Connect with us

تازه خبرونه

په پکتيا کې ۱۹تښتول شوي ماين پاکوونکي آزاد شول

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

Paktia

هغه ماین پاکان چې دوه ورځې وړاندې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د نامعلومو وسله والو له لوري تښتول شوي وو؛ نن ماسپښین آزاد شول.

د پکتیا ولایت د چارواکو په خبره یاد کسان د پکیتا ولایت د چارواکو په کوښښونو او د يو شمېر قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې شول.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي:

نن هغه ۱۹ کسه چې درې ورځې مخکې د نامعلومو کسانو له لوري د ماين پاکۍ له ساحې تښتول شوي وو، نن غرمه هغه ټول کسان روغ رمټ مشرانو ته وسپارل شول او همدا لحظه مرکز ګردېز ته په خير او عافيت سره رارسېدلي دي.”

نوموړی دا نه وايي چې دغه کسان د چا له لوري تښتول شوي او نه يې د پړې او مسووليت ګوته چاته ونيوله؛ خو ويې ويل، چې د دغو کسانو سره له ناستې وروسته ښايي که هر څه ورته معلوم شي؛ له رسنيو سره به يې شريک کړي:

تر اوسه لکه څرنګه چې رسمي يې چا مسووليت نه دی اخيستی؛ زموږ ټولې هڅې تر اوسه په دې وې چې دا کسان راخوشې کړو؛ موږ مشخصاً د اشخاصو او افرادو په غاړه مسووليت نه شو ور اچولی او لا هم نه ده معلومه شوې چې دا د چا کار و؛ خو موږ بيا هم هڅه کوو، له دغو راخوشې شويو کسانو سره له ناستې ښايي ځينې څرکونه راولګيږي؛ موږ يې اوس له وخت مخکې بولو چې په دې اړوند څه ووايو؛ هغه نامعلومه خبره تر اوسه نامعلومه ده.”

مرستيال والي رسنیو سره د خبرو په مهال وويل چې د دغو کسانو پر سر هېڅ کومه معامله نه ده شوې او په وینا یې دا کسان د د قومي پرېکړو د احترام په خاطر راخوشې شوي دي.

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!