Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د کاناډایي کورنۍ د آزادیدو پر پوځي ځواک کارکیږي- جک رید

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-12-23-10h39m43s132

امریکا په افغانستان کې د یوې امریکایي- کاناډایي کورنۍ د آزادیدو لپاره د پوځي ځواک د کارولو غوراوی څېړي.

امریکایي میرمن کیتلان کولمن په ۲۰۱۲ کال کې له خپل میړه جوشوا بویل سره په افغانستان کې تريتم شوې وه. اوس د دوی یوه ویدیو خپره شوې، چې ښیي د طالبانو په برمته کې دي.

په دې ویدیو کې کولمن د امریکا او کانادا له دولتونو غواړي، چې د ژوند ژغورنې لپاره یې اقدام وکړي. د امریکا د پوځي خدمتونو د کمیتې رییس جک رید  ام اس ان بی سی تلویزیون ته ویلي، چې د دغو کسانو د خلاصون لپاره پv دیپلوماتیکو  او پوځي غوراویو کار کیږي.

سناتور جک رید زیاتوي، مونږ په دې اړه د هرې ممکنې وسیلي د څېړلو په حال کې یو؛ څه له دیپلوماتیکې لارې او یا هم له بلې لارې، چې د دغې میرمنې، ماشومانو او میړه د آزادیدو زمینه برابره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي هم وایي؛ پر دې به تمرکز وشي، چې برمته شوي کسان روغ رمټ آزاد کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې پوښتنې په  ځواب کې، چې طالبانو ویلي؛ له امریکا سره د سولې خبرو ته چمتو دي، که یې غوښتنه ومنل شي، وایي:

ما دغه خبرې نه دي لیدلي؛ خو زه کولی شم هغوی ته ووایم، چې په لیدلوري کې هیڅ څیز نه دی بدل شوی. مونږ د سولې له داسې بهیره ملاتړ کوو، چې مشري یې له افغانانو سره وي. مونږ په دې باور وو او تل به اوسو، چې دا سم سیاست دی. له دې مهمه، چې ولسمشر غني د دغه  سیاست پر سم والي باور لري او مونږ به ترې ملاتړ ته دوام ورکړو.

مخکې له دې حقاني شبکې امریکایي سرتېری باوي برګدال د پېنځه طالب مشرانو د خلاصون په بدل کې آزاد کړ. آزاد شوي طالبان په ګوانتانامو کې بندیان ول.

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!