1393ټاكنې
ځینې هېوادونه هڅه کوي، چې افغانستان تجزیه کړي- عبدالله
< ![endif]–>
د ټاکنیزو مبارو په لړکې د ولسمشرۍ نوماند داکترعبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ(د سلواغې۲۹) ننگرهار ته سفر وكړ او دغلته د ده په پلوۍ زرگونه كسانو غونډه وکړه.
ښاغلي عبدالله په جلال آباد ښار كې خپلو پلويانو ته په وينا كې وويل:
ځینې هېوادونه هڅه کوي، چې افغانستان تجزیه کړي؛ خو افغان ولس ته پکارده، چې د دې چارې مخنیوی وکړي.
نوموړي ویلي، په اوسني نظام کې اداري فساد، بې عدالتي او د خلکو بې وزلي اوج ته رسیدلې، چې په وینایې د دې ستونزو د حل لپاره به مبارزه کوي.
عبدالله عبدالله په خپلو خبرو كې دا ونه ويل، چې كوم هېوادونه د افغانستان د تجزيي نيت لري؛ خو ټينگار يي وكړ، چې افغانان بايد د ملي وحدت د پياوړتيا له لارې دا هڅې شنډې كړي.
ښاغلى عبدالله د ټاکنو پرشفافیت ټينگار كوي او له خلکو سره یې د بیارغونې، قانون پلي کولو، د اداري فساد د له منځه وړلو او زدهکړې ته د لارسي په برخوکې ډېرې ژمنې وکړي.
د داكتر عبدالله عبدالله دوه يم مرستیال محمدمحقق بیا پراوسنی نظام نیوکې وکړې او ویې ویل، چې افغانستان ته په ميلياردونو دالر راغلل، خو په ځای ونه لگیدل.
په دې غونډه کې د عبدالهادي ارغندیوال ترمشرۍ لاندې د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړی جان بازسرفراز ، چې په ټاکنو کې يې له داكترعبدالله ملاتړکړی هغه اوازې ردکړې، چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب بلې ډلې د ولسمشرۍ له بل نوماندملاتړ کړی.
له دې وړاندې هم په ننگرهارکې د ولسمشرۍ د یوشمېر نوماندانو د پلویانو له خواغونډې جوړې شوي؛ خو دا یې ترټولوستره وه.
ټاکل شوې، چې ټاکنیزې مبارزې د حمل په ۱۳نېټه پای ته ورسیږي اوپه ۱۶ نېټه ټاکنې ترسره شي.
1393ټاكنې
ازبکستان او افغانستان له نشهیي توکو سره د مبارزې پر همکارۍ ټینګار څرګند کړ
د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال عبدالرحمن قاسمي نن ( سې شنبه د وږي ۲۱) د ازبکستان له سفیر سره په کابل کې وکتل.
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې نوموړي په افغانستان کې د ازبکستان سفیر ته له نشهیي توکو سره د مبارزې پر څرنګوالي معلومات وړاندې کړل.
د کورنیو چارو وزارت اړوند چارواکو د ازبکستان له سفیره وغوښتل، چې د نشهیي توکو د لهمنځه وړلو په برخه کې له یاد معینیت سره همکاري وکړي.
د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت مسوولینو دغه راز، د ازبکستان له سفیر یادګار خواجه شادمانوف څخه وغوښتل، چې له نشهیي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې دې هم همکاري وکړي.
دغه راز دواړو لوریو د نورو مسایلو تر څنګ د نشهیي توکو په پروندو کې د بندیانو پر تبادلې هم هر اړخیزه خبرې کړې دي.
ویل کیږي، چې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف د نظریاتو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته په افغانستان کې د اسلامي امارت له هوډ او نشهیي توکو سره د مبارزې په برخه کې خوښي وښودله او مسوولینو ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د ۹۷ ټاکنې
انتخابات ۹۷: چالشهای انتخاباتی ریاست جمهوری
1393ټاكنې
یو امریکایي څېړنیز مرکز د ۲۰۱۴ کال له ټاکنیزو درغلیو پرده پورته کړه
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز تازه څېړنه وایي، چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په دوه یم پړاو کې د محمد اشرف غني بریالیتوب په روڼ ډول تر سره شوې نوی او د افغانستان پر ټاکنیز نظام د بیا کتنې او سمونونو غوښتنه کوي.
