سیمه ییز خبرونه
په بدخشان كې د بيات بنياد ژمنۍ مرستې ووېشل شوې
بدخشان، چې پخوا په سيمه كې د وريښمو سوداگريزه لار وه اوس يې ډېري اوسيدونكي په كرنه او مالدارۍ بوخت دي. دا، چې د هېواد د لوړو غرونو په منځ كې پروت ولايت دى؛ نو له دې كبله يې په ژمي كې د ډېرو ولسواليو لارې لږ تر لږه لس مياشتې بندې وي.
په دې ولايت كې هركال طبيعي پېښې له لس گونه خلكو وژند اخلي او زرگونه كسان د خوراكي توكو او درملو له ستونزو سره مخ كوي.
بيات بنياد يوازنى كورنى بنسټ دى، چې په دې ولايت كې له بېوزلو كورنيو سره مرستې كوي.
په بدخشان كې د بيات بنياد ژمنۍ مرستې د دغه بنياد د مرستيال حاجي محمد اسماعيل او دغه ولايت د يو شمېر محلي چارواكو په حضور كې پر سلگونه بېوزله او زيانمنو كسانو ووېشل شوې.
د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل وايي:
د دغو مرستو له وېش څخه مو اساسي موخه په هېواد كې له اړو خلكو سره مرسته او د مرستې د فرهنگ دودول دي.
د بدخشان والي شاه ولي الله اديب د بيات بنياد مرستې انساني خير ښيگڼه بولي او په دغه ولايت كې د بيات بنياد دوامدارې مرستې يې وستايلې.
هغه بېوزلې كورنۍ، چې په ساړه ژمي كې له گڼو ستونزو سره مخ وې د بيات بنياد مرستې اغېزمنې او په څلورم ځل د بيات بنياد د مرستو ليږل ستايي.
دوى له دولت او نورو مرستندويه بنسټونو څخه غواړي، چې د ستونزو حل ته يې پاملرنه وكړي.
د بيات بنياد چارواكي وايي:
په پام كې ده، چې په راتلونكې كې هم د بيارغونې پروژې عملي كړي.
بيات بنياد يواځينى خصوصي خيريه بنسټ دى، چې هركال د ژمي په موسم كې زرگونه ټنه خوراكي توكي او البسه د هېواد ليرې پرتو ولايتونو ته د وېشلو په موخه استوي.
دغه بنياد پر بيړنيو مرستو سربېره په مركز او ولايتونو كې د روغتونو، ښوونځيو، مدرسو، جوماتونو، تكيه خانو او وړكتونو د جوړولو لسگونه پروژې تطبيق كړي، چې زرگونه كسانو ترې په مستقيم او غير مستقيم ډول استفاده كړې ده.
د يادونې وړ ده، چې بيات بنياد د څلورم ځل لپاره خپلې مرستې دغه ولايت ته استولي او په ليرې پرتو سيمو كې يې پر اړو خلكو وېشلې دي.
سیمه ییز خبرونه
د ایران او پاکستان د ګازنللیکې له غځولو ملاتړ نکوو – امریکا
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ ( د وري اوومه) ویلي، چې د ایران او پاکستان د ګازنللیکې له غځولو ملاتړ نکوي او له تهران سره، چې د واشنګټن د بندیزونو له خطر سره مخ دی؛ د سوداګرۍ پر نکولو ټینګار څرګنوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ایران او پاکستان د ګازنللیکه، چې د سولې نللیکه یادېږي.
دغه راز دا نللیکه د تهران او اسلامآباد ترمنځ یوه اوږدمهاله پروژه ده، چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا څو ځلې ځنډول شوې او مالي چارې یې له ستونزو سره مخ شوې دي.
دا نللیکه له ایران څخه پاکستان ته، چې ختیځ ګاونډ یې دی؛ طبیعي ګاز لېږدوي.
ایران او پاکستان تېر اوړي دا پېنځه کلن سوداګریز پلان لاسلیک کړ او هوکړه وشوه، چې خپله دوه اړخیزه سوداګري به پېنځه میلیارډ ډالرو ته لوړه کړي.
