تازه خبرونه
په خوست ښار کې يو نيم ميليون نيالګي اېښودل کېږي
د خوست چارواکي وايي، دوی په په ښار کې د تلويزيون او تفريحي پارک غونډې به ونو زرغونې کړي او ساتنه به يې وکړي، د دې ولايت والي ويلي چې په ښار کې به يو نيم ميليون نيالګي ږدي.
د خوست مرستيال وايي، په دې غونډيو کې به ګڼې زينتي نيالګي کېښودل شي، چې دا به ښار ته ډېره ښکلا ورکړي. د خوست ښاروال وايي، دوى به د دغه ونو په خړوبولو او ساتنه كې جدي هلې ځلې وكړي.
د نوي کال په رانږدې کېدو سره په خوست كې هم د نيالګيو اېښودل پيل شوي. د خوست سیمه ييز مسولين وايي د ښار د منځ غونډۍ به زرغونې كړي. نن دولتي چارواکي، مدني فعالان او عام خلك په ګډه د نيالګيو اېښودو ته راټول شوي وو.
د خوست ولايت مرستيال عبدالواحد پټان وايي:”د ښار شاوخوا غونډۍ به شنې کوو، نیالګي په کې ږدو، ساتنه يې کوو، دا مو شعار دی چې يو نيالګی د ځان، بل د هېواد او بل هم د خوست له پاره ږدو. “
د خوست ښاروال عبدالبصير محمدزى وايي:”د ټلويزيون او تفريحي غونډۍ مو په پام کې دي چې شنې يې کړو، ونې پرې کېږدو او ساتنه يې وکړو. پلان مو ورته جوړ کړی، د ونو اېښودو دا نننۍ لړۍ به د ونو اېښودو د موسم تر ختمېدو پورې همداسې جاري ساتو.”
د خوست ښاروال وايي، ښاروالي په پام کې لري چې سږ کال د ښار غونډۍ او سياحتي سيمو کې ګڼې ونې کېږدي. هغه وايي، د دې ونو د ستانې او پالنې له پاره يې منظم پلان جوړ کړى.
د خوست ښاروال عبدالبصير محمدزى زیاتوي:”د خړوبولو له پاره مو يې هم په ښاروالۍ کې پنځه ټانکرونه تيار کړي چې په منظم ډول به اوبه ورکوو.”
تېره اونۍ په خوست کې د نيالګيواېښودو بهير پيل شوى او د خوست والي وايي چې سږ کال د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې تر يو نيم ميليون نيالګي ږدي.
خبريال: فريدالله ظاهر
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