Connect with us

تازه خبرونه

پیرسید احمد ګیلاني د سره رود ولسوالۍ په پلرنۍ ادیره کې خاورو ته وسپارل شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

argg-960x660

نن دوشنبه(د سلواغې ۴ کال ۱۳۹۵ل) سهار مهال د افغانستان د سولې عالي شورا د رییس اوپخوانی جهادي مشر پیر سید احمد ګیلاني د جنازې مراسم په ارګ کې د استاد سیاف پر امامت تر سره او د ملي وحدت حکومت د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله پر ملتیا غرمه مهال د ننګرهار ولایت د سره‌رود ولسوالۍ په پلرنۍ ادیره کې خاورو ته وسپارل شو.

په دې مراسمو کې، چې د ننګرهار والي او امنیه قومندانۍ په امنیتي  او سیاسي ملاتړ د دغه ستر روحاني شخصیت د  کورنۍ او خواخوږو لخوا جوړ شوي وه؛ د هېواد اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ارواښاد ډاډمن سیاسي شخصیت ونوماوه او د سولې په بهیر کې یې د نوموړي له هڅو ستاینه وکړه. 

ولسمشر غني د ارواښاد د جنازې په مراسمو کې وویل، چې پیر صاحب د سولې او ثبات د تامین او نورو ملي مسایلو په اړه د مثبتو پرېکړو لرونکی سړی و. د ارواښاد لارښوونې او ګټور نظریات افغانانو ته  ټاکونکی رول لري.

ولسمشر دا هم وویل، چې پیر صاحب له انجینر صاحب حکمیار سره د سولې او تفاهم په پرېکړه لیک کې دروند رول ولوباوه. مونږ به دا هوکړه له حزب سره پلې کوو.  

سید حامد ګیلاني د پیر سید احمد ګیلاني مشر زوی په دې مراسمو کې راغلیو خلکو ته په خبرو کې وویل، چې پلار یې په تېرو څلور لسیزو کې د افغانستان په سیاست کې اغېزمن رول درلود او د هغه مړینه د دغه هېواد لپاره یوه لویه ضایعه ده.

جهادي مشر او د سولې عالي شوا رييس پير سيد احمد گيلاني د ۱۳۹۵ ل کال د سلواغې پر دوه یمه د شنبې پر ماسخوتن (۷:۴۵) د غازي امان الله خان په روغتون کې د مغزي سکتۍ پر لامل د ۸۴ کلونو په عمر ومړ.

Advertisement

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو  او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.

سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده‌کړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!