Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې هر کال۳۰۰۰ ښځې د سینې پر سرطان اخته کیږي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

saratan_02_10_2016_dari_sot-mpg_snapshot_01-05_2016-11-03_11-58-28

سرطان وېرونکې اصطلاح ده،چې په دې وروستیو کې یې د انسانانو له ژوندانه سره تړاوو راښکاره شوی دی؛ خو پخپل وخت داکتر ته د مراجعې له لارې کولی شو د سرطان له ځینو بڼوځانونه وژغورو او خپل روغ ژوند بېرته پیل کړو.

فریده نومې پېنځه ویشت کلنه ښځه؛ پېنځه میاشتې مخکې خبره شوه، چې پر سرطان ناروغي اخته شوې ده.

نوموړې وایي، روغتون ته مې له راتګ مخکې دغه ناروغي د تخرګ لاندې رامنځته شوه ، چې له ژوندانه یې ډېره ناهیلې کړم. اوس د الله فضل و کرم دی ورځ تر بلې ښه کیږم او ژوندانه ته هم هیلمنه شوې یم.

داکتران وایي، د ناروغې  فریدې په کیڼه سینه کې غټه دانه وه؛هغه د زیاتو درملو له اخیستو وروسته جراحي کیږي او اوس یې وروستی عملیات پاتې دي، چې په بشپړ ډول روغه شي.

له وخت مخکې بلوغ ته رسیدل،  په ۹ کلنۍ او لس کلنۍ کې پرې میاشتنی عادت راتلل، په ډېر عمر کې امیدواره کیدل، ماشوم ته د تي نه ورکول او د تي د رنګ په نارنجي کیدو باید ناروغان پوه شي، چې د سینې پر سرطان اخته دي.

له حده زیات د تي غټېدل، داخل ته د تي د څوکې ننوتل، د تي له څوکو د وینو بهېدل او درد یې نورې نښې دي، چې پر لیدو یې باید ناروغ داکتر ته ورشي.

ډاکټران سپارښتنه کوي؛د سینې سرطان د تشخیص لپاره ښځې باید د میاشتنۍ ناروغۍ له پای ته رسیدو وروسته کورنۍ درملنه وکړي او وویني،چې په تیونو کې یې کومه اضافي دانه یا غده پیدا شوې او که نه؟

مشهور سندرغاړی فرهاد دریا له اوږدې مودې راهیسې د سرطان پر وړاندې مبارزه کې دخیل دی.

د سینې سرطان په وړاندې مبارزه کې د روغتیا وزارت سفیر فرهاد دریا وایي، چې ښځه نه یوازې د ژوندانه ملګرې ده، بلکې د کورنې جوړښت هم پرې راجوړ شوی دی، چې له منځه تلو سره یې کورنی شتون هم پخپل حال نه پاتې کیږي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل د سینې پر سرطان اخته وه، دوه کاله مخکې پوه شوه، چې د سینې سرطان لري، ناروغي یې پرمختللې وه او کیمیاوي درملنه یې وکړه.

د سرطان ضد مبارزې د بنسټ رییسه شینکۍ کړوخېل وایي؛ دا یوه ناروغي ده، چې باید پخپل وخت یې درملنه وشي.       

هغه وایي،چې د سینې سرطان په اړه باید عامه پوهاوی رامنځته او  ډېرې خبرې پرې وشي.

د سرطاني ناروغیو د مرکز د تشخیص مسوول ذبیح الله ستانکزی وایي، د جمهوریت روغتون په کابل کې د سینې سرطان د درملنې یوازنی مرکز دی. که څه هم د وسایلو او داکترانو له کموالي سره دغه څانګه مخ ده؛ خو په روان کال کې د دې روغتون اړوند څانګې د سینې سرطان ۲۵۵پرمختللې پېښې تداوي کړي دي.

د افغانستان په زیاترو سیمو کې د ځینو محدودیتونو له کبله ښځې نه شي کولی داکترانو ته ولاړې شي.

راپورونه وايي، چې ډېرې هغه ښځې په کلیوالي سیمو کې تلف شوي، چې د سینې سرطان پر ناروغي اخته وې او ناروغي یې هم ډېره وده نه وه کړی.

د سینې سرطان په ښځو کې ډېر دی؛ خو  درملنه یې ناشونې نه ده.

خبریاله: فرحناز فروتن

Advertisement

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس له وروستیو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګونو په اړه یې خبرې وکړې.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه خوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د بریټانیا د پوځي ماموریت ارزونه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب او سرپل کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د سېلابونو له کبله دوه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او د مالي زيانونو تر څنګ د دې دوه ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د تګ راتګ لارې هم تړل شوې دي.

دوی زياته کړې، چې پر کرنيزو ځمکو، استوګنې کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو پر نړېدو سربېره سېلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

د يادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!