Connect with us

بی بی سی پښتو

کابل کې د یوه ډاکټر کورنۍ ته کورونا وېروس څنګه ورسېد؟

Published

on

(Last Updated On: April 13, 2020)

ډاکټر یوسف اریوبي د کابل د صحت طفل روغتون ډاکټر و او خپل شخصي کتنځی یا معاینه خانه یې هم درلوده. د تېرې شنبې په ورځ (۲۳وری/اپرېل۱۱) د کورونا وېروس له کبله ومړ. یوه خور يې تر ده یوه ورځ مخکې د همدغه وېروس له کبله مړه شوه.

تر ده کشر ورور يې کمال اریوبي اوسمهال د کابل په یوه روغتون کې په دې هیله بستر دی چې که ژوندی پاتې شي. درې نور وروڼه يې پخپل کور کې قرنطين دي او د کمال اریوبي په خبره، د ډاکټر یوسف یوه لور هم پر کورونا وېروس د اخته کسانو نښې لري.

خو دا وېروس څنګه د دوی تر کوره ورسېد او څنګه يې په ټوله کورنۍ کې راتاو شو، چې ځينې يې مړه او ځينې يې اخته کړل؟

ډاکټر یوسف خو پخپله هم ډاکټر و نو څنګه يې په وخت د ناروغۍ نښې نښانۍ درک نه شوې کړای چې ځان او نور خوندي کړي؟

پر دې ټولو کیسو زه د ډاکټر یوسف له کشر ورور کمال اریوبي او وراره اسلام ځاځي سره پر ټلیفون وغږېدم.

کمال وايي چې ډاکټر یوسف يې تر ده پنځه کال مشر ورور و، شاوخوا ۶۵ کلن و. څو ورځې مخکې کتنځي ته روان وو.

موږ منع کړ، ورته ومو ویل چې څه کوې، کرار کور کې کېنه. وضعیت خراپ دی، خو دی لاړ. معاینه خانې کې يې کوم ناروغ لیدلی دی. بس له هماغې دوه درې ورځې وروسته زموږ په کور کې حالت خراپ شو.

کمال وايي، دوی فکر کوي چې پر کورونا وېروس کوم اخته ناروغ نه يې ډاکټر ورور ته دا وېروس ورغلی و. ځکه چې هم په روغتون او هم په کتنځي کې يې له ناروغانو سره سروکار و.

د ده په خبره، کله چې ډاکټر کور ته راغلی نو خامخا ټولو روغبړ ورسره کاوه او یا څنګ په څنګ ورسره کېناستل، چې له دې سره دغه وېروس د کورنۍ نورو غړو ته هم ورغلی دی.

څو ورځې وروسته زه هم ناروغ شوم، خور مې هم مریضه شوه، ډاکټر هم ناروغ شو او د ډاکټر د یوې لور صحت هم خراپ شو.

وراره يې، اسلام ځاځی وايي چې له همدې ورځې يې په کور کې څو غړو له دردونو شکایت پېل کړ او ترور يې په کټ پرېوته چې څو ورځې وروسته مړه شوه.

ولې يې ناروغي پر وخت تشخیص نه شوه؟

د کورونا وېروس یا کوېد-۱۹ ناروغۍ د نښو نښانو په اړه که څه هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او ځينو نورو بنسټونو مالومات خپاره کړي او دا یې هم ویلي چې څنګه ځانونه ترې خوندي وساتو.

خو بیا هم د ډاکټر یوسف د کورنۍ کیسې ته په کتو ښکاري چې که څوک تازه پرې اخته شوی وي نو د نښو پېژندل يې هومره اسان نه وي چې ګمان کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې دمګړۍ په پلازمېنه کابل کې د کورونا وېروس د معاینې دوه لابراتوارونه شته خو د وینې نمونې يوازې د افغان-جاپان په نوم روغتون کې اخیستل کېږي. چې مسوولان يې وايي، په پرمختللو وسایلو سمبال دي.

کمال اریوبي وايي چې دوی په لومړۍ ورځ د خپلې سيمې ځينو لابراتوارونو ته ناروغان ور وستل او د وینې معاینه یې وشوه خو ورته وویل شول چې محرقه یا وچکۍ لري.

