Connect with us

تکنالوزی

په كندهار كې ناقانونه مخابراتي دستگاه كشف و تر لاسه شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کندهارامنيتي ځواکونو او مخابراتو رياست پرگډو هڅو د سيم بکس يوه دستگاه، چې په غير قانوني توگه يې فعاليت کاوه کشف او ترلاسه شوې.

د مخابراتو رياست چارواکی وايي:

دا دستگاه کولی شي بهرنۍ شمېرې کورنيو شمېروته واړوي او په دې توگه په هېواد کې دننه د ټولو فعاله مخابراتي شبکو عايد خپلو شخصي جبونو ته واچوي .

د ډېرې مودې راپديخوا په کندهارکې امنيتي ځواکونو او د دی ولايت د مخابراتو رياست ته د يوې غير قانوني سيم بکس دستگاه د نصب او د قانون خلاف فعاله کيدو رپوټ رسيدلی و، چې د جمعې په ورځ دا دستگاه د کندهار د شوراندام کوتل په سيمه کې صنعتي پارکونو ته څېرمه په يوه سرای کې د امنيه كوماندانۍ او ملي امنيت د رياست ځواکونو او مخابراتو رياست پرگډو هڅو کشف او ترلاسه شوه.

د امنيتي چارواکو په وينا:

له دې دستگاه سره څلور تنه د تړاو پرتورهم نيول شوي، خو دا څرگنده شوې نه  ده، چې كورني دي او كه بهرني.

د کندهار د مخابراتو رييس وايی:

د سيم بکس د دستگاه له لارې کيدی شي د مخابراتي شرکتونو عايدات د غلا په ډول شخصي جبونو ته ولويږي او همدا راز په هېواد کې دننه او بهر ټيليفوني خبرې ثبت او کشف شي.

د سيم بکس له کشف شوې دستگاه سره په تړاو نيول شوي څلورکسا ن امنيتي ځواکونو ته وسپارل شول، چې تر پلټنو وروسته د دغه ناوړه عمل د ترسره کوونکيو په اړه لا زيات معلومات ترلاسه شي .

د يادونې وړ ده ، چې تېره اوونۍ په كابل و بغلان كې ورته سيم بكسې نيول شوي، چې ورسره په تړاو ايرانيان او پاكستانيان تورن گڼل شوي، خو ايرانيانو تېښته كړې ده.

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

تکنالوزی

د بریتانیا د پوځ د تویتر او یوتیوب حسابونه هک شول

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۳, ۱۴۰۱)

د بریتانیا پوځ تائید کړې، چې د دوی رسمي تویتر او یوتیوب حسابونه هک شوي، چې برید کوونکيو د اسعارو د درغلۍ پروژو د ودې لپاره کارولي دي.

د بریتانیا د اردو تویتر پاڼې ته له لاسرسي وروسته؛ هکرانو د خپل پروفایل انځور، د اکاونټ نوم، د پاڼې توضیحات او د پوښ عکس بدل کړ، چې ځان خپلو شومو موخو ته ورسوي.

اکاونټ د NFT د ډالیو په اړه بېلابېل تویتونه درلودل. کله، چې دا هک شوی و او د اوبپاڼې په سر کې یې یو پوسټ خپور کړ، چې کاروونکیو ته د جعلي NFT ضرب ویب پاڼې ته لارښوونه کوي.

هکرانو د بریتانیا د پوځ د یوتیوب چینل هم کنټرول کړي او د ټولو ویدیوګانو د حذف کولو پرمهال یې د دې اکاونت نوم او پروفایل عکس بدل کړی، چې د پانګونې شرکت Ark Invest پرځای ځان معرفي کړي.

