تازه خبرونه
په ولسی جرگه کی د نصاب نه بشپرتیا یوه اساسی ستونزه ده
په داسي حال کې چې د ملي شورا د اوړي رخصتی ته دوه ورځي پاتي دي دولسي جرګې ډیر شمیر استازي دندو ته نه دي حاضر شوي .
دولسي جرګې یو شمیر غړي پروکیلانو د نیوکي په ترڅ واي چې باید خپل مسولیتونو ته پام وکړي او دهیواد اوسنی سیاسي ، امنیتی او اقتصادي وضعیت ته په کتو باید چې غوندو ته حاضر شي.
د اختر تر رخصتیو وروسته دولسي جرګې تالار بیا هم تړلي وه او ډير شمیر وکیلان غوندي ته نه وه راغلي د ولسي جرګې یو شمیر غړي پر خپلو همکارانو د نیوکي په تر څ وايي په داسی حال کېچی هیواد له ډیرو ستونزو سره مخا مخ د ي وکیلانو ته په کار وه چې خپلو دندو ته راغلي واي دوي وايي چې د دوي د ناسوب تیا له امله تل اجنداوي پاتی کیږي .
عبدالرحمان رحمانيپه ولسي جرګه کی د خلکو استازی وایی”متصفانه څوک ندي راغلي غونده معطل شوي پارلمان هم خپل ۴۵ ورځني رخصتی ته ځي کاش اجندا عملي کیده .”
شینکی کړو خیل ولسي جرګه کی د خلکو استازی وایی ” وایی باید چې راغلي واي لږتر لږ ه د هیواد امنیتی ، سیاسی او اقتصادي وضیعت د اندیښنی وړ دي او ددوی حضور مهم دي او لیږ مسولیت پذیر ووسی ښه دي .”
خو دولسي جرګې اداری پلاوي وايي چې دوي د دوشنبي په ورځ عمومی غونده نلرل یوازي په کمیسیونون کې کار کول .
نذیر احمد احمدزي دولسي جرګي دویم مرستیال وایی ” مو د اختر وروسته عمومی غونده نلرل او یوازی نن او سبا په کمیسون کي کار کو.”
دا په داسی حال کې دي چې ولسي جرګه تل د نصاب د نه بشپړتیا له امله له ستونزو سره مخا مخ دي او ډیر وخت ډیر مهم قوانین د دوی د نه شتون له امله له تصویب پاتي کیږي .
خبریال عبدالعزیز کریمی
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
تازه خبرونه20 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
نړۍ19 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
لوبی19 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