تازه خبرونه
په لوگر ولایت کې تښتول شوي هندي انجنیران وژغورل شول
دلوگر ولایت امنیتِ چارواکِ وایي:
د روان کال د زمری په (۲۲) د (O.A.S.I.S) کمپنی ۳ کارکوونکي هر یو انیونی گنگادر، کورمایوسفراو بدوگنگادر، چې له لوگر ولایت څخه کابل ولایت ته راروان ول؛ د لوگر- کابل په لویه لار د تنگی واغجان په سیمه کې د وسلوالو طالبانو لخوا وتښتول شول او غوښتل یې، چې نیول شوِي انجنیران د وردگ ولایت له لارې د پاکستان کویټي ښار ته ولیږدوي.
هغه مهال، چې د لوگر ولایت د ملی امنیت ریاست د پېښی په اړوند خبر تر لاسه کړ، د ملی امنیت کشفی شبکي یې فعاله او په همغه ورځ یې د طالبانو حرکات تثبیت او د زمری په (۲۴) یې د لوگر ولایت د بابوس په سیمه کې یو لړ ځانگړي عملیات تر سره کړل، چې د یادو عملیاتو په پایله کې هندي انجنیران روغ رمټ د وسلوالو له منگولو څخه وژغورل شول.
د پیښي په اړوند یو تن تروریست هم نیول شوی دی.
د ملی امنیت لوی ریاست له ټولو هغو بهرنیو وگړیو څخه، چې په لویو لارو کې سفر کوي غوښتنه کړې، چې د خپل سفر پر مهال د ولایاتو امنیي قوماندانې په جریان کې واچوي، چې د احتمالي پیښو په اړوند دوی ته معلومات ورکړي.
تازه خبرونه
مجاهد: روابط کشورهای جهان با امارت اسلامی با گذشت هر روز در حال گسترش است
ذبیحالله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی با اشاره به سفرهای شمار زیادی از نمایندگان دیپلوماتیک و هیأتهای خارجی بهکشور و همچنان سفر مقامهای بلندپایه کشور به خارج میگوید، امارت اسلامی بهسطح گسترده پذیرفته شده و مناسبات با امارت اسلامی تأمین بوده و رفتآمدها جریان دارد.
آقای مجاهد میافزاید، روابط کشورهای جهان با امارت اسلامی با گذشت هر روز در حال گسترش است و بر موثریت آن افزوده میشود.
با اینحال سخنگوی امارت اسلامی تأکید میکند که برداشت بعضیها مبنی بر اینکه افغانستان دیگر منزوی شده و اقتصادش درحال خراب شدن است و مناسبات آن با کشورها تأمین شده نمیتواند، همه نادرست ثابت شد.
به گفتهی آقای مجاهد اکنون معلوم شد که افغانستان هم از نگاه سیاسی و هم از منظر اقتصادی گامهای صعودی بر میدارد و این تلاشها بیشتر شده و تسریع خواهد شد.
تازه خبرونه
افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې
د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.
د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.
ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.
دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونهباسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.
ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.
تازه خبرونه
ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.
د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.
سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زدهکړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