Connect with us

تازه خبرونه

کابل او دوحې د ۱۴۰ ميليون ډالرو په ارزښټ دوه هوکړه ليکونه لاسليک کړل

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-02-03-18h12m11s98

د ښار جوړولو وزارت له شهزاده شیخ علي بن عبدالله سره د یو سلو څلویښت میلیون ډالرو په ارزښت دوه تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.

 ویل کېږي چې د دغو پیسو شل میلیون ډالر د کرنې او څلوېښت میلیون ډالر یې د شهیدانو کورنیو ته د اپارتمانونو په جوړولو لګېږي او پاتې اتیا میلیون ډالر به په ودانیو جوړولو او هوټل داري کې مصرف شي.

د کابل او دوحې تر منځ د ۱۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت تفاهم لیکونه لاسلیک شول چې په اساس به یې په ساختماني چارو او هوټل داري کې پانګونه وشي. دغه تفاهم لیکونه د ښار جوړولو وزارت او د قطر د غرافه د خیریه بنسټ تر منځ لاسلیک شول. ویل کېږي چې دا وړیا مرستې دي.

د ښارجوړولو وزیر سید سعادت منصور نادري وايي: “دغه هوکړه ليکونه په دوو برخو کې چې بې عوضه مرستې او په پانګونه کې برخه اخيستل دي لاسليک شول.”

د لومړني هوکړه لیک له مخې، به د قطر د غرافه خیریه بنسټ د مرستو يوه برخه د شهیدانو د کورنیو له پاره په اپارتمانونو لګوي.

سید سعادت منصور نادري زیاتوي: “د افغانانو د بې کورۍ ستونزې د کمولو، د اقتصادي وضعيت د لوړولو له پاره له فرصتونو ګټه اخيستل، پانګونې ته د بهرنيو پانګه والو هڅول، د کورونو له لوړو بيو سره مبارزه کول او د کورونو د بيو راټيټولو له پاره د ښار جوړولو وزارت هڅه کوي.”

شیخ علي وایي،د دغو پیسو یوه برخه به د استوګنځایونو د جوړولو له پاره په بېلابېلو پروژو ولګول شي.

د قطر د غرافه خیریه بنسټ رییس شیخعلیبنعبدالله وايي: “په بېلا بېلو ساختماني پروژو کې چې د کورونو جوړول په کې شامل دي د ۱۰۰ ميليونو ډالرو لګول، سوداګريز بازارونه او هوټلونه جوړول او نورې د پانګونې او ساختماني چارو پروژې کارول دي.؛

د غرافه خیریه بنسټ وړاندې له دې په لویدیځو ولایتونو کې د جوماتونو، مدرسو او دغه راز خیریه ودانیو د جوړولو له پاره هم مرستې کړې دي.

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!