په دې وروستیو ورځو کې د تهران پر وړاندې د واشنګټن د بندیزونو په اړه د اسلامآباد په تګلاره کې له پاکستانيو چارواکو متضادې څرګندونې اورېدل کېږي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي؛ د پاکستان حکومت له ایران څخه د طبیعي ګازو د واردولو د نللیکې د جوړولو لپاره د امریکا له بندیزونو او اجازې څخه معافیت ته اړتیا نلري.
دغه راز د پاکستان د تېلو وزیر مصدق ملک ټینګار کړی، چې هېواد یې د امریکا له بندیزونو څخه د معافیت په لټه کې دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د سې شنبې پر ورځ په یو خبري کنفرانس کې ویلي: مونږ تل ټولو ته دا مشوره ورکوو، چې له ایران سره سوداګري زمونږ د بندیزونو خطر لري او مونږ له ټولو غوښتي، چې د دې مسلې ټولو اړخونو ته پوره پاملرنه ولري.
له دې مخکې د جنوبي او منځنۍ آسیا په چارو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډونالډ لو ویلي وه، چې اسلامآباد له ایران سره د ګازو د سوداګرۍ د ترسره کولو لپاره له بندیزونو د معافیت غوښتنه نده کړې او واشنګټن یې ملاتړ نکوي.
تېره میاشت د پاکستان چارسمبالي حکومت د دې نللیکې د ۸۰ کیلومټره برخې د جوړولو منظوري ورکړه، چې تر ډېره حده یې د ۷ میلیارډ ډالرو په پروژه کې د کلونو ځنډونو له کبله ایران ته د میلیاردونو جریمې د ورکولو مخه ونیوله.
ایران او پاکستان د ۲۰۰۹ کال په جون کې د ګازو د پېر او پلور تړون لاسلیک کړ، چې د نللیکې لپاره به د ایران له جنوبي پارس څخه پاکستان ته هره ورځ له ۷۵۰ میلیون څخه تر ۱ میلیارډ مټر مکعب ګاز صادروي.
ایران ادعا کوي، چې تر ۲۰۱۱ کال پورې یې له خپلې غاړې د ۹۰۰ کیلومټره نللیکې د غځولو چارې بشپړې کړي؛ خو د پاکستان له لوري یې د جوړولو کار ندی پیل شوی.
په تېرو کلونو کې ایران څو ځلې پاکستان ته ګواښ کړی، چې د نړیوال منځګړتوب او له تړون څخه د سرغړونې له کبله به ۱۸ میلیارډ ډالره جریمه شي.
د یادونې ده، چې تهران د اټومي پروګرام له کبله له تېرې یوې لسیزې راپدیخوا د واشنګټن تر بندیزونو لاندې دی.
سیمه ییز خبرونه
د مسکو د برید تر شا امریکا، بریټانیا او اوکراین لاس لري – FSB
د روسیې د فډرالي امنیتي خدماتو (FSB) رییس الکساندر بورتنیکوف د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ امریکا، بریټانیا او اوکراین د مسکو د وسلهوال برید تر شا لاس لري، چې په کې لږ تر لږه ۱۳۹ کسان ووژل شول.
اوکراین په دې برید کې، چې پړه یې داعش وسلهوالې ډلې منلې؛ د روسیې تورونه رد کړي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې لویدیځو هېوادونو ویلي؛ د دوی استخباراتي څرګندونې ښیي، چې د داعش افغان څانګه د برید مسووله ده.
روسیې د شنبې پر ورځ ویلي، چې مسکو ته نږدې یې د کنسرت په یوه تالار کې يې پر ډزو او وژنې تورن ټول څلور وسلهوال نیولي دي.
داعش د جمعې د ورځې د وسلوال برید پړه پر غاړه واخیسته؛ خو داسې نښې نښانې شته، چې روسیه یې له اوکراین سره اړیکې څاري. په داسې حال کې، چې اوکرایني چارواکې په کې لاس لرل ردوي.
د مسکو والي اندرې وروبیوف ویلي؛ په ۲۴ ساعتونو کې له کنډوالو څخه ۱۳۳ جسدونه را ایستل شوي او ډاکټران د ۱۰۷ کسانو د ژغورنې لپاره مبارزه کوي.
