Connect with us

تازه خبرونه

په ننګرهار کې د سرتېرو وارثینو ته وېشل شوي نمرې غصب شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-01-13-10h12m07s177

د جلال آباد ښاروال په ډاګه کړې، چې د ننګرهار ولایت ښاروالۍ د دغه ولایت د روذداتو ولسوالۍ په حصارشاهي سیمه کې یو ښارګوټي نقشه کړی، چې ډېرې ځمکې یې زورواکو نیولې دي.

ولسمشر د دغو سرتېرو بچو ته د سرپنا لپاره د نمرو د ورکړې امرکړی؛ ښاروالۍ وېشلي، خو زورواکو غصب کړې دي

د ننګرهار ښاروال حمیدالله افغان وايي، حکومت د سرخ دیوال په سیمه کې چرخي کورنۍ ته د نورې ځمکې په بدل کې د ۱۲۵۰جریبه ځمکې قباله ورکړې؛ خو یو شمېر کسانو په همدې بهانه پېنځه زره جریبه ځمکه نیولې، چې د سرتېرو نمرې هم په کې دي.

د جلال آباد ښاروالۍ  د وژل شویو سرتېرو وارثینو ته د پیسو په بدل کې د نمرو اویزونه ورکړي؛ خو ځمکې او نمرې یې نورو کسانو غصب کړي او دوی نه پریږدي، چې کورونه په کې جوړ کړي.

د وژل شویو سرتېرو د کورنۍ غړي هم وايي، اوېزونه په لاس لري، ښاروالۍ ته یې پیسې تحویل کړي؛ خو ځمکه یې زورواکو غصب کړې ده.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی د دې ستونزې پخلی کوي؛ خو وايي، چې د حل لپاره یې پر یو لړ اقداماتو لاس پورې کړی دی.

د پخوانی والي سلیم خان کندوزي په وخت کې د غصب  په سیمو کې حکومت تر یوه حده د رغونې چارې بندې کړې وې؛ خو د نوي والي په راتلو د غصب لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې او په غصب شویو سیمو کې هم د رغونې چارې پیل شوې دي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!