Connect with us

تازه خبرونه

چین ته د غني سفر، یوه اوږدمهاله ستراتیژیکه معما ده: خلیلزاد

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2014-11-04-18h29m53s150د نړیوالو چارو کارپوه زلمی خلیلزاد وايي، چین ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تیرې اوونۍ سفر یوه اوږدمهاله ستراتیژیکه معما بللې ده.
خلیلزاد په یوې مقاله کې وايي، د ولسمشر غني د محاسبې له مخې دغه سفر له افغانستان سره د امریکا او لویدیځ د مرستو د کمښت پوره کولو لپاره ترسره شوی؛ خو د ښاغلي خلیلزاد په وینا، پوښتنه دا ده چې افغانستان به په داسې حال کې چې پر بیجنګ له حده ډېره اتکا ونکړي، د چین د پانګونې او پوځي مرستو په ترلاسه کولو بریالی شي.
د هغه په باور، چین ته د ښاغلي غني لیدلوری د یو لړ لنډ مهاله واقعیتونو او اوږدمهاله اهدافو ترکیب دی.
هغه زیاتوي: “لویدیځ هیوادونه په داسې حال کې له افغانستان څخه وځي چې له یوې خوا افغان حکومت له مالي لحاظه پر ځان متکي نه دی او له بلې خوا د پاکستان تر ملاتړ لاندې د طالب جنګیالیو د ماتولو وړتیا نلري. چین په لنډ مهال کې په ډیره کمه اندازه د افغان حکومت د چارو پرمخ وړلو او تحرک ورکولو په برخه کې د نړیوالو مرستو بدیل کیدی شي؛ خو په اوږمهال کې له خپل ستراتیژیک موقعیت او طبیعي سرچینو څخه په استفادې، افغانستان په سیمه کې د یوه ځمکني پل حیثیت غوره کولی شي. افغانستان به پدې ډول وکړای شي چې سیمه ییزو او نړیوالو مارکیټونو ته په ازاد ډول لاسرسی ومومي او پدې توګه به د سیمې د ټرانزیټي لارې په توګه ښه عاید ترلاسه کړي.”
د ښاغلي خلیلزاد په باور، د واشنګټن ملاتړ په افغانستان کې د بنسټیز بدلون راوستو به برخه کې کفایت نه کوي. هغه زیاتوي، په داسې حال کې چې امریکا تراوسه د افغانستان د سړکونو د رغولو او سیاسي ثبات په برخه کې کابو څلور میلیارد ډالر لګولي دي؛ خو په وینا یې پدې برخه کې لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده. هغه وايي، نړیوال بانک اټکل کوي چې د افغانستان د سړکونو، تونلونو او لویو لارو د رغولو لپاره لا هم دوه میلیارد ډالرو ته اړتیا ده؛ په داسې حال کې چې امنیتي ستونزې لا هم پر ځای پاتې دي.
د خلیلزاد په خبره چین ښايي هغه یواځنی هیواد وي چې پدې برخه کې د انګیزې، سرچینو او ملي ارادې په درلودو سره دا هر څه په حقیقت بدلولی شي. هغه وايي، چین په تیرو دیارلسو کلونو کې څنډو کې پاتې؛ خو اوس داسې ښکاري چې په پالیسۍ کې یې بدلون راغلی.
خلیلزاد وايي: “بیجنګ تراوسه په افغانستان کې د مسو او تیلو په برخه کې د پام وړ پانګونه کړې چې په هغې کې د عینکو د مس استخراج په برخه کې د ۳ میلیارد ډالرو د پانګونې یادونه کولی شو. چین د افغانستان طبیعي ګاز هم په پام کې نیولي دي. په افغانستان د پانګونې په برخه کې د لویدیځ هیوادونو لخوا د هغوی د خلکو د نه ملاتړ او ارادې د نه شتون له امله وړ پانګونه ناشونې ده. که بیجنګ په افغانستان د زیربناوو جوړولو کې پانګونه وکړي. چین به له اقتصادي اړخه ایران او منځني ختیځ کې او په سویل کې به د پاکستان له ګوادر بندر سره ونښلیږي.”
خلیلزاد زیاتوي چې پدې توګه به پاکستان هم د منځنۍ اسیا مارکیټونو ته لار پیدا کړي. هغه وايي، امریکا تراوسه د دې پر ځای چې د پاکستان له ملکي مشرانو سره له وسله والو ډلو سره خبرو ته لیوالتیا وښيي؛ په افغانستان کې په امنیتي برخه کې ډیر لګښتونه کړي چې دا کار هومره ګټور ندی ثابت شوی. خلیلزاد وايي، چین د کابل او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو لپاره هم خوشبیني ښودلې چې دا د دې ښکارندوینه کوي چې اوس دغه هیواد له پاکستان څخه ډیر له افغانستان سره سوداګریزو اړیکو پراخولو ته خوشبین دی.

Advertisement

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

کابل ته راغلي مالیزیایي پلاوي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

کابل ته راغلي د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو وزارتونو استازو، د مالیزیا صدراعظم د دفتر سلاکارانو او د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي د اسلامي امارت بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقی سره وکتل.

‌‌د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ کابل ته د راغلي مالزیایي پلاوي ځانګړې استازې میرمن داتو دوکتور شازلینا د افغانستان سیاسي وضعیت مثبت ارزولی او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراحتیا ډاډ څرګند کړ.

هغې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د مالیزیا یو سوادګریز پلاوی هم افغانستان ته سفر وکړي.

میرمن داتو دوکتور شازلینا زیاته کړې: مالیزیا هوډ لري، چې د افغان ډیپلوماټانو لپاره د لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو د تنظیم، د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو، د افغان ملکي خدمتونو د کارکوونکیو لپاره د محاسبې او پراختیا او په دې برخه کې د مسلکي پروګرامونو د تنظیم په اړه له افغانستان سره همکاري وکړي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر په یادو برخو کې یې له افغانستان سره د مالیزیا له لیوالتیا او همکاریو د مننې تر څنګ ویلي، چې افغانستان په سیاسي او اقتصادي ډګر کې متوازن او اقتصاد محوره بهرنی سیاست تعقیبوي او له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ پر پراخېدو دي او له ګاونډ او سيمه ييزو هېوادونو سره يې ښې اړيکې ټينګې کړې دي.

هغه وایي: په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د فرصتونو له شتوالي ډاډ څرګند او زیاتوي، چې افغانستان د جنوب ختیځې آسیا له هېوادونو سره د اړیکو پراخولو ته لیواله دی.

‌د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان او مالیزیا د ولسونو او حکومتونو ترمنځ شته ډیپلو ماټیکي، دیني، کلتوري او اقتصادي اړیکو د پراخوالي په حال کي وبللې او د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره د مالیزیا د ښه نیت، د بشري مرستو په ځانګړي ډول د هرات د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مالیزیا هېواد له مرستو مننه وکړه.

نوموړي د مالیزیا له حکومت څخه د هغو ۳۰۰۰ افغانانو لپاره، چې اوس‌مهال په مالیزیا کې ژوند کوي، د روغتیا او زده‌کړو د زمینې او اسانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه.

‌دا په دایې حال کې ده، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مالیزیا له دولتي پلاوي سره په لیدنه کې ډاډ څرګنده کړې، چې اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي برخو کې لاسته راوړنې لري او د سیمې په ګډون نړۍ د افغانستان په اړه اندېښمنه ​​نده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!