د دولتي ټلویزیون مدیره مارګریتا سیمونیان پرته له دې، چې سرچینې ته نغوته وکړي؛ د ځاني زیان شمېر ۱۴۳ ښودلی و.
پوتین په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې د څلورو وسلهوالو په ګډون ۱۱ کسان نیول شوي دي.
نوموړی وایي: هغوی د پټېدو هڅه وکړه او اوکراین ته پر لاره ول او د لومړنیو معلوماتو له مخې د اوکراین له لوري د دوی لپاره یوه لار چمتو شوې وه، چې د دولت له پولې تېر شي.
د روسيې د FSB ادارې ويلي، وسلهوالو له اوکراين سره اړيکې درلودې او له پولې سره نږدې نيول شوي دي. د رویټرز د راپور له مخې؛ دوی مسکو ته لېږدول شوي دي.
له دې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي وه، چې داعش د امریکا پر دښمنانو برید کوي.
سیمه ییز خبرونه
په بلوچستان کې د پاکستان د بحري ځواک پر هوايي اډه وسلوال برید وشو
د پاکستان د بلوچستان ایالت په تربت ښار کې د پاکستان د بحري ځواکونو پر هوایي ډګر ډلهییز وسلهوال برید شوی دی.
د پاکستان سیمهییزو رسنیو د پاکستان د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ امنیتي ځواکونو د دوشنبې پر شپه د بلوچستان ایالت د بحري ځواکونو په یوه هوايي اډه کې شپږ وسلوال وژلي دي.
ډان ورځپاڼې د مکران د کمشنر سعید احمد عمراني د څرګندونو له مخې ویلي، چې د تربت هوايي ډګر په شاوخوا کې د ډزو او درندو چاودنو راپورونه ورکړ شوي دي.
نوموړي ویلي: وسلهوالو پر هوايي ډګر له درې خواوو څخه بريد وکړ؛ خو امنيتي ځواکونو سمدستي ځواب ورکړ او د هغوى د ورننوتلو هڅه يې شنډ کړه.
نوموړي د مرګ او ژوبلې په اړه کره شمېر څرګند نکړ؛ خو وایي، چې تر دې دمه د سیمې روغتون ته کوم مړى او ټپي ندى رسېدلى.
پي این ایس صدیقي، چې د پاکستان تر ټولو لویه بحري هوايي اډه ده؛ د برید موخه وه.
امنیتي چارواکو د دوشنبې پر شپه ویلي، د تربت هوايي ډګر له پولې بهر “شپږ ترهګر وژل شوي”، چې ورسره د اډې امنیت ډاډمن شوی دی.
هغه زیاته کړې: د حساسو بحري تاسیساتو د زیان راپور هم نلرو.
د سیمې خلکو ویلي؛ په تربت ښارګوټي کې د ۱۲ چاودنو غږونه اورېدل شوي او ډزې، چې د شپې له شاوخوا لس بجو پیل شوې د شپې تر ناوخته روانې وې.
د بلوچستان ازادي غوښتونکي اردو د دې برید پړه منلې ده.
-
تازه خبرونه3 days ago
په پاکستان کې ځانمرګي د ۵ چینايي انجینرانو په ګډون ۶ کسان ووژل
-
سوداگري4 days ago
افغانستان ته د پاکستان راغلی پلاوی پر اقتصادي همکاریو خبرې کوې
-
تازه خبرونه4 days ago
بیات بنیاد په ننګرهار کې اړمنو کورنیو ته د روژې مرستې ووېشلې
-
تازه خبرونه5 days ago
په هرات کې له ۵۰۰ ډېر لرغوني آثار موزیم او آرشیف ته سپارل شوي
-
تازه خبرونه2 days ago
په کابل کې سلګونه اړمنې کورنۍ د بیات بنیاد د روژې له مرستو برخمنې شوې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان په تورخم کې سرحدۍ ځواکونو د فډرالي څېړنو ادارې ۶ کارکوونکي وهلي
-
تازه خبرونه1 day ago
د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس له وروستیو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه
-
سوداگري3 days ago
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ استازیو پر ننګونو خبرې وکړې