سیمه ییز خبرونه
په راون كال كې پنځوس زره كورني هوايي بريدونه شوي
د آيساف وياند كرسټين جاكوبسن وايي، چې:
د دوى د استخباراتي معلوماتو له مخې؛ د وسله ولو طالبانو مشران دې پا يلې ته رسيد لي، چې پيل كړې مبارزه يي نا كامه ده.
د نوموړي په وينا:
طالبان ونه توانيدل د هغو سيمو په نيولو بريالي شي، چې له لاسه يې وركړي دي.
په كا بل كې دآيساف وياند د دغو ځواكونو د عملياتو د گړنديتوب ترڅنگ وايي، چې:
د راون عيسوي كال راهيسي د مخالفينو پروړاندي پنځوس زره عمليات وي، چې ډېر يې دي.
په كابل كې دآيساف وياند كريسټن جاكوبسن د دوشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وويل، چې:
وسله والو طالبانو اوس په افغا نستان كې د مخامخ جگړې توان له لاسه وركړى.
د جاكوبسن په وينا:
سږكال د تېركال په پرتله د وسله والو مخالفينو په فعاليت كې شل فيصده كموالى راغلى.
نوموړى زياتوي، چې:
افغان او آيساف ځواكونو له خوا د وسله والو مخالفينو يو زيات شمېر كومندانان يا نيول شوي او يا هم وژل شوي دي.
همداراز يي ترډېره بريده د وسلو زيرمې هم دگډو ځواكو نو لاسته ورغلي او خپله وړتياله يې له لاسه وركړې.
نوموړي دغه راز ټينگار كړى، چې:
افغان ځواكونه غښتلي شوي ؛ يو شمېرستونزې او گواښونه شته، خو مونږ به له وسله والو
والو مخالفينو سره جگړه جاري ساتو افغان او نړيوال ځواكونه به په گډه دغه جگړه پرمخ يوسي، چې په راتلونكي كې يوله امن ډك او باثباته افغانستان ولري.
په كابل كې دآيساف وياند وايي، چې:
د وسله والو طالبانو د رهبرۍ په كچه كسان نيول شوي.
نوموړى دغه راز وايي، چې وسله وال طالبان اوس په ځانمرگو بريدونو ملكي افغانان وژني او هدف ته درسيدو توان يي له لاسه وركړى.
سیمه ییز خبرونه
د حماس مشر له اردوغان سره د خبرو لپاره ترکیې ته ځي
رویټرز راپور ورکړی، چې د فلسطین اسلامي ډلې حماس مشر اسماعیل هنیه به د روانې اوونۍ په پای کې ترکیې ته له ولسمشر طیب اردوغان سره د خبرو لپاره سفر کوي. پداسې حال کې، چې د انقرې لوړپوړي ډیپلوماټ د چارشنبې پر ورځ دوحې ته د سفر په بهیر کې د حماس له مشر سره لیدلي دي.
ترکیه، چې د ناټو غړی هېواد دی؛ په غزه کې د اسرائیلو بریدونه غندي او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړې ده. اردوغان حماس د “آزادۍ غورځنګ” بولي او پر لویدیځ یې نیوکه کړې، چې له اسرائیلو ملاتړ کوي. دغه راز انقرې پر اسرائیلو سوداګریز بندیزونه هم لګولي دي.
اردوغان په پارلمان کې خپلو ګوندي وکیلانو ته ویلي، چې زه به د روانې اوونۍ په پای کې د فلسطین د مشر کوربهتوب وکړم. مونږ به پر یو شمېر مسلو هم خبرې وکړو.
د اکټوبر پر اوومه د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د بریدونو له پیل او له ایران سره د اسرائیلو له روان کړکېچ راپدیخوا به دا ترکیې ته د هنیه لومړنی سفر وي.
اردوغان د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او نور اسرائیلي مشران یوازې د سیمهییز بحران مسوول دي.
اردوغان دا هم ویلي؛ تر هغې، چې ژوندی وي د فلسطین د مسئلې ملاتړ ته به روان ساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې ته د حماس د مشر اسماعیل هنیه د سفر د مهالوېش نور جزئیات خپاره شوي ندي.
سیمه ییز خبرونه
سعودي عربستان به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې پر ورځ ( د وري اتهویشتمه) ویلي، چې هېواد به یې په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو د پام وړ پانګونه وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې سعودي پانګوال پر کرنه، کانونو، معلوماتي ټکنالوژۍ او هوايي چلند په اړوند برخو کې پانګونې ته لیواله دي.
له دې مخکې اسلامآباد اعلان کړی و، چې سعودي عربستان په پاکستان کې د ۵ میلیارډ ډالرو پانګونې ته ژمن دی.
د دوشنبې پر ورځ ( د وري اووهویشتمه) د سعودي هېواد بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان بن عبدالله له پاکستان سره د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاه د یوه پلاوي پر مشرۍ اسلامآباد ته رسېدلی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار یوې خبري غونډې ته ویلي، پاکستان د سعودي پلاوي ته د پانګونې لپاره د احتمالي پروژو په اړه بشپړ معلومات ورکړل.
د سعودي بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د پانګونې د احتمالي فرصتونو په اړه د پاکستان حکومت یادونه د ستاینې وړ ده.
هغه وایي: دا مونږ ته اړین باور راکوي، چې پر ارزښتمنو پروژو پانګونه وکړو.
هغه زیاته کړې: زه ډاډه یم، چې مونږ به د پام وړ ګامونه پورته کړو.
د سعودي عربستان لوړ پوړی پلاوی؛ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ په مکهمکرمه کې د وروستۍ لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر هوکړه لیکونو، د خبرو لپاره راغلی دی.
شهباز شریف تېره اوونۍ له سعودي ولیعهد سره ملاقات کړی و او د پېنځه اربه ډالرو د پانګونې د ګړندي کولو په اړه یې خبرې اترې کړې وې. پاکستان ته پکار ده، چې د بهرنیو اسعارو د کمېدو زیرمې راکمې کړي او بهرني پورونه ورکړي.
د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګ زیب د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک په پسرلنیو غونډو کې د ګډون لپاره په واشنګټن کې دی او هلته به د پور د نوي پروګرام لپاره رسمي خبرې پیل کړي.
دا لیدنه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق څخه د څلیریشتمې مالي مرستې د ترلاسه کولو په لټه کې دی.
سیمه ییز خبرونه
په کندهار کې د میانکو بند له اوبو ډک شو
د کندهار ښار د دولسمي حوزې اړوند په میانکو سیمه کې وروستیو بارانونو د میانکو بند له اوبو ډک کړی دی.
د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز زیاته کړې؛ د میانکو اوبو بند څه وخت مخکې د یواینډيپي موسسې پر مالي لګښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، وروستیو بارانونو دا بند له اوبو ډک کړ او هم یې زرګونو کورنیو ته د سیلابي اوبو د ورتلو مخه نیولې ده.
ویل کیږي، چې دغه بند یونیم میلیون متره مکعب اوبه ذخیره کوي او نه یوازې یې د کندهار د شپږو ناحیو ۱۲ زره کورنۍ له سیلابي اوبو څخه ژغورلي، بلکې تر ځمکې لاندي اوبو کچه ورسره لوړه شوې او هم یې هېوادوالو ته د دمې او نندارې ښه زمینه برابره کړې ده.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
نړۍ3 days ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
-
تازه خبرونه5 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
تازه خبرونه4 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
لوبی3 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
سعودي عربستان به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي
-
تازه خبرونه3 days ago
روسیې او تاجکستان د افغانستان پولې ته نږدې ګډ پوځي تمرینات پیل کړل