواب یو څه وخت غواړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کوي چې دوی هیله من دي چې پاکستان به دا ځل جدي او صادقانه همکاري وکړي. خو ځینې کارپوهان په دې باور دي چې د افغان پلاوي دغه سفر هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده او پاکستاني پوځي چارواکي په افغانستان کې په لاسوهنو ټینګار کوي.
د بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت لوی رییس او د ملي دفاع د وزارت سرپرست د پنجشنبې په ورځ پاکستان ته ولاړل څو د افغانستان په چارو کې د هغه هېواد په لاسوهنو او له ترهګرو څخه د پاکستاني پوځيانو په ملاتړ شدید اعتراض وکړي.
هېواد ته له بېرته را ستنېدو وروسته پلاوي ونه ویل چې څه لاسته راوړنې یې لرلې خو اوس د بهرنیو چارو وزارت وایی، د افغان دولت پیغام ډیر څرګند او مستند و او ځواب یې وخت غواړي.
ویل کیږي چې ټاکل شوې وه چې دغه پلاوی د پاکستان د پوځ له لوی درسیتز او د هغه هېواد د استخباراتي اداري له رییس سره هم وګوري، خو له دې کسانو سره ونه لیدل شول. کارپوهان وایی، دا د دې ښودنه کوي چې پاکستاني پوځیان لا هم د افغانستان په چارو کې د لاسوهنو دوام ته ژمن دي.
دوي په دې باور دي چې پاکستان ته د افغان پلاوي سفر نتیجه نه درلوده.
خو ملي دفاع وزارت وایی، که پاکستان د ترهګرو په وړاندې جدي اقدام ونه کړي، د افغان دولت دریځ هماغه دی چې ولسمشر او اجرایی رییس بیان کړی دی.
ولسمشر او اجرایی رییس تر دې وړاندې په پاکستان نیوکه کړې وه چې له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، او اجراییه ریاست خبرداری ورکړی چې که پاکستان خپل دریځ بدل نه کړي دوی هم اړ نه دي چې د هغو ترهګرو په وړاندې مبارزه وکړي چې پاکستان ته سرخوږی دي.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه9 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه2 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
سوداگري21 hours ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول
-
نړۍ7 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول