Connect with us

تازه خبرونه

په هندوستان کې د آسیا زړه د مشرانو ۶ ناسته پرانستل شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-12-04-11h43m18s199

نن د هندوستان په امرتسر ښار کې د ۴۰ هېوادونو د استازیو په ګډون د آسیا زړه کنفرانس د اشرف غني او نرېندرا مودي له خوا رسماً پرانيستل شو.

د کنفرانس د غړيو هېوادونو بنسټیزې غوښتنې په افغانستان کې پر اقتصادي همکاریو او د ترهګرۍ  پر واندې پر مبارزه راڅرخي.  

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او په افغانستان کې د سولې راوستلو پر هڅو سربېره هند، افغانستان اود سیمېد نورو هېوادونو تر منځ سوداګريزې راکړې ورکړې مو بنسټیزې غوښتنې دي.

ولسمشرغني پر تلپاتې اقتصادي اړیکو ټینګار څرګند کړ او وایي، چې د آسیایي او اروپایي هېوادونو تر منځ راکړه ورکړه به آسیا له سترو بدلونونو سره مخ کړي.

ولسمشرغني وایي، چې مرکزي او جنوبي آسيا د افغانستان له لارې یوازې د سولې او ثبات په شتون کې  له يو بل سره وصل کیدی شي.

ولسمشر غني دا هم وویل، چې مونږ له پاکستان سره د ملامتولو لپاره مبارزه نه کوو؛ مونږ هڅه کړې، چې د تروریزم په وړاندې ګډه مبارزه وشي او ریښې یې له منځه ولاړې شي.

افغان ولسمشر دا هم وویل، چې پاکستان دې  له افغانستان سره  ۵۰۰  میلیون دالر ژمنه شوې مرسته  د  ترهګرۍ په وړاندې مبارزې ته ځانګړې کړي.

د افغانستان ولسمشر څرګنده کړه، چې د هند ، ایران او افغانستان ګډه کار ډېر مهم دی.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم په سیمه او افغانستان کې د سولې لپاره د ګډې مبارزې غوښتونکی شو او وایي؛ د افغانستان سوله او ثبات د سیمې په ګټه دی او مونږ باید رښتینې هڅې تر سره کړو، چې دغه هېواد ته سوله او ثبات راوګرزي.

د نوموړي په وینا؛ افغانستان سیمې ته د اقتصادي راکړې ورکړې لپاره مرکزي شتون لري. مونږ باید د کرنې او صنعت په برخه کې له دغه هېواد سره رښتینې او ډاډمنې مرستې ترسره کړو.

دغه غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د هند- پاکستان او افغانستان تر منځ اړيکي د پخوا پرتله ډېرې د ډاډ وړ نه دي.

افغان او هندي چارواکي پاکستان وسلوالو ډلو لکه د حقاني شبکې او لشکرطيبه ته په ځای ورکولو او ملاتړ تورن کړي؛ خو پاکستان دغه تورونه رد کړي او ادعا کوي، چې هند د افغانستان له لارې په بلوچستان کې لاسوهنه کوي.

امریکا، بريتانيا، استراليا، کانادا، دنمارک، مصر، فرانسه، جرمني، فنلند، ايتاليا، عراق، جاپان، ناروې، اسپانيا، سويدن او پولند هغه هېوادونه دي، چې د اسيا زړه له کنفرانسه ملاتړ کوي.

افغانستان، پاکستان، آذربايجان، چين، هند، ايران، قزاقستان، قرغزستان، روسيه، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکيه، ترکمنستان او متحده عربي امارت د دغه کنفرانس غړي دي.

د آسيا زړه کنفرانس په پرونۍ ناسته کې هم د افغان او هندي چارواکو تر منځ د هغو امنيتي ستونزو او ترهګريزو ګواښونو په اړه خبرې وشوې، چې افغانستان او سيمه ورسره مخ ده.

د سوداګرۍ د بشپړې پراختيا لپاره د هند او افغانستان تر منځ د هوا له لارې د سوداګريزو توکو پر لېږد هم هوکړه شوې ده.

وړاندې دغو دواړو هېوادونو ويلي وه، چې پاکستان له خپلې خاورې د افغانستان او هند تر منځ سوداګرۍ ته اجازه نه ورکوي؛ خو دوی اړ دي، چې د سوداګرۍ لپاره نورې غوره لارې ومومي.

تېر کال دغه کنفرانس د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې ترسره شوی و.

دآسیا زړه کنفرانس په  لومړی ځل د افغانستان او ترکيې په غوښتنه په ۲۰۱۱ کال کې جوړ شو، چې له هغه مهاله هر کال په يو له دغو هېوادونو کې جوږېږي او بنسټیزې غوښتنې یې د افغانستان پر ملي، سیمه ییز او نړیوال ثبات راڅرخي.

Advertisement

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!