Connect with us

تازه خبرونه

په دولتي بنسټونو کې خالي پوستونو او وزګارتیا د ولسي جرګې غړي اندیښمن کړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-03-30-18h50m04s166

د ولسي جرګې غړي له حکومت غواړي چې په دولتي ادارو کې خالي پوستونه ډک کړي او د وزګارو ځوانانو غمه وخوري.

په همدې حال کې د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون وایي، دا مهال پنځه ویشت زره خالي پوستونه شته چې اعلان شوي هم دي.

د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیره او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون رییس ولسي جرګې ته استجواب شوي وو. د ولسي جرګې غړي په هېواد کې په وزګارتیا اندېښنه ښیي او وایي په همدې علت ډېری ځوانان له هېواده تېښته کوي. دوی وایي چې په دولتي بنسټونو کې ټاکنې مسلک ته په پام سره نه بلکې د اړیکو له مخې دي.

د ولسي جرګې استازی داوود کلکاني وايي: “د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار موندنې مسوليت لري، بايد چې د کار موندنې پروژې برابرې کړي، عملي يې کړي او په هېواد کې ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.”

د ولسي جرګې غړی نذیراحمد حنفي وايي: “هره ورځ د بېکارۍ له امله يو ډېر شمېر ځوانان له هېواده تښتي، که دا چاره نور هم ادامه پيدا کړي، هېواد به مو نور هم ويجاړ شي.”

د ولسي جرګې غړی عبیدالله رامین وايي: “له بده مرغه چې په هېواد کې د مسلکي کارکوونکو د توليد زمينه برابره نه ده او دا کار د دې لامل شوی چې موږ په ډېرو برخو کې وړ کار کوونکي ونه لرو او کارونه مو هم له خنډونو سره مخ شي.”

په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیره وایي، وزارت هڅه کوي چې د نورو سکتوري وزارتونو په همکارۍ سره کاري زمینه برابره کړي او تر اوسه له پنځوس زرو زیات کسان د مهارتونو په برخه کې روزل شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزیره نسرین اوریاخیل وايي: “دا وزارت له خپلو مسوليتونو سره توانېدلی چې له نورو وزارتونو سره يو ځای د کار د موندنې له پاره عملی پروګرامونه پيل کړي او همداراز تر اوسه يو سل او پنځوس زره کسانو د کار زده کړې مهارتونو ترلاسه کړي دي چې په راتلونکې دوولسو مياشتو کې به زموږ دوولس زره کار کوونکي له نړيوالې ټولنې څخه د کار تصديق ترلاسه کړي.”

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون مشر احمد مسعود توخي وايي: “په اوس وخت کې په دولتي ارګانونو کې پنځه ويشت زره پنځه سوه او اتيا پوستونه خالي دي چې له دې ډلې د عامې روغتيا او معارف وزارتونه تر ټولو ډېر تش پوستونه لري، دغه پوستونه اعلان ته ورکړل شوي دي او د کار کوونکو جذبول د دوی د مسلک په نظر کې نيولو سره ترسره کېږي.”

د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي چې په دولتي بنسټونو کې زیاتره ګمارنې د روابطو په اساس کېږي چې دې کړنې حکومت له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!