دوی ډېرې داسې ویدیوګانې هم اپلوډ کړي، چې د جک ډورسي او ایلان ماسک پخوانۍ ژوندۍ خپرونې وې. دغه ویډیوګانې له دې مخکې د آرک انویسټ B Word کنفرانس کې خپرې شوې وې؛ خو هکرانو پرې د کاروونکیو د چلولو لپاره فرعي سرلیکونه اضافه کړل. دې چینل په یو وخت کې کاروونکیو ته څلور ژوندۍ خپرونې وړاندې کړي، چې ځینو یې زرګونه لیدونکي درلودل.

دا اوس هم څرګنده نده، چې دا اوبپاڼې کله د هکرانو لاس ته ورغلې وه؛ خو داسې ښکاري، چې اوس یې کنټرول بېرته د پوځ په لاس کې دی.

Continue Reading

تکنالوزی

د زه او ماشوم  مې اپلیکیشن افغانان مینې او پالنې ته هڅوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۱, ۱۴۰۱)

د زه او ماشوم مې اپلیکیشن یوه بنسټیزه ځانګړنه دا ده، چې د ماشوم د ودې درې ګونه ( له زېږون مخکې، د زېږون په بهیر کې او له زېږون وروسته ) پړاوونو ته په کې پوره پاملرنه شوې ده.

یو شمېر افغان ډاکټرانو او ارواپوهانو ويلي؛ د ماشوم د ژوند لومړۍ اته میاشتې ډېرې مهمې دي او د پروګرام پر بنسټ لوی شوی ماشوم، د هغه ماشوم په پرتله، چې له پلان پرته لویېږي د ډېرو لاسته راوړنو لرونکی وي.

د ماشوم پوهانو د څرګندونو له مخې؛ د اپلیکیشن د اورېدو برخه هم د ماشوم او والدینو ترمنځ د اړیکو په رامنځته کولو کې ډېره مرسته کولی شي.

د هېواد ارواح پوه زکریا بارکزی د دغه اپلیکیشن په اړه وايي: له دې مخکې د ماشوم والدینو له اتیزمه/ مادي نړۍ ته نه پاملرنه یا په ځان کې پاتې کېدو / اندېښنه ښودله او نه پوهېده، چې ماشوم یې تر څلور کلنۍ پورې ولې خبرې نشي کولی او یا داسې نورې هڅې تر سره کوي، چې مور او پلار ته یې نه یوازې د زغم وړ ندي، بلکې پرې پوهېدی هم نشي؛ خو له نېکه مرغه په ​​دغه اپلیکیشن کې دا ټولې ستونزې په پام کې نیول شوې دي.

د ارواح پوه ډاکټر زکریا بارکزي د څرګندونو له مخې؛ دا اپلیکیشن په رښتیا هم کولی شي په ماشومان وهڅوي، چې له ځانه بهر نړۍ سره هم اړیکې ټینګې کړي.

زکریا بارکزي د دې په اړه، چې له ماشوم سره لوبې د ماشوم په ژوندانه او وده کې څومره اړینې دي وایي: که یو ماشوم زړورتیا زده کوي هوښیارتیا ترلاسه کوي، پوهاوي ته رسیږي او له زغم او صبره برخمن کیږي؛ دا هر څه یوازې له لوبو او له والدینو سره له بوختیاوو ترلاسه کوي؛ ځکه، نو مونږ په لومړي، دوه یم او درېیم کال کې هم له ماشومانو سره مرستې او لوبې کولو ته لومړیتوب ورکوو. اوس له نېکه مرغه، چې دا اپلیکیشن جوړ شوی؛ ټولې اړوند برخې رانغاړي او د ودې ټول پړاوونه تر پوښښ لاندې نیسي.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت چارواکو ويلي؛ په رښتیا هم، چې د هېواد په اوسنیو حالاتو کې د کارنده ګرځند یا سمارټ فون د کاروونکیو لپاره د دغه اپلیکیشن د کارولو نوښت یو ښه زیری دی.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا اپلیکیشن، چې څنګه یو ماشوم له بهرنۍ نړۍ سره اړیکې ونیسي او د افغانستان له عنعنوي او فرهنګي ارزښتونو سره په مطابقت کې ډاډه وده او پراختیا تر لاسه کړي؛ د بشپړې پاملرنې یو ښه لارښود دي.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالسۍ مرستیال محمد حسن غیاثي ویلي: افغانستان هغه هېواد دی، چې له څلور لسیزو راپدیخوا له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی؛  فرهنګي بېخبناوې مو زیانمنې شوي او چټکې رغونې ته اړتیا لري؛ خو د رغونې په بهیر کې مونږ باید دا ډاډ ترلاسه کړو، چې په خپلو هڅو کې د راتلونکیو نسلونو روحي او رواني زیانونه راکم کړو. زه فکر کوم، چې د زه او ماشوم مې اپلیکیشن دغې موخې ته د رسېدو لپاره یو ښه پیل دی او باید د کارولو لپاره یې ډاډمن ګامونه پورته شي.

