تازه خبرونه
په هلمند کې امنیتي ځواکونه خپل شریدونه او مهمات پلوري
په هلمند ولایت کې امنیتي ځواکونه د خپلو شریدونو او مهماتو د پلورلو له پاره هوایي او بې هدفه ډزې کوي.
رویترز آژانس په یوه راپور کې په ډاګه کړې، چې دغه سرتېري خپل هر کیلو شرید له مرمیو سره په یو سلو پېنځه اویا افغانیو پلوري او د خپلو شریدونو د تشولو له پاره پېنځه تر لس دقیقې هوایي او بې هدفه ډزې کوي.
دغه آژانس د یوه کباړي له خولې ویلي، چې کار یې ښه جوړ دی او په بېلابېلو سیمو کې خلک ترې اړوند توکي اخلي.
یوه جګپوړي افغان چارواکي ویلي، چې د هلمند او کندوز ولایتونو سرتېرو په تېرو اووه میاشتو کې اووه زره د توپ ګولۍ توغولي او دغه ډزې یې بې هدفه کړي دي.
یو بل افسر ویلي؛ له هرو لس تنو سرتېر څخه اته یې د مرمیو خولونه پلوري، چې لامل یې د یو منظم تدارکاتي سیستم نشتوالی دی.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وایي، هیچا ته به د دولتي ګټو خلاف کار ته اجازه ور نه کړو؛ مونږ په دې اړه له وړاندې هم کار کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، مونږ دا موضوع څېړو او هر هغه چا، چې دا کار کړی وي تر پوښتنو لاندې یې نیسو.
د امریکا د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ واشنګتن افغان پوځ او پولیسو ته له درې سوه څخه د ډېر دالرو مهکات پلورلي دي.
د غوڅ ملاتړ ماموریت د تدارکاتو او ساتنې مرستیال ویلي، چې د سونتوکو لګښت ښه شوی او اوسمهال د مهماتو پر لګښتونو کار روان دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په ناکرار ولایت هلمند کې له طالبانو سره په جګړه کې د دغه ولایت چارواکو په جګړه کې د تګلارې له بدلون خبر ورکوي.
د هلمند والي حیات الله حیات په ډاګه کړې، چې له دې وروسته به د مخامخ جګړو پر ځای پرهوایي بریدونو ډېر تمرکز وشي.
د ی وایي، چې پخوا به کشفي راپورونو ته ارزښت نه ورکول کیده؛ خو اوس دا مساله یو مخ بدله شوې او کشفي معلومات به جدي تعقیبیږي.
د هلمند په ولایت کې له دېرش زره زیات پولیس او پوځیان میشت دي؛ خو وسلوال طالبان د مرکزلښکرګاه په باباجي اوپېنځه ولسوالیو کې پراخ حضور لري.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه17 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
نړۍ15 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی16 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