دوه ځلې لابراتوارونو ته لاړو. راته ویل يې چې محرقه یئ، وچکۍ لرئ. بس ترې راغلو، بیا به کله جوړ، کله نا جوړه وو، خو ورو ورو د ټولو وضعیت خراپېده او اخر داسې پېښه وشوه.

اسلام بیا وايي، چې کله د ټولو وضعیت خراپ شو نو ناروغان یې افغان-جاپان روغتون ته بوتلل.

په افغان-جاپان روغتون کې يې ټولو نه د معاینې لپاره وینه او نورې نمونې واخیستلې. او ورته ویې ویل چې درې ورځې وروسته به حال درکړو. د چا په خوا او خاطر کې هم نه وه چې د دوی به دا مریضي وي. خو موږ ته يې شپږمه اوومه ورځ حال راکړ چې د دوو کسانو معاینه مثبته ده. یاني دا مریضي لري، خو د نورو لا منفي ده

اسلام ځاځی وايي، چې د معاینو پایله داسې مهال ورکړل شوه چې اوبه له ورخه تېرې وې. ځکه چې ترور يې یاني د ډاکټر یوسف ۴۲ کلنه خور وفات شوې وه.

ترور خو مې مړه شوه خو که موږ وخته خبر شوي وای نو د کور نور ماشومان او لویان به مو ژغورلي وو، خو هغوی ته هم وېروس ورغی، یو تره مې بستر شو او د ترور تر مرګ یوه ورځ وروسته پخپله ډاکټر یوسف هم مړ شو.

اسلام وايي چې اوس يې یو تره په روغتون کې بستر او درې نور په کورونو کې قرنطين دي خو په خبره يې، د هغوی روغتیايي وضعیت ډېر خراپ نه دی.

د دوی جنازه څنګه وشوه؟

د وفات شوي ډاکټر یوسف وراره راته وویل چې د مړينې د لومړنۍ پېښې پر مهال دوی بیا هم نه پوهېدل چې ترور یې ولې وفات شوه. ځکه چې افغان -جاپان روغتون ته د سپارل شویو معاینو پایله لا نه وه جوته شوې.

د محمد اسلام په خبره، د خور په جنازه کې يې د کورنۍ او خپلوانو په ګډون ګڼ شمېر خلکو ګډون وکړ او د هغې مړی يې خاورو ته وسپاره.

کلیوالو او دوستانو ته دې خدای خېر ورکړي. ډېر په درنديښي يې زما د ترور جنازه وکړه او ښه په عزت مو خاورو ته وسپارله. خو د تره جنازه مې بیا داسې نه وه.

اسلام ځاځی وايي چې د ترور تر مرګ یوه ورځ وروسته يې چې ډاکټر تره وفات شو نو روغتیايي مسوولان يې کور ته ورغلل، د دوی د کور پر ځينو برخو يې وېروس وژونکي مواد وپاشل او ورته ویې ویل، چې په جنازه کې ګڼه ګوڼه جوړه نه کړي.

اسلام په خبرو کې راته وویل چې د روغتیايي مسوولانو دا کار پر دوی ښه ونه لګېد او د خپلې کورنۍ سپکاوی ورته ښکاره شو. خو د ده په خبره، د ډاکټر یوسف تر مړینې وروسته يې خپلو خپلوانو ته وویل چې په جنازه کې دې ګډون ته نه ورځي.

د خلکو د روغتیا لپاره مو پخپله ټولو ته وویل چې موږ ته خو خدای داسې بده پېښه راپېښه کړه خو نه غواړو تاسې ته هم درپېښه شي، نو ځکه جنازې ته مه راځئ. بیا مو پخپله د کورنۍ څو غړو د هغه جنازه هم وکړه او پخپله مو خاورو ته هم وسپاره.

د ډاکټر یوسف د کورنۍ غړو راته وویل چې د ډاکټر په حېث باید هغه له خپل ځان سره تر عامو خلکو لا ډېر پام او احتیاط کړی وای، خو چې ویې نکړ هم يې پخپله ‘خاورې په خوله شوې’ او هم یې نور د مرګ له خطر سره مخ کړل.

له ډاکټر یوسف یو زوی او څلور لوڼې او له وفات شوې خور يې يو زوی په دنیا پاتې دي.

Advertisement

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!