Connect with us

تازه خبرونه

په هلمند کې طالبان له پوره زورسره سره خپلې موخې ته ونه رسيدل- جبار قهرمان

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-10-07-17h37m43s243

په هلمند کې د امنيتي ځواکونواوپراتيفي مسوول عبدالجبارقهرمان وايي، وسلوال طالبان له پوره زورسره بيا هم په دې ولايت کې خپلې موخې ته ونه رسيدل.

هغه، چې دې ولايت ته يوځل بيا د اوپراتيفي مسوول په توګه رسیدلی د جمعې په ورځ په يوه خبري ناسته کې راڅرګند شو او زياته يې کړه، چې وسلوال مخالفين نورپه دې ولايت کې پرمختګ نه شي کولی.

نوموړي همدا رازګواښ وکړ؛ هغه وسلوال، چې جګړه ورسره کوي په ټوپک به يې ځواب ورکړي.

په ولسي جرګه د هلمند د خلکواستازی او اوس د دې ولايت د امنيتي ځواکونو اوپراتيفي مسوول څو ورځې وړاندې په داسې حال کې هلمند ولايت ته د پوځي مسوول په توګه رارسیدلی، چې وسلوالو مخالفينو د لښکرګاه پر امنيتي کمربند پراخ بريدونه پيل کړي دي.

نوموړي په دې خبري غونډه کې وويل، چې نور يې امنيتي ځواکونه دلته منظم کړي او د وسلوالو مخالفينو د پرمختګ مخه يې ډب کړې او د تېرو درې ورځو په لړ کې يې هغوی ته درنده مرګ و ژوبله اړولې هم ده.

هغه همدا راز وايي؛ د امنيتي ځواکونو ترمنځ يې کلکه همغږي ټينګه کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د وسلوالو مخالفينو پر ځپلو پيل وکړي.

هغه يوځل بيا له وسلوالو مخالفينو وغوښتل، چې له جګړې لاس واخلي؛ د قلم او ژبې له لارې خپله مبارزه وکړي او که له جګړې لاس نه اخلي د ټوپک په خوله به ځواب ورکوي.

 د هغه په خبره؛ د وروستيو نښتو، کمينونو او هوايي بريدونو له کبله، چې ترسره شوي د مخالف لوري لوړپوړي کسان او لسګونه جنګيالي  وژل شوي او اوس يې د پرمختګ ځواک له لاسه ورکړی دی.

هغه زياتوي، چې ده ته په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ د همغږی د ټينګوالي او د هغوی د منظم کولو دنده ورسپارل شوې، چې تراوسه پورې يې په دې برخو کې د پام وړ پرمختګ ګړی او په لنډه موده کې به دا ځواکونه د تعرضي حالت لپاره چمتوکړشي.

خبریال: نعمت الله زهير

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!