Connect with us

تازه خبرونه

په هلمند کې موتر بم چاودنې ۱۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-05-14-13h21m51s240

په هلمند کې د سيمه یيزو پوليسو پر روزنيز مرکز موتربم چاودنه شوې، چې په کې دری کسان وژل شوي او۱۲ نورټپيان دي.

دا  بريد نن  د مارجې او نادعلي ولسوالۍ د دوه لارې په سيمه کې د شنبې په ورځ شاوخوا نهه بجې د يو ځانمرګي بريد کوونکي لخوا، چې په کرولا موټر کې سپور و ترسره شو.

د هلمند والي وياند عمر ځواک وايي، چې په دې بريد کې د سيمه یيزو پوليسو د تریخ ناور د اړوند سیمې د روزنې يو مرکز په نښه شوی، چې له کبله يې دری سيمه یيز پوليس وژل شوي او ۱۲ نورټپيان دي.

د نوموړي په وینا؛ په ټپیانو کې يو۱۲ کلن ماشوم هم شته.

هغه وايي، ټپيان پخپل وخت روغتيايي مرکزونو ته ليږدول شوي دي.

په سيمه کې يوه امنيتي سرچينه، چې نه غواړي نوم يې یاد شي وايي، دغه  مرکز ته هره ورځ روزونکي په يو سره رنګ موترکې راتلل، چې ځانمرګي بريد کوونکي هم له همدې ډول موترڅخه ګټه پورته کړې او ساتونکي ورته د دريدو امرنه دی کړی او مرکزته د ننه شوی، چې وروسته يې چاودنه کړې ده.

دغه مرکز ته څيرمه د زابر آباد ښوونځي سرښوونکی عبدالصبور وايي؛ چاودنه ډېر زوروره وه، چې د ښوونځي دروازې او ښيښې يې هم ماټې کړې او دوه زدکوونکي يې ټپيان شوي دي.

د پېښې په سيمه کې ځينې سرتېري وايي، چې په ياد شوي مرکز کې شاوخوا ۹۰ تنو سيمه یيزو پوليسو ته، چې د مارجې او نادعلي ولسوالۍ اړوند دي؛ روزنه ورکول کيده او د پيل شويو عملياتو له پاره يې ځانونه چمتوکول.

وسلوالو طالبانو د دې بريد مسووليت پرغاړه اخيستى دى.

خبریال: نعمت الله زهير

 

 

 

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!