تازه خبرونه
په کابل ښار کې ډله ییز برید د بریدګرو په وژل کیدو پای ته رسیدلی
په کابل کې تېره شپه شاوخوا یوه نیمه بجه زوروره چاودنه وشوه، چې له کبله یې د کابل ټول ښار ولړزید او تر لیري پرتو سیمو یې د زورورې چاودني غږ واوریدل شو.
د لومړنیو راپورونو له مخې چاودنه د نارت ګیت په نوم د بهرنیانو میلمستون ته نږدې شوې او له چاودني وروسته د ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي.
د کابل د پولیسو قومندان عبدالرحمن رحیمي وایي، د کابل په دیسپیچري سیمه کې، چې کله د نارت ګیت پر شرکت موتر بم چاودنه وشوه؛ نو ورسره د دغه شرکت د دیوال یوه برخه ړنګه شوه او دوه تنو هڅه وکړه، چې یاد شرکت ته ننوځي؛ خو پولیسو یې مخه ونیوه، یوه نږدې سرای ته ننوتل؛ خو سهار مهال له پښو وغورځول شول.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې پېښه کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
هغه دا هم وویل، چې بل چاته ځاني زیان نه دی رسیدلی. که څه هم د استوګنې سیمه د پېښې له ځایه لیرې ده؛ خو دغې زورورې چاودنې خلکو ته مالي زیان رسولی دی.
د کابل قومندان په وینا؛ په نارت ګیت کې بېلابېل شرکتونه او بهرني میلمانه اوسیږي، خو هیچاته زیان نه دی رسیدلی.
ښاغلی رحیمي زیاتوي، د نارت ګیت میلمستون په کابل کې د امریکایانو پر سرپرستۍ د بهرنیانو له پاره جوړ شوی، چې بهرني میلمانه، کورني قراردادیان، د موسسو کارکوونکي او نور ورته کسان په کې ترامنیتي تدابیرو لاندي ژوند او کار کوي.
کابل امنیه قومندان د چاودیدونکیو توکو د ځانګړتیا په اړه وویل؛ ځېړنې پرې روانې دی او وروسته به په ډاګه شي، چې کوم چاودیدونکي توکي په دې چاودنه کې کارول شوي دي.
کابل ښاریان وایي، چې له چاودنې وروسته د کابل ښار برښنا بنده شوه او ښار په تیارو کې ډوب شو.
طالبانود پېښې مسوولیت په غاړه اخیستی او رسنیو ته یې په ډاګه کړې، چې د کابل ښار د نهمي حوزې په اړوند سیمه کې د امریکايي ځواکونو پر میلمستون د موتر بمه چاودنه شوې، چې له کبله یې د میلمستون امنیتي موانع له منځه وړل شوي.
د هغه د څرګندونو له مخې، یو شمېر بریدګرمیلمستون ته ننوتل او پر میشتو کسانو یې د سپکو او درندو وسلو بریدونه پیل کړل.
طالبانو د مرګ و ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي ؟
افغان امنیتي ځواکونو سیمه تر خپلې څارنې لاندې راوستې او عادي چارې بېرته پیل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه میلمستون په خپله لویه احاطه کې دننه د اوسیدلو له پاره کمرې، دفترونه، میټنګ هالونه، د موترو ورکشاف، د لوبو ځایونه، د ټریننګ مرکزونه، د تیلو پمپ او د ژوندانه نورې آسانتیاوې هم لري.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
تازه خبرونه21 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
نړۍ19 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
لوبی20 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