د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په تازه څېړنه کې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو خبرې شوې دي.
امریکایي څېړونکی توماس جانسون د پېنځه کاله مخکې ټاکنو په تړاو مهم معلومات تر لاسه کړي؛ که څه هم د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې هیڅ نوماند لازمې رایې تر لاسه نکړې، خو د ټاکنو په دوه یم پړاو کې د محمداشرف غني بریا قانوني نوه.
د دې څېړنې په یوه برخه کې ویل شوي؛ محمد اشرف غني د ټاکنو په دوه یم پړاو کې له هغو ساحو ډېرې رایې تر لاسه کړې، چې په لومړي پړاو کې یې کمې ګټلې وې. کابل یوه بېلګه ده، چې غني د ټاکنو په لومړي پړاو کې یودېرش سلنه رایې ګټلې وې؛ خو په دوه یم پړاو کې یې دوه پنځوس سلنه رایې
څېړونکي توماس جانسون دا هم څرګنده کړې، چې عبدالله عبدالله په لومړي پړاو ټاکنو کې بریالی و؛ خو په دوه یم پړاو کې یې د درې اعشاریه اووه سلنه رایو له توپیر سره د کابل اووه سلنه رایې له لاسه ورکړې، په یوه ولایت کې، چې وګړي یې د هر قوم دي او ګډ ژوند کوي، دا د نه باور وړ بدلون و. دې ته ورته مونږ نور شواهد هم لرو، چې ټاکنې له درغلیو سره مل وې.
په دې څېړنه کې ټینګار شوی، چې ټاکنیزو کمیسیونونو او د ټاکنو ناورین جوړونکیو پروګرامونو د دوه زره څوارلسم کال د ولسمشریزو ټاکنو په دوه یم پړاو کې پراخو درغلیو ته زمینه برابره کړه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخواني چارواکي د ملامتیا پیټی پر نړیواله ټولنه وراچوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي زیاتوي؛ یوازني کس، چې مخالفت وکړ د امریکا سفیر و او دې کار ته یې د وخت پر نلرلو ټینګار وکړ.
د دوه زره نولسم کال ولسمشریزو ټاکنو ته هم ځینې سپارښتنې کیږي، چې د درغلیو مخه باید ونیول شي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو د څار بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي: له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۸ پورې درغلۍ، سرغړونې او تېروتنې ډېرې شوې دي.
اوس سیاسي ګوندونه او ځینې څاروونکي بنسټونه ټینګار کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنران باید بدل شي.
ټاکنیزو بنسټونو کې سمونونه د ملي یووالي حکومت د جوړېدو د هوکړه لیک مهمه برخه وه، خو څاروونکي وایي، چې حکومتي مشرانو دې برخې ته پاملرنه نده کړې.
-
لوبی5 days ago
راشدخان د ایرلینډ پروړاندې د ۲۰ آوریزو نړیوالو سیالیو لوبډلمشر شو
-
تازه خبرونه2 days ago
د هند د یوه پوهنتون په لیلیه کې پر لمونځ کوونکیو برید شوی
-
تازه خبرونه1 day ago
په نوي تعلیمي کال کې دې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي – حامد کرزی
-
نړۍ2 days ago
د آیسلینډ اورشېندنې یو ځل بیا سرراپورته کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
په بدخشان کې د سرو زرو کان د نړېدو له کبله دوه کارګر مړه شوي
-
نړۍ1 day ago
شمالي کوریا یو بالسټیک توغندی وتوغاوه
-
تازه خبرونه6 hours ago
امریکا په افغانستان کې له هوايي بریدونو وروسته له پاکستان څخه د زغم غوښتنه وګړه
-
لوبی8 hours ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریز لوبلړ ګټونکې شوه