Connect with us

تازه خبرونه

په هلمند کې د آریانا نیوز خبریال نعمت الله زهیر ځوانیمرګ شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-11-04-10h29m38s102

په هلمند کې د آریانا نیوز خبریال نعمت الله زهیر نن سهار ۹ بجې د لښکرګاه ښار د اوومې امنیتي حوزې د سره ګودر د اړوند سیمې په ماین چاودنه کې  خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ.

د آریانا نیوزد ځوانیمرګ خبریال نعمت الله زهیر شهادت ته په نغوته کې خبریالان وایي، چې په افغانستان کې خبریالانو ته کاري خوندیتوب شتون نه لري.

دوي پر حکومت له دې کبله نیوکه کوي، چې په وینا یې د خبریالانو د ژوند او امنیت ساتنې فکر ور سره نشته.

امنیتي چارواکو ویلي، چې په یاده سیمه کې د مخالفینو په وړاندې عملیات روان ول او هغه غوښتل له دې عملیاتو څخه راپور چمتوکړي، چې په لاره کې پر ماین برابر شوی دی.

په رپوتونو کې ویل شوي، چې دغه ماین د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و؛ خو طالبانو تر دې دمه دغه پړه نه ده منلې.

خبریالان وایي، دولت مکلف دی، چې د خبریالانو د سر او مال ساتنه وکړي او باید دې برخه کې بې غوري ونه شي.

نعمت الله زهیر د افغانستان یو مسلکي او تکړه خبریال و، چې  څه باندې لس کاله یې د خبریال په توګه دنده تر سره کړې او د هلمند د جګړې د لومړۍ کرښې راپورونه یې پخپل وخت خلکو ته خپاره کړي دي.

د آریانا نیوز او آریانا نړیوالې شبکې د خبریال نعمت الله زهیر وژنې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

ولسمشر غني، اجرائیه رییس، ملي امنیت شورا او د بشر حقوقو خپلواک کمیسیون دغه پېښه غندي او د ارواښاد  له کورنۍ ، آریا  او آریانا نیوز تلویزیونو نو سره  ځواشیني څرګندوي.  

په افغانستان کې د ناتو ملکي برخې هم خپله اندېښنه ښکاره کړې او وایي، چې آریانا نیوز په سختو شرایطو کې خبري چارې تر سره کوي.

د رسنیو د کورني غړي او ژورنالستان د نعمت الله زهیر په شهاد ت خوا شني دي او پخپلو ټو لنیزوشبکو له لاريي د هغه د روح  د آرا متیا  او کورنۍ  ته يي د ډاډ ګیر نې مراتب وړاندي کړي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل لیکي:

زهیر یو تکړه خبریال و، چې په هره ستونزه منه سیمه کې یې په ستونزو کي د راګیرو خلکو غږ پورته کاوه.

له خپلواکه رسنیو څخه د ملاتړ اداري رییس صدیق الله تو حیدي لیکي: د ښاغلي زهیر شهادت د رسنیو کورنۍ ته نه جبرا نيدونکي ضایع ده او د کورنۍ غړیو ته يي د ډاډ ګیرڼي مراتب وړاندي کوي.

خبر یال وحید پیکان لیکي: د خبر یال احمد الهام له غمه خلاص شوي نه وو، چې زهیر هم را څخه ولاړ. روح يې یاد و ښاد اوسه!

دوچو یله،  بی بی سي او د نړي یو شمېر نورو معتبرو رسنیو هم  د زهیر پر مړینه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

دوی وایي، چې د روان  کال  په روستیو کې د رسنیو د کار کوونکیو په وړاندې د ستونزو زیا تیدو د رسنیو د کورنۍ غړي اند ېښمن کړي دي.

نعمت الله زهیر په جنوب او نارا مه ولا یت هلمند کي له آریانانیوز سره  د خبریالۍ په د نده بوخت و، چې له دې فاني نړۍ څخه يي د تل لپاره سترګې پټي کړي.

. د نو موړي پخپلې فیس بو ک  پاڼه خپل روستي نظرو نه لیکلي او په هېواد کې یې د سولې او ثبات دعا کړې، چې دا يي روستۍ دعاوه .

روح یې یاد او ښاد اوسه.

د ارواښاد ژوند ته په یوه لنډه کتنه کې راغلي؛ نعمت الله زهیر په ۱۳۵۷ لمریز کال د میدان وردګ ولایت د نوري په  ټبر پورې اړوند کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانستي او په ۱۳۶۵ل کال کې یې د سید آباد  لیسې لومړنۍ زدکړې بشپړې او په ۱۳۷۷ل کال کې له دغې لیسې فارغ شو.

هغه د لیسانس تر کچې لوړې زدکړې کړي؛ په ۱۳۷۸ل کال کې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی پیل کړ او په ۱۳۸۲ل کال کې له دغه پوهنځي فارغ شو.

نعمت الله زهیر د افغانستان یو مسلکي او په کار پوه خبریال و او له هلمند څخه یې  تل د جګړې له لومړیو کرښو د لومړي لاس راپورونه تر لاسه کول.

ښاغلي زهیر ته د یوه تکړه او هڅاند خبریال په سترګه کتل کیدل او په څه باندې یوه لسیزه کې یې په بېلابېلو رسنیو کې کار کړی دی.

په ۱۳۸۷ل کال کې یې د آریانا له نړیوال تلویزیون سره کار پیل کړ او په دې موده کې یې له دولتي بنسټونو او او د خبریالانو له ملاتړو ادارو ستاینلیکونه هم تر لاسه کړي دي.

نعمت الله زهیر د جمعې په ورځ د اته دېرش کلونو په عمر د هلمند  د مرکز لښکرګاه د دوه یمې امنیتي حوزې په سره ګودر سیمه کې هغه مهال شهید شو، چې د لیږد موتر یې د واټ غاړې په ښخ شوي ماین وربرابر شو.

زهیر واده کړی؛ درې زامن او یوه لور ترې پاتې شول.

زهیر او نور ملګري یې دې شپو او ورځو کې له سختو جنګي جبهو راپورونه خپرول. اوس، چې زهیر شهید شوی، نه شتون یې احساس کیږي او هممسلکي یې دا یوه نه جبرانېدونکې ضایع بولي.

په دې وروستیو کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه جوړه شوې، چې اوس ترې خبریالان غواړي خپلې ژمنې پلي کړي.

Advertisement

تازه خبرونه

تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.

ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمه‌ييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.

د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نهه‌ویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.

دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.

د خصوصي سکتورغړي هم  وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام له‌خوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان  له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه  

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.

دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.

 افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.

چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.

د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.

د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.

افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!