همدارنګه په دې اپلیکیشن کې یادونه شوې، چې مور او پلار له ماشوم سره څومره وخت تېر او څنګه له خپلو ماشومانو سره پر خبرو اترو سربېره اړیکې ټینګې کړي.

همدارنګه باید وپوهیږو، چې په دې اپلیکیشن کې د ماشومانو لوبې د ماشومانو لپاره څومره اغېزمنې دي.

خبریاله عایشه ستانکزۍ په دې اړه څرګندوي: ډېری وخت مور او پلار بوخت وي او د خپلو ماشومانو ښه پالنه نشي کولی؛ د خپلو ماشومانو مخې ته د لوبو سامانونه اچوي او خپله ځان د کور په کارونو کې بوختوي. فکر کوي، چې په دې توګه له خپل ماشوم پالنه کوي؛ خو دوی نه پوهیږي، چې ماشوم یې په رښتیا کومو سامانونو او څه ته اړتیا لري؟ دوی اړ دي، چې د خپل ماشوم پر اړتیاوو د پوهېدو لپاره ورسره اړیکه ونیسي او پر اړتیاوو یې ځان وپوهوي. د دغه اپلیکیشن رامنځته کول کولی شي له والدینو سره په اړیکو ټینګولو کې مرسته وکړي او وپوهیږي، چې څنګه او کله په ځانګړیو شرایطو کې له خپلو ماشومانو سره اړیکې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په نننۍ ټولنه کې د دې اپلیکیشن له جوړولو او رامنځته کولو موخه داده، چې نه یوازې د ماشومانو ښوونې او روزنې، ودې او پراختیا ته پام راواړول شي، بلکې ماشومان هم پوهوي، چې څنګه خبرې وکړي، زړور شي او له نورو سره د ښه چلند اړتیا احساس کړي.

Continue Reading

تکنالوزی

امریکا په اوکراین کې د سټلایټ انټرنیټ د زیانمنېدو څېړنه کوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۲, ۱۴۰۰)

د لویدیځ څارګرې ادارې د هغو ناڅرګندو کسانو د سایبري برید په اړه پلټنه کوي، چې پر اوکراین یې د روسیې د برید پر مهال د سپوږمکۍ انټرنیټ ته لاسرسی زیانمن کړی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ملي امنیت ادارې شنونکي، د فرانسې د حکومت سایبري امنیت اداره او د اوکراین استخباراتي اداره لګیا دي ارزونه کوي، چې آیا روسیه په دې برید کې ښکېل ده او کنه.

د سپوږمکۍ پر سایبري خدماتو برید د فبرورۍ پر ۲۴ د سهار ۵ او ۹ بجو ترمنځ اوکراین ته د روسي ځواکونو له وردننه کېدو او توغندیو توغېدو سره همهاله پیل شو، چې په کې د روسیې د پلازمینې په ګډون لوی ښارونه ولګېدل.

د يادونې ده، چې په دې سایبري بريد کې پر اوکراين سربېره په ټوله اروپا کې سلګونه زره کسان له انټرنیټه بې برخې او افلاین شول.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